ښاغلى جهاني كه په خپل هيواد او هيوادوالو كښي منلى او د اوسمهال د پياوړو، غښتلو او سرواله شاعرانو او ليكوالانو څخه ګڼل كيږي، د هيواد د پولو څخه په هغه خوا هم د ښه نامه څښتن دى، دغه ليكنه كندهار ته د 1384 ل كال كي د دوى د راتلو پر مهال د غوايي د مياشتي پر (14مه) نېټه په تېرو درو كالو كښي په پرله پسې توګه د درېيم ځل له پاره د اطلاعاتو او كلتور رياست له لوري د دوى په وياړ د يوې درنې او لويي شعرغونډي د پيلېدونكي وينا په توګه ما عبدالمجيد بابي واورول،
د معلوماتو په رسولو کې د هنري نثر پر ځای په ساده نثر کې په اسانه توګه معلومات وړاندې کېږي او لوستونکی ترې هم په اسانه پیغام اخیستی شي، خو هنري نثر څخه هر سړی ژر معلومات نه شی اخیستي او زیاتره ساده نثرونو باندې اوسنۍ علمي، ژورنالستیکي او د قوانینو او د ژوند د نورو مهمو برخو لیکنې کېږي، خو که په هنري نثر ولیکل شي څوک پرې سم پوهیدای نه شي د نمونې په توګه لومړی د ساده او بیا د هنري نثر نمونې وړاندې کوو:د کیسې دغه ډول، په اوسني مفهوم په نولسمه میلادي کې رامنځته شوی.
په لوېدیځ کې د ماډرنېزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهانشمونه تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې پر طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې دمنځنۍ او اوسني ادب ترمنځ پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو دمنځنۍ او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو. د پښتو ادب څېړونکو او مورخ
په لوېدیځ کې د ماډرنېزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهانشمونه تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې پر طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې د پخواني او اوسني ادب ترمنځ پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو د پخواني او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو
که څه هم له ډېرو کلونو را هیسې تصوف او ادب او په تېره بیا د ادب یو جز شعر او تصوف یو له بل سره غاړه غړې شوي دي؛ خو د دې غاړه غړې کېدو د لاملونو په اړه یې لا تر اوسته پورې د ځینو څېړونکو سره پوښونې موجودې دي. هغه هم په داسې حال کې چې زموږ او ستاسو د پښتو او دري ژبو د ادبیاتو ډېره بډایه برخه عرفاني او تصوفي ادبیات دي، ښايي د دې یولامل دا هم وي چې افغانان له لویه سره خدای)ج( پالونکی او په دین مین خلک دي؛ نو ځکه به یې د ادبیاتو ډېتره برخته هم د نورو اولسونو پر خلاف چې هغوی یوازې د روحي تسکین وسیله
این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱ مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است ---------------------------------------------
خو شحال خان خټک د هند د مغلی پاچا نورالدین جهانګیر د سلېنت په دوره کی د هجری قمری (۱۰۲۲) کال د دوهمی خور په میاشت کی (چی د ۱۶۱۳ عیسوی کال د می-جون سره مطابق کوی) دا کوړی په سرای کی زیږیدلی دی. د پورتنی قصیدی څخه ښکاری چی ملک اکوړی د اکبر بادشاه په دور کی د خپل لیاقت په وجه د خټکو د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د خوشحال پلار شهباز خان او نیکه یی یحیی خان د مغلو د اتوری منصبداران ؤ. خوشحال په (۱۰۷۹) کې خپل وطن ته داستون شو
دا چې هر ليکوال د يو ځانګړي سبک او طرز څښتن وي ، خو ددې سره سره د يو داسې لوی سبک ځانګړنې هم لري چې په ټولنه کې د هماغه ستر او پراخه سبک په نوم شهرت پيدا کړي.اجمل خټک هم په خپلو ليکنو کې په موجوده نظام د انتقادي ريالېزم درجه هغه اوج ته رسولې ده، چې د انقلابي روح په ګدولو يې د ټولنيز ريالېزم درجه ورکړې ده.سوسيالېستي (اجتماعي ريالېزم) د ادب د تيورۍ په اصطلاح غالباً په همدغه نامه ياديږي، د واقعيت سره د رابطې لرلو په مناسبت د ادبي انکشاف په تاريخ کې د ريالېزم لويه