په اقتصادي پرمختيا کي دکرنيز سکتور رول
1404/01/10 اقتصاد

په پرمختيائي هيوادونوکي دکرني په برخه کي زياتي ستونزي وجودلري لکه کرنه ميکانيزه نده دکرني لپاره اصلاح شوي تخمونه وجودنلر ي،پټه بي کاري په کي زياته ده که چيري پورتني ستونزي چي په اوس وخت کي دپرمختيائي هيوادونوپه کرنيزسيستم کي وجود لري اصلاح شي نودکرني سکتورهغه ونډه چي په اوس وخت کي ئي دپرمختيائي هيوادونوپه اقتصادي پرمختيا لري

په پرمختياي هيوادوکي دخارجي تجارت ستونزي
1404/01/10 اقتصاد

دنړي پرمختياي هيوادونه له يوخوپه خپل مينځ کي اوله بلي خودصنعتي هيوادوسره څواړخيزي سوداګريزي اړيکي لري ،ځکه له يوي خوپه نړيواله کچه دکارويش داړيکي ايجابوي اودبلي خوداچي دتکنالوژي فهم ،دانش اوقدرت په نړيواله کچه ډيرزيات توپيرلري ،چي دموضوعات هم دبهرنيواړيکوپه پراختياددي هيوادوپه مينځ کي لازمي بولي په نړيول تجارت کي دصنعتي هيوادوونډه ډيره زياته ده چي په اخروکلونوکي دهغوي ونډه ډيره زياته کمه شويده

په پرمختياي هيوادونوکي دانفلاسيوندرامينځته کيدوعوامل
1404/01/10 اقتصاد

څرنګه چي دانفلاسيون عوامل زيات دي ، مګر په اکثروهيوادوکي شديد انفلاسيون دداخلي اوخارجي جنګونو ، انقلابونو اوسياسي بي ثباتي په وجه رامينځته کيږي ، ځکه چي جنګونه او بحرانونه ددي سبب کيږي چي ددغو هيوادو حکومتونه د جنګ لپاره خپل مصارف لوړ کړي .همدارنګه دجنګ اوسياسي نا ارمي يه دوران کي ديوي خو اددغوهيوادونو توليدات اوصادرات کميږي اودبلي خوا دحکومت عايداتي منابع ( ماليات ) هم کميږي چي داهم په بوديجه کي کسر رامينځنه کوي ، چي دحکومت لپاره دبوديجي دکسر دپوره کولو اسانه لار دپيسو دمقدار ډيرول دي

په تجارت کي دملي اقتصادي سکتور اهميت
1404/01/10 اقتصاد

په خلاصه توگه ويلي شوچې تجارت ديوهيوادپه پرمختگ کې رغنده رول لوبوي .په يوهيواد کې دتجارت په پراختياسره خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي . اوپه همدي ترتيب دتجارت په پراختيا سره صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې دهغې په وجه خارجي اسعارلاسته راځي چې دهغي په وسيله سرمايوي اجناس واردولي شو . تجارت دملي اقتصاد دټولوسکتورونودرشد اوانکشاف باعث گرځي

پيسي او دهغي رول په ملي اقتصاد کي
1404/01/10 اقتصاد

دخپلوضرورتونودرفع کولو په خاطرانسان ديته مجبوروي چې په ټولنه کې داسې څوک پيداکړي چې ددوي دضرورت وړجنس ولري . اوددي سره موجودجنس ته ضرورت ولري . ترڅوددواړوترمنځ دضرورت وړاجناس تبادله شي . هغه سيستم چې په هغه کې په مستقيم ډول سره جنس په جنس بدليږي بارترسيستم يا جنسي تبادلي په نامه ياديږي . په ابتداکې دجنسي تبادلي په صورت کې مشکلات کم وو.دنفوسوپه په زياتيدودکارتقسيم ،دټولنيزپرمختگ سره سم دانسانانوضرورتونه اضافه اوپه جنسي تبادله کې زيات مشکلات رامنځته شول جنسي تبادله داقتصادي پرمختگ په لاره کې ديوخن

ټکنالوژي رول په اقتصادي پرمختيا کي
1404/01/10 اقتصاد

لکه څرنگه چې تکنالوجي په اقتصادي پرمختياکې ديواساسي عامل په توگه پيژندل شوي ده اودهغې اغيزې موږپه خپل چاپيريال کې گورو.تکنالوجي دتخنيک داستمال طريقه ده چې په کم مصرف سره زيات توليداوياعين توليد په لږ مصرف سره ترسره شي. دشلمې پيړي په اواخروکې نړي يوتکنالوجيکي انقلاب تجربه کړچې علمي خارق العاده اوچټک پرمختگونه رامنځته شول .لکه: کمپيوترونه ،دلروفاصلوارتباطي وسايل ،ماشين آلات ،ليزراشعه،نوي مواداوداسې نورودنړي دهيوادونوپه اقتصادي پرمختياکې يوسترتحول رامنځته کړ.

