د تيرولو لپاره يى د مسلمان لپاره تک لاره جوړه کړى ده چى مسلمان بايد په دغه لاره باندى روان شى او عمل پرى وکړى چى دغه په اقتصادى ژوند کى د عايد د لاسته راوړلو لپاره مشارکت ، مضاربت او داسى نوري طريقي هم شته دي چى مشارکت يو د هغه طريقو څخه ده کوم چى رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کى يى رواج درلود او رسول صلى الله عليه و سلم د شرکت څخه منع نه ده فرمايلى ځکه هغه طريقى چى د هغه په نتجه کى جنګ ، جګړى يا فساد رامنځ ته کيږى رسول الله صلى عليه و سلم د هغه څخه منع وفرمايله او په مشروع لارو چارو باندى
څرنګه چي مونږ ته معلومه ده چي دايسيک سازمان زمونږ په ګران هيواد کي د٢٠٠٢ کال راهيسي دمحصلينو په برخه کي فعاليت کوي خو دځينو جدي مشکلاتو سره مخ دي د ايسيک سازمان د نړي په هر هيوادکي مسوليت لري چي په خپل داخل کي دايسيک سازمان له داخلي منابعوڅخه تمويل کړي يعني کوم مرکزي بوديجوي سيستم وجود نه لري چي له مرکز څخه نوموړي غړي هيواد ته وليږدول شي يعني په حقيقت کي هره محلي کميټه مکلفيت لري جي خپل ځان په خپله تمويل کړي
لکه څرنګه چه مخکي ذکر شوه په افغانستان کي ډير دپخوا راهيسي بريښنا رامنځته شوي که څه هم په حرارتي او ابي بڼو يي فعاليتونه کړي خو تر ټولو ستر پاتي والي پدي کي دي چه زمونږ دښاري سيمو څخه پرته اطرافي سيمو کي هم په ډيره کمه کچه حرارتي، ډيزلي او ابي بريښنا موجوده ده خوهغه هم په نيشت حسابه ده .
لکه څرنگه چې هربانک پخپل ذات کې ځانگړي اقتصادي اهميت لري چې دهمدې اقتصادي اهميت په اساس تاسيس شوي . دمثال پډول دولتي بانکونه دانکشاف پروژولپاره دولت ته قرضه ورکوي اوسرمايه تمويلوي اوتجارتي بانکونه داوږدي اولنډيې مودې لپاره تصديواوشرکتونوته قرضه ورکوي ترڅوله يوې خوادتوليداتواندازه زياته شي اوله بلې خواتريوه حده پورې دبې کاري اندازه کميږي.
خصوصی سکتورديوه هيواد په اقتصادی وده اوپرمختګ کی اغيزمن رول لوبوی په ځانګړی ډول په اوسنيوشرايطوکی دافغا نستان دپاره خصوصی سکتور اوخصوصی کيدنه داقتصادی پرمختګ په لارکی يومثبت ګام دی ځکه چی اوسنی حکومت ندي توانيدلی چی هراړخيزه پانګه ونه ترخپلی ولکی لاندی راولی اودخپل نظارت اوکنترول ترچترلاندی يی پياوړی کړ ی او که چيرته دولت ونه کولای شی چی هراړخيزه پانګه ونه په سالم ډول په خپل ګورت کی ونيسی
په پرمختيائي هيوادونوکي دکرني په برخه کي زياتي ستونزي وجودلري لکه کرنه ميکانيزه نده دکرني لپاره اصلاح شوي تخمونه وجودنلر ي،پټه بي کاري په کي زياته ده که چيري پورتني ستونزي چي په اوس وخت کي دپرمختيائي هيوادونوپه کرنيزسيستم کي وجود لري اصلاح شي نودکرني سکتورهغه ونډه چي په اوس وخت کي ئي دپرمختيائي هيوادونوپه اقتصادي پرمختيا لري
دنړي پرمختياي هيوادونه له يوخوپه خپل مينځ کي اوله بلي خودصنعتي هيوادوسره څواړخيزي سوداګريزي اړيکي لري ،ځکه له يوي خوپه نړيواله کچه دکارويش داړيکي ايجابوي اودبلي خوداچي دتکنالوژي فهم ،دانش اوقدرت په نړيواله کچه ډيرزيات توپيرلري ،چي دموضوعات هم دبهرنيواړيکوپه پراختياددي هيوادوپه مينځ کي لازمي بولي په نړيول تجارت کي دصنعتي هيوادوونډه ډيره زياته ده چي په اخروکلونوکي دهغوي ونډه ډيره زياته کمه شويده
