په خلاصه توگه داسې ويلي شوچې فقردنړي په ټولوهيوادونوکې که هغه پرمختللي وي اوکه پرمختيايي وي وجودلري خوپه پرمختيايي هيوادونوکې دفقرسطحه زياته ده . اوددې لامل دادي چې داهيوادونه دپانگې دکموالي سره مخامخ دي .دپانگې دکموالي له امله خلکوته دکاروبارزمينه نه مساعديږي . چې پدې سره دبې روزگاري په سطحه کې زياتوالي رامنځته کيږي . په پرمختيايي هيوادونوکې دزراعت په سکتورکې دعنعنوي ميتودونوڅخه استفاده کيږي چې دتوليد دکموالي سبب گرځې . اونشي کولي چې خپل ضروريات پوره کړي نومجبوردي چې دنوروهيوادونوڅخه دضرورت وړا
دنړي زياتره پرمختيائي ياپرمختللي هيوادونه خپل ټول ضرورتونه پخپله نشي رفع کولي ځکه چي دهيوادونوتر منځ طبعي اوتوليدي منابع په غيري مساويانه توگه تقسيم شوي دي نوله دي کبله ټول هيوادونه دتجارت په مرسته دضرورت وړشيان دنورو هيوادونوڅخه واردوي اوهغه چي په زياته اندازه دهيوادپه داخل کي توليديږي نورو هيوادوته صادروي نوموړي هيوادونه دخپلو منابعو، امکاناتو اواقتصادي سياستونو په پام کي نيولوسره خارجي تجارت سرته رسوي.
دپانگي رول دتوليد دعامل په تو گه ورځ په ورځ زياتيدونکي او د توليد په پروسه کي په څرگند ډول احساسيږي په تيره بيا د انکشاف په نني نړيواله وضع کي د کار د ابتداي وسايلو درلودل او استعمال دخلکو ضرورتو نه نه شي پوره کولي او د مختلفو ضرورتو نو درمخ کولو په خاطر عصري او ماډرني وسيلي رامنځ ته کيږئ ،خود نړي په هرکوټ کي د هغي موجوديت او اندازه فرق کوي ددي لپاره چه پرمختيايي هيوادونه ددي وسايلو څخه برخورداره شي نو پانگي اچوني اود پانگي د تشکل جريان ډير سست دي ا و د هغي لپاره مناسب شرايط وجود نلري ،
ددې موضوع څخه موږ په ځانګرې ډول داسې نتيجه لاسته راوړو چې ټول هغه مالونه او توکي چې په تـولـيـدې پـروسه کښې تـولـيـديــږې په خــپل ټــاکــلــې وخت او ټاکـلـــې کـــرايې سره د مستهلــکــينـو مــخ تــه وړانـدې کــيــږې . نو پدې کښې ځمکنې ترانسپورت خاص اهميت لرې لکه څرنګه چې مخکې ياد شول چې ځمکنې ترانسپورت د حمل او نقل نورو وسايلو ته ارزانه او کم لګښته وې نو سوداګرد خپلې ګټې د لاسته راوړنې په خاطر دغه وسيله غوره کوې .تر څو خپل لګښتونه راکم کرې. او په زياته انــدازه ګـــټــه تــر لاســه کـــړې .
دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه هريودجوړيدودتاريخ څخه تراوسه پوري زيات مشکلات اوستونزي ګاللي اوپه هر وخت اوزمان کي دتجارتي ټولني دخدمت مصدرګرځيدلي .خوپدي تيروڅو لسيزوجګړوکي خپل موثرفعاليتونه له لاسه وړکړي دي چي اوس مهال دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه دخصوصي کيدوپه لور قرارلري .ولايتي تجارتي اتاقونه هم چندان مناسب لاسته راوړني نلري اواکثرآدمستقل عوايد خاوندان ندي خواوميد شته چي پدي نژدي راتلونکي کي دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه ا ودهغي مختلفي ولايتي شعبات ديوفعال ارګان په حيث سوداګريزي ټ
په نتيجه کي ويلي شو چي دهيوادونو دپرمختګ او وروسته پاتې والي عوامل دښوونې اوروزنې دانکشاف اوپرمختګ اوبرعکس هغي ته نه پاملرنه کول دي.همدارنګه يوعالم چه کرن کررس نوميږي وائي چه هيڅ هيواد پرته دښوونې اوروزنې څخه دپرمختللي صنعتي نمدن خاوند کيداي نه شي.دفروفيسور گالبرت په نظرنن ورځ دپر مختيالپاره ترښووني اوروزني بل هيڅ ضروري شراط نشته همدارنګه نوموړي ټينگارکوي که هرڅو مره پرمختللي ماشين لات واردکړو خودښوونې اوروزنې په برخه کي هڅه اوکوشش ونه کړو بقا نلري.
