د میدان وردګو ولایت د روغتیا په برخه کې د خصوصي پانګونې په وړاندې شته ستونزې او حل لارې
1404/01/10 اقتصاد

لکه څرنګه چي د نړۍ په زياتره هيوادونو باالخصوص په پرمختیایي هيوادونو کې د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ د موثرو او مهمو عواملو له جملې څخه يو هم پانګونه ده چي ننی نړۍ له هغې څخه موثره او مناسبه استفاده کړې چې په نتيجه کې يې ستر اجتماعي او اقتصادي بدلونونه رامنځ ته کړي او دخلکو د ژوند په سطحه يې مثبته اغيزه کړې ده.چي په همدې ترتيب زمونږ په هيواد افغانستان کې هم يو زيات شمير ولايتونه شتون لري چي د هيواد پانګوالو او لوړ عايد لرونکو خلکو د خصوصي سرمايه ګزاری په برخه کې په کافي اندازه توجو نه ده ورته کړې

د نړیوالتوب اغیزې په نویو صنعتونو باندي
1404/01/10 اقتصاد

د نړیوالتوب اغېزې په صنعتونو باندې په دوه اړخیزه توګه څرګندېږي. د فرصتونو په لحاظ، دا د بازارونو پراختیا، د نوو ټیکنالوژیو لاسرسی، د نوښت پیاوړتیا، د صادراتو زیاتوالی او د تولید په برخه کې د پرمختګ امکانات رامنځته کوي. همدارنګه، د نړیوالتوب له امله صنعتونه د سیالۍ زیاتوالی، د تولید لګښتونو کمول، د کارمندانو د مهارتونو لوړول او د شفافیت او قانوني معیارونو پوره کولو ته اړ کیږي. په ټولیزه توګه، د نړیوالتوب له لارې صنعتونه کولی شي په نړیواله کچه ځان ته د ودې او پراختیا فرصتونه رامنځته کړي، خو د دې ل

د( ۱۳۹۸ -۱۴۰۰ ) کلونوپورې د هیواد په اقتصادي وده باندې د بهرنیو پورونو داغېزو بررسي
1404/01/10 اقتصاد

دا څېړنه د افغانستان په اقتصادي وده باندې د بهرنیو پورونو د اغیزو د مطالعې په موخه ترسره شوې. په ځانګړي توګه، دا څېړنه د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو پورې د اقتصادي شاخصونو تحلیل کوي دا ښيي چې بهرني پورونه په اقتصادي فعالیتونو، پانګوونې، او بنسټیزو پروژو باندې مثبت اغیزه لري. د دې څېړنې لپاره ترکیبی تحلیل دواړه کارول شوي دي. د افغانستان د احصایوي ادارو، نړیوالو اقتصادي بنسټونو، او بانکونو څخه اړین مالي او اقتصادي معلومات راټول شوي دي

د وردګو ولایت د ښاروالی د عوایدو تحلیل( (1402_1400پورې
1404/01/10 اقتصاد

د وردګو ولایت د ښاروالی د عواید تحلیل د ۱۴۰۰ - ۱۴۰۲ کلونو لپاره یوه مهمه څېړنیزه موضوع ده چې په دې موده کې د ښاروالی عواید، لګښتونه، او د عوایدو د زیاتوالی اړوند تدابیر تحلیلوي. دا څېړنه د عوایدو د مدیریت په برخه کې د احتمالي پرمختګونو او ستونزو په اړه ارزونې وړاندیز کوي.د دې څېړنې اصلي موخه د وردګو ولایت د ښاروالی د عواید او لګښتونو دقیق تحلیل دی ترڅو د عوایدو د زیاتوالی او د لګښتونو د کنټرول په برخه کې غوره تګلارې وموندل شي. په ځانګړې توګه، څېړنه به د ښاروالی د عوایدو راټولولو او مصرفولو په بر

د افغانستان په مالیاتي سیستم کې د رامنځه شوو اصلاحاتو بررسي او د دولت په مالیاتي عوایدو باندې یی اغیزې له( ۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ ل،ل)
1404/01/10 اقتصاد

د مالیاتي سیستم اصلاحات د دولت د عوایدو د زیاتوالي، اقتصادي ثبات، او اداري شفافیت لپاره حیاتي رول لري. افغانستان د ۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ کلونو ترمنځ د مالیاتي اصلاحاتو مختلف اقدامات ترسره شوی ، چې موخه یې د مالیاتو راټولولو موثریت لوړول، د فساد مخنیوی، او د عوایدو منابعو پراخول دي.د دې څېړنې اساسي هدف د افغانستان د مالیاتي سیستم د اصلاحاتو تحلیل او د هغو اغېزو ارزونه ده. څېړنه هڅه کوي معلومه کړي چې دغه اصلاحات څومره مؤثر دي، څنګه د دولت د عوایدو پر زیاتوالي اغېز لري، او د مالیاتي پروسو شفافیت او حساب ورکو

د ۱۴۰۲ کال په جریان کې د افغانستان په اقتصادي وده باندې د وچې میوي د صادراتو د اغېزو مطالعه
1404/01/10 اقتصاد

دغه څېړنه د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اغېزې د ۱۴۰۲ کال په اقتصادي وده کې ارزوي. د څېړنې اصلي موخه دا ده چې د وچې مېوې د صادراتو پراختیا، د عایداتو زیاتوالي، او د اقتصادي ودې ترمنځ اړیکه روښانه کړي. څېړنه د کتابتونې میتود پر بنسټ ولاړه ده او یوازې د دوهم لاس معلومات لکه کتابونه، انټرنیټي سرچینې، دولتي راپورونه، او صادراتي احصائیې کاروي. د څېړنې د اجرا کولو په بهیر کې د احصائیوي تحلیل او کیفي ارزونې طریقې کارول شوي دي ترڅو د وچې مېوې د صادراتو اقتصادي اغېزې په دقیق ډول وارزول شي.

