ارواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالكريم خان كړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو كي حسن خېل و، په 1303 هـ ش كال د كابل په اندرابيو كوڅه كي زېږېدلي و، لومړنۍ زده كړي يې په ځاني ډول وكړې په 1327 هـ ش كال كي د حربي ښوونځي دويم ټولګي ته ولويد
د ازمون د سفرنامو لويه ښېګڼه دا ده چې احساسات او عواطفو ته په کې ډېره توجه شوې ده، د ده د سفرنامو ژبه لکه د شعر ژبه هسې خوږه اوانځوريزه ده. د هغه ترټولو وروستۍ چاپ شوې سفرنامه ((ما د کونړ له سينده ځار کړې)) نومېږي. دغه سفرنامه په ۱۳۸۸ ليکل شوې ده
په نړ ۍ کې خدای ډیرې زیاتې ژبې پیداکړي چې اوس مهال هم په زرهاوو ژبې موجو دې دي خوهره ژبه ځانته خوصیات او بېلا بیل ادبیات لري کله چې دیو ې ژبې ادبیات را منځ ته کیږي نو داښکاره خبره ده چې د هماغې ژبې لیکوالانو او ادیبانو د کو شش په نتیجه کې منځ ته را ځي ؛ اوژوندي پاتې کیږي .
د شلمې پیړۍ په نیمایي کې د پښتو هنري نثر لپاره اګاهانه او شعوري تبلیغ پیل کېږي او د نوي ژانرونو پیداکولو لپاره کار کېږي. دا هغه وخت و، چې زیاتره ادبي شهکارونه په لویدیځ کې په نثر کې رامنځ ته شول، تولستوي په نثر کې استاد شو
دود يا رواج د فولکلور له مهمو برخو څخه يوه برخه دئ، چي د هرې سيمې دود د بلې سيمې سره يو څه يا هم په ډېره اندا زه سره فرق لري دود یا رواج هغه څه ته ویل کيږي، چي په ودونو خیراتونو، اخترونو او داسې نورو وختونو کي ترسره کيږي
حمزه د بازمير خان ملک زوی، دخيبر د تاريخي درې نوميالی شاعر، اديب داسلامی تصوف په فلسفه کې د ژور فکر خاوند او په معاصر ادب کې د غزل استاد و، چې په )۱۰۹۹ )م کال په لواړګي )لنډي کوتل(کې زيږېدلی دی.
سلېمان لايق د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی. د هغه آر نوم غلام مجدد دی چې د نوښتگر مانا لري. د لايق پلار مولوي عبدالغني له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود
د بيان علم په تشبيې ، استعارې ، مجاز او نورو څانګو په ګاڼه باندې سنبال شوي دي ، د ژبې او ليک د خوږوالي ، په زړه پورې والي ، څرګندتيا او د فصاحت او بلاغت په ګاڼه د ښکلي کولو يو اساسي شرط دی