څرنګه چي دانفلاسيون عوامل زيات دي ، مګر په اکثروهيوادوکي شديد انفلاسيون دداخلي اوخارجي جنګونو ، انقلابونو اوسياسي بي ثباتي په وجه رامينځته کيږي ، ځکه چي جنګونه او بحرانونه ددي سبب کيږي چي ددغو هيوادو حکومتونه د جنګ لپاره خپل مصارف لوړ کړي .همدارنګه دجنګ اوسياسي نا ارمي يه دوران کي ديوي خو اددغوهيوادونو توليدات اوصادرات کميږي اودبلي خوا دحکومت عايداتي منابع ( ماليات ) هم کميږي چي داهم په بوديجه کي کسر رامينځنه کوي ، چي دحکومت لپاره دبوديجي دکسر دپوره کولو اسانه لار دپيسو دمقدار ډيرول دي
په خلاصه توگه ويلي شوچې تجارت ديوهيوادپه پرمختگ کې رغنده رول لوبوي .په يوهيواد کې دتجارت په پراختياسره خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي . اوپه همدي ترتيب دتجارت په پراختيا سره صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې دهغې په وجه خارجي اسعارلاسته راځي چې دهغي په وسيله سرمايوي اجناس واردولي شو . تجارت دملي اقتصاد دټولوسکتورونودرشد اوانکشاف باعث گرځي
دخپلوضرورتونودرفع کولو په خاطرانسان ديته مجبوروي چې په ټولنه کې داسې څوک پيداکړي چې ددوي دضرورت وړجنس ولري . اوددي سره موجودجنس ته ضرورت ولري . ترڅوددواړوترمنځ دضرورت وړاجناس تبادله شي . هغه سيستم چې په هغه کې په مستقيم ډول سره جنس په جنس بدليږي بارترسيستم يا جنسي تبادلي په نامه ياديږي . په ابتداکې دجنسي تبادلي په صورت کې مشکلات کم وو.دنفوسوپه په زياتيدودکارتقسيم ،دټولنيزپرمختگ سره سم دانسانانوضرورتونه اضافه اوپه جنسي تبادله کې زيات مشکلات رامنځته شول جنسي تبادله داقتصادي پرمختگ په لاره کې ديوخن
لکه څرنگه چې تکنالوجي په اقتصادي پرمختياکې ديواساسي عامل په توگه پيژندل شوي ده اودهغې اغيزې موږپه خپل چاپيريال کې گورو.تکنالوجي دتخنيک داستمال طريقه ده چې په کم مصرف سره زيات توليداوياعين توليد په لږ مصرف سره ترسره شي. دشلمې پيړي په اواخروکې نړي يوتکنالوجيکي انقلاب تجربه کړچې علمي خارق العاده اوچټک پرمختگونه رامنځته شول .لکه: کمپيوترونه ،دلروفاصلوارتباطي وسايل ،ماشين آلات ،ليزراشعه،نوي مواداوداسې نورودنړي دهيوادونوپه اقتصادي پرمختياکې يوسترتحول رامنځته کړ.
څرنگه چى افغانستان د وروسته پاتې هيـوادونو له جملي څخه دى او طبيعي خبره ده چى په وروسته پاتې هيـوادونو کى د توليد عوامل په کافي مقدارسره نه وي موجود. د توليد عوملو د جملي څخه يو عمده او مهم عامل پانګه ده چى بې غير د پانګې څخه مونږ نه شو کولۍ چى د توليد پروسه پر مخ بوځو.څرنگه چى تاسي ته معلومه ده افغانستان په تيرو دريو لسيزو کى د بدبختيو او جنگونو شاهددي چى پدي تيرو دريو لسيزو کى دبدو امنيتي حالا تو له امله افغانستان څخه پانګه خارج ته انتقال شويده.اوس مهال چى افغانستان له يوي خوانه د پرمختگ