دپوهنيزو څيړنو له مخي داسي ښکاري چي زمونږ هيواد د طبعي منابعو او مهمو اقتصادي زيرمو له پلوه ډير شتمن هيواد دي چي اوس همدا منابع په لازم ډول ندي پلټل شوي او دپرمختللي ټکنالوژي ، مهارت ، مسلکي کدرونو او پانګي دکمښت له کبله عملاً دکار لاندي ندي نيول شو ي خو دهيواد اقتصادي سيمو موقيعت او طبعي جوړښت داسي دي چي په هغي کي راز راز اقليمونه لکه ډيري سړي سيمي، لوړي پرتي سيمي، معتدلي سيمي، لوند ژمي لرونکي سيمي، مختلف اقليمونه، پراخه دښتي،غرونه، غونډي او روان سيندونه او کافي دلمر وړانګو لرونکي سيمي شته چي
د تيرولو لپاره يى د مسلمان لپاره تک لاره جوړه کړى ده چى مسلمان بايد په دغه لاره باندى روان شى او عمل پرى وکړى چى دغه په اقتصادى ژوند کى د عايد د لاسته راوړلو لپاره مشارکت ، مضاربت او داسى نوري طريقي هم شته دي چى مشارکت يو د هغه طريقو څخه ده کوم چى رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کى يى رواج درلود او رسول صلى الله عليه و سلم د شرکت څخه منع نه ده فرمايلى ځکه هغه طريقى چى د هغه په نتجه کى جنګ ، جګړى يا فساد رامنځ ته کيږى رسول الله صلى عليه و سلم د هغه څخه منع وفرمايله او په مشروع لارو چارو باندى
څرنګه چي مونږ ته معلومه ده چي دايسيک سازمان زمونږ په ګران هيواد کي د٢٠٠٢ کال راهيسي دمحصلينو په برخه کي فعاليت کوي خو دځينو جدي مشکلاتو سره مخ دي د ايسيک سازمان د نړي په هر هيوادکي مسوليت لري چي په خپل داخل کي دايسيک سازمان له داخلي منابعوڅخه تمويل کړي يعني کوم مرکزي بوديجوي سيستم وجود نه لري چي له مرکز څخه نوموړي غړي هيواد ته وليږدول شي يعني په حقيقت کي هره محلي کميټه مکلفيت لري جي خپل ځان په خپله تمويل کړي
لکه څرنګه چه مخکي ذکر شوه په افغانستان کي ډير دپخوا راهيسي بريښنا رامنځته شوي که څه هم په حرارتي او ابي بڼو يي فعاليتونه کړي خو تر ټولو ستر پاتي والي پدي کي دي چه زمونږ دښاري سيمو څخه پرته اطرافي سيمو کي هم په ډيره کمه کچه حرارتي، ډيزلي او ابي بريښنا موجوده ده خوهغه هم په نيشت حسابه ده .
لکه څرنگه چې هربانک پخپل ذات کې ځانگړي اقتصادي اهميت لري چې دهمدې اقتصادي اهميت په اساس تاسيس شوي . دمثال پډول دولتي بانکونه دانکشاف پروژولپاره دولت ته قرضه ورکوي اوسرمايه تمويلوي اوتجارتي بانکونه داوږدي اولنډيې مودې لپاره تصديواوشرکتونوته قرضه ورکوي ترڅوله يوې خوادتوليداتواندازه زياته شي اوله بلې خواتريوه حده پورې دبې کاري اندازه کميږي.
خصوصی سکتورديوه هيواد په اقتصادی وده اوپرمختګ کی اغيزمن رول لوبوی په ځانګړی ډول په اوسنيوشرايطوکی دافغا نستان دپاره خصوصی سکتور اوخصوصی کيدنه داقتصادی پرمختګ په لارکی يومثبت ګام دی ځکه چی اوسنی حکومت ندي توانيدلی چی هراړخيزه پانګه ونه ترخپلی ولکی لاندی راولی اودخپل نظارت اوکنترول ترچترلاندی يی پياوړی کړ ی او که چيرته دولت ونه کولای شی چی هراړخيزه پانګه ونه په سالم ډول په خپل ګورت کی ونيسی