د افغانستان په اقتصادي وده باندې د تولید مدیریت اغیزې
1404/01/10 اقتصاد

د اقتصادي پرمختګ د رامنځته کولو لپاره تو لیدات باید په موثر ډول سره کنترول او مدیریت شي. د تولیداتو مدیریت په مختلفو برخو کې صورت نیولی شي . مثلا لومړی د خامو موادو مدیریت او کنترول چې خام مواد باید په ښه کیفیت او په ټیټ قیمت سره لاسته راوړي، دوهم قدم کې د نیم کاره موادو کنترول دی نیم کاره مواد باید په مناسبو ځایونو کې وساتل شي چې د ضایعاتو څخه مخنیوی باید وشي او په دریم قدم کې کارتمام موادو کنترول او مدیریت شي.

د بادي انرژۍ اقتصادي اهمیت
1404/01/10 اقتصاد

لکه څنګه چې په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې د انرژۍ شتون د یو هوسا او پرمختللي ژوند لپاره خورا مهم دی،نو په همدې آساس انرژي مختلف ډولونه لري لکه هستوي انرژي، د فوسیلونو انرژي، نوې کېدونکې انرژي او داسې نور، نو نوې کېدونکې انرژي هغه انرژي ته ویل کیږي، چې په طبیعت کې په دوامداره ډول پیدا کیږي، د تجدید وړ منابعو څخه لاسته راځي او هېڅکله نه تمامیږي. د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د لمر انرژي،

د دندې د لټون مهارتونه
1404/01/10 اقتصاد

څرنګه چې په اوسني وخت کې افغانستان هر کال په سل هاو زرو د کار قوه د کار مارکېټ ته عرضه کوي او په تاسف سره ویلی شو چې په هغه اندازه چې د کار قوه مارکېټ ته عرضه کېږي تقاضا وجود نه لري. او زموږ دولت هم د دې توانایي نه لري تر څو په دومره غټ مقدار سره د کار ق وې لپاره د کار زمینه برابره کړي. او له بلې خوا ډېر خلک د بېکارۍ او فقر له امله په جرم، فساد، غلا... او حتا خپل ژوند یې په خطر کې اچولی نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو سفر کوي.

د سازماني کلتور اغيزې د کارمندانو د دندې په ثبات او وړتياو
1404/01/10 اقتصاد

د مونوګراف اصلي موخه مې د سازماني کلتور او د هغې اغيزې د کارمندانو د دندې په ثبات او وړتياو باندې تاثيراتو ته کتنه ده. د سازماني کلتور رامنځته کول د يو بنسټ لپاره ډېر مهم دی تر څو په مارکيټ کې خپل ځای وساتي. سازماني کلتور دوامداره ودې او پراختيا ته اړتيا لري تر څو مربوطه سازمان په ښه توګه حمايت کړي. د يو سازمان په ترقۍ کې سازماني کلتور لا زمي دی. د سازماني کلتور د اهميت دليل دا دی چې کارمندان د خپلو وړتياو څخه ښه استفاده کوي او همدارنګه په سازمان کې د کارمندانو کنترول رامنځته کيږي

د کرنيزو محصولاتوبازارپلټنه
1404/01/10 اقتصاد

افغانستان يو کرنيز هيواد دي چي %٨٥خلک يي په کرنه کښي په کار بوخت دي او کرنيز سکتوريي په ملي اقتصادکښي ستر رول لري چي%٤٨ غيرخالص ملي عايد يي ددي سکتور څخه ترلاسه کيږي او لدي سکتور څخه دژوند دبقا پخاطراستفاده کيږي پدي هيوادکښي کرنيزوتوليدات په عنعنوي توګه جريان لري اوديو واحدتوليدي سکتورڅخه ډير کم حاصل ترلاسه کيږي چه سمون ته يي پاملرنه پکارده .

د نړیوال بانک تمویل شوې پروژې په افغانستان کې
1404/01/10 اقتصاد

د نړیوال بانک بنسټ د دوهمې نړیوالې هګړې څخه وروسته په کال ۱۹۴۵ م کې د شپږو عمده سهه دارانو )امریکا،انګلستان،فرانسه،هندوستان،المان او هاپان ( لخوا کیښودل شو.او اوسمهال ۱۷۹ هیوادونه د نړیوال بانک غړیتوب لري چې نړیوال بانک هلته خپل فعالیتونه ترسره کوي. افغانستان په ۱۹۵۵ میلادي کال کې د نړیوال بانک غړیتوب تر لاسه کړ، او په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه پیل کړل