خارجي پانګه اچونه او دهغي اغيزي په اقتصاد باندي
1404/01/10 اقتصاد

څرنگه چى افغانستان د وروسته پاتې هيـوادونو له جملي څخه دى او طبيعي خبره ده چى په وروسته پاتې هيـوادونو کى د توليد عوامل په کافي مقدارسره نه وي موجود. د توليد عوملو د جملي څخه يو عمده او مهم عامل پانګه ده ‌ چى بې غير د پانګې څخه مونږ نه شو کولۍ چى د توليد پروسه پر مخ بوځو.څرنگه چى تاسي ته معلومه ده افغانستان په تيرو دريو لسيزو کى د بدبختيو او جنگونو شاهددي چى پدي تيرو دريو لسيزو کى دبدو امنيتي حالا تو له امله افغانستان څخه پانګه خارج ته انتقال شويده.اوس مهال چى افغانستان له يوي خوانه د پرمختگ

دافغانستان په ملي اقتصاد کي دکرني رول
1404/01/10 اقتصاد

لکه څرنګه چې افغانستان يوزراعتي هيوادده اوزيا ت تعداد وگړي يي په کرنه کې بوخت دي نودزراعت دسکتوردمکانيزه کولوله امله اودمؤثرې اومناسبې تکنالوجي څخه استفاده لکه اصلاح شوي تخمونه ،کيمياوي سرې ،دآفاتودمخنيوي دواگاني اوداسي نورڅخه استفاده دزراعتي محصولاتودتوليد په حجم کې زياتوالي راځې اودادهقانانواوعامه وگړوپه اقتصادي وضعه کې ښه والي راولي . همدارنگه دزراعت په مکانيزه کول سره دزراعتي مختلفو محصولاتوپه توليد کې زياتوالي راځي چې په ملک کې دخلکو دضرورتونوپه رفع کولوکې مرسته کوي

دافغانستان دملي انکشاف تګلاره
1404/01/10 اقتصاد

دامنيت دتامينولو لپاره صلح ،ارامي او عدالت په ټولنه کي مهم دي چي په هغي کي دولت بايد په انحصاري ډول قوت ولري او ددي تر څنګ دعوامو دحقوقو حفاظت هم وکړي هدف زمونږ ه دادي چه دفغانستان په جهان کي ديو اسلامي صلح پسند هيوادپه ډول نوپيژندل شي.چي دناتواوايتلافي ځواکونو دامر يکي په رهبري سره غواړو چه دتروريزم او دموادمخدر په ضد رپه ضدواوسي . تر څومونږ ه په اينده کي بين المللي قواووته ضرورت ونلرو او په خپله دبين المللي اتحاديي يو ستراتيژيک او متحد هيوادواوسو .

دافغانستان نړيوال بانک
1404/01/10 اقتصاد

افغانستان په تيرو دوه لسيزو کې د هر ډول ورانى سره مخامخ شوى ؤ. زمونږ لپاره د خوښى ځاى دى چى اوس ګرانو هيوادولو ته دا زرين چانس برابر شوې چى خپل هيواد بيا آباد او سمسور کړى .د هيواد ابادى او سمسورتيا لپاره بايد مختلف سکتورونه (صنعتى ،تجارتى ،سياسى ،فرهنګى ،ټولنيز او په پوره ډول ورغول شى تر څو يو سالم پرمختګ ته لاره هواره شى څرنګه چى زمونږ رشته اقتصاد ده نو بايد د اقتصادې انکشاف په لارو چارو ځان پوه کړو ،او بيا‌‌‌‌يي عملى کړو ، بانکونه هم په اقتصادى پرمختګ کې تر ټولو فعاله ونډه اخلى

دبرټن وډز کنفرانس
1404/01/10 اقتصاد

د ١٩٤٠ د لسمى په اخر کى او ١٩٥٠ لسمى په منځ کى د فنډ د غړو هيوادونو په پاليسو باندي اثرات ډير محدود وه فنډ کسر لرونکو هيوادونو ته دډيرو سختو شرايطو لاندى قرضونه ورکړو.د ١٩٥٠ د منځ نه ده ١٩٦٠ ترمنځ پورى په تجارت باندى د پابنديو د ختمولو په سلسله کى اقدامات وشول.

اقتصادي نظامونه
1404/01/10 اقتصاد

بحران اقتصادی یک پدیده ناموزون اقتصادی است که جوامع واقتصاد کشورها وملت های مختلف جهان را همواره تحت تاثیر قرار داده است ونظام های اقتصادی را با خطرات جدی وحتی به سوی انحطاط وسقوط رهنمایی نموده است این پدیده شوم اقتصادی دردوره های مختلف تاریخ اقتصادی اروپا به تکرار یاد شده است که هر دوره آن یک سری مشکلات وپرابلم ها را برای کشورهای اروپایی به وجود آورده است واین امر سبب شده که این کشورها درعرصه مهار وکنترول ویا پیش بینی این پدیده تجربه زیادی راکسب نماید که امروز میتواند برای کشورهای روبه انکشا

نمایش 12 رکورد از 239 رکورد