د سازمانونو د اجراتو په ښه والي باندې د تغیر مدیریت اغیزې ( د غزني ولایت د مستوفیت په بیلگې سره)
1404/01/10 اقتصاد

دا څېړنه د غزني ولایت د مستوفیت په اداره کې د مدیریت د تغییر اغیزې او تاثیرات څېړي. د دې څېړنې موخه دا ده چې د دي څیېړنې موخه د سازمانونو کړو په ښه والي باندي د تغیر مدیت د اغیزو معلومول دي . دا څېړنه یوه "تطبیقي او تشریحي" څېړنه ده. د تطبیقي څېړنې موخه دا ده چې عملي ستونزې په نښه کړي او د حل لارې چارې ورته پیدا کړي. په دې څېړنه کې د غزني ولایت د مستوفیت د سازمان د اجراتو ښه والي لپاره د تغیر مدیریت اغېزې تحلیل کېږي، چې دا ډول څېړنه د موجودو ستونزو د تشخیص او د هغو د حل لپاره عملي وړاندیزونه وړا

د کوچنیو کاروبارونو د اقتصادی اغېزو مطالعه
1404/01/10 اقتصاد

دغه مونوګراف د کوچنیو کاروبارونو د اقتصادي اغېزو په اړه بحث کوي، چې د میدان وردګ ولایت د بیلګې په توګه تحلیل شوی دی. څېړنه په دې تمرکز لري چې کوچني کاروبارونه څنګه د سیمې د اقتصادي وده، د بې‌کارۍ کمولو، او د خلکو د عایداتو زیاتوالي کې مهم رول لوبوي. همدارنګه، څېړنه په ګوته کوي چې کوچني کاروبارونه د کورنیو اقتصادي ثبات ته د ودې ورکولو تر څنګ د سیمه‌ییزو بازارونو په پیاوړتیا کې اغېزناک دي.

د افغانستان په اقتصادی پرمختیا کې د هوایي شرکتونو رول (۱۴۰۱ - ۱۴۰۲)
1404/01/09 اقتصاد

د دې څېړنې موضوع د افغانستان په پرمختیا کې د هوايي شرکتونو رول تحلیل کول دي. په تېرو څو کلونو کې، د هوايي ترانسپورت سکتور د افغانستان په اقتصادي، ټولنیز، او فرهنګي پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. دا څېړنه به د ۱۴۰۱ - ۱۴۰۲ کلونو په اوږدو کې د هوايي شرکتونو اغېزې، ننګونې، او فرصتونه وڅېړي.دا څېړنه د ترکیبی څېړنیزو میتودونو په مرسته ترسره کېږي.

له (۱۴۰۱- ۱۴۰۲) کلونو پورې په کوچنیو کاروبارونو باندې د مالیاتو د اغېزومطالعه
1404/01/09 اقتصاد

کوچني کاروبارونه د شخصي مالکیت، شراکت او پرچون فروشی په توګه تعریف شوي دي دا کاروبارونه عموماً هغه کاروبارونه دي چې په انفرادي ډول سره پر مخ وړل کیږي نسبت منځنیو او لويو کاروبارونو ته د تولید مقدار، دکارکوونکو تعداد او کلنی عاید کم وي. دا مونوګراف د (۱۴۰۱ – ۱۴۰۲) کلونو پورې په کابل ولایت کې په کوچنیو کاروبارونو د مالیاتو د اغېزو مطالعه کوي. څېړنه د مالیاتي سیستم، د مالیاتو د کچې، د کاروبارونو د عایداتو، پانګونې، او بقا ترمنځ اړیکه څېړي.

له ۱۳۹۸-۱۴۰۲ کلونو پورې د افغانستان په ملي عاید کې د ځمکني ترانسپورت د عوایدو بررسي
1404/01/09 اقتصاد

افغانستان په وچه کې ایسارLand-locked غرنی، دسختو پیچومو او لارو لرونکی او پرمختیایی هیواد دی، نو له دې کبله په افغانستان کې تر ډېره ځمکنی ترانسپورټ څخه استفاده کیږي چې عموماً د سړکونو له لارې ترسره کيږي، نو افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د ستراتيژۍ پر بنسټ دغه هېواد د زرهاوو کيلو مټرو په اوږدوالي سيمه يیز، ولايتي او محلي سړکونه لري چې کولی شي د هېواد له بېلابېلو سيمو سربېره منځنۍ آسيا له سويلي آسيا سره ونښلوي. نو له دې کبله د مسوولو ادارو په هڅو له دغې شبکې څخه په استفادې له ځمکني ترانسپورت څخه ی

له ۱۳۹۹ - ۱۴۰۲ کال پوری په غزنی ولایت کی د وچی میوي کاروبارو په اقتصادی اغییزی
1404/01/09 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کلونو پورې په غزني ولایت کې د وچې میوې کاروبار او د هغې په اقتصادي اغېزو تمرکز کوي. د دې څېړنې موخه د وچې میوې سوداګرۍ د پراختیا عوامل، اقتصادي اغېزې، او د دې سکتور مثبتې ګټې څرګندول دي. څېړنې څرګنده کړې چې د دې مودې په ترڅ کې د وچې مېوې سوداګرۍ د غزني په سیمه‌ییز اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ راوستی دی. د کار او روزګار فرصتونه یې رامنځته کړي، د خلکو د عایداتو په زیاتوالي کې یې رغنده ونډه لوبولې، او د سیمې کرنیز سکتور یې پیاوړی کړی دی.

نمایش 12 رکورد از 239 رکورد