د رومي بانجانو په وده او حاصل باندې د مختلفو فاصلو اغېزې
1404/01/10 اقتصاد

رومي بانجان د ن ړۍ په کچه یو له ډيرو مهمو سبو څخه شمېرل کیږي. میدان وردگ د روميانو د تولید له مخې په هيواد کې د يو برجسته او محوري ولايت په حیث پیژندل شوی دی. په وردگو ولايت کې ناوړه چاپيريالي شرايط د روميانو د توليد يو له عمده ستونزو څخه شمیرل کیږي، د دې څېړنې موخه د میدان وردگو ولايت تر اقلیمي شرايطو لاندې د رومي بانجانو په ودې او حاصل باندې د مختلفو فاصلو اغېزو پیژندل دي. تجربه د بلاکونو په بشپړی اتفاقي طرحه له دریو تکرارونو سره په کار اچول شوی ده

تأثیر سرمایه گذاری بانک های خصوصی در اقتصاد افغانستان
1404/01/10 اقتصاد

امروزه بانک های خصوصی نقش مهم و موثر در رشد و انکشاف اقتصـادی و اجتماعی کشورها دارا می باشند. در حقیقت بانک ها از طریق جمع آوری پس انداز ها در اقتصاد و بکار گیری مجددآن در سـرمایه گذاری ها در شـــکوفایی اقتــصاد کشور اهمیــت زیــاد دارنــد. کــه بشر امروز با استفاده معقول و مناسب آن سر و صدای بس عظیمی را در جهــان برپــا کرده اســت.

په اقتصادي پرمختيا کي دکرني سکتور رول
1404/01/10 اقتصاد

په پرمختيائي هيوادونوکي دکرني په برخه کي زياتي ستونزي وجودلري لکه کرنه ميکانيزه نده دکرني لپاره اصلاح شوي تخمونه وجودنلر ي،پټه بي کاري په کي زياته ده که چيري پورتني ستونزي چي په اوس وخت کي دپرمختيائي هيوادونوپه کرنيزسيستم کي وجود لري اصلاح شي نودکرني سکتورهغه ونډه چي په اوس وخت کي ئي دپرمختيائي هيوادونوپه اقتصادي پرمختيا لري بي له شکه به دغه ونډه څوچنده زياتوالي وکړي چي ورسره به دپرمختيائي هيوادونوپه اقتصادي پرمختياکي هم ډيرزياتوالي راشي .

په تجارت کي دملي اقتصادي سکتور اهميت
1404/01/10 اقتصاد

په خلاصه توگه ويلي شوچې تجارت ديوهيوادپه پرمختگ کې رغنده رول لوبوي .په يوهيواد کې دتجارت په پراختياسره خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي . اوپه همدي ترتيب دتجارت په پراختيا سره صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې دهغې په وجه خارجي اسعارلاسته راځي چې دهغي په وسيله سرمايوي اجناس واردولي شو . تجارت دملي اقتصاد دټولوسکتورونودرشد اوانکشاف باعث گرځي .هغه خام توکي چې په داخل کې توليديږي

په غزني ولایت کې د وړوکي کاروبارونو پر وړاندې دستونزې، تحلیل او حل لارې
1404/01/10 اقتصاد

په دي څېړنه کې په غزني ولایت د وړوکې کاروبارونو په وړاندي ستونزې بیاني شوي دي، د څېړني لومړی برخه د څېړني په اړه پیژندني ته ځانګړی شوي، په دوهمه برخه کې تیرو څېړونو ته کتنه شوي، دریمه برخه د څېړني کړنلاره ښیي، او له هغي وروسته د معلوماتو پایله او وړاندیزونه ذکر شوي دي، په دي څیړنه کې په عمومي ډول د وړوکې کاروبار د پیل کولو په وخت کي او بعد له شروع نه په لومړیو کي په ستونزو بحث شوي، ددي څېړني په لړ کې کوښښ شوی چې د وړوکې کاروبارونو د پيل کیدو پر وخت شته ستونزې په نښه او د کاروبار د رشد

په کابل ولایت کې د مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو په وړاندې پرتې ستونزې او حل لارې
1404/01/10 اقتصاد

نوموړې څیړنه (په کابل ولایت کې د مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو په وړاندې پرتې ستونزې او حل لارې) تر عنوان لاندې تر سره شوې او موخه یې د هغو عواملو پیدا کول دي چې په کابل ولایت کې د مسافر وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو په وړاندې ستونزې را منځته کړي، نوموړې څیړنه په کابل ولایت کې ترسره شوې او په یاده څیړنه کې د لومړنیو لاس معلوماتو څخه استفاده شوې چې د څیړنې جمعیت په کابل ولایت کې موجوده فعاله ترانسپورتي شرکتونه دي، په دې څیړنه کې مختلف ترانسپورتي شرکتونه په نظر کې نیول شوي دي

نمایش 12 رکورد از 239 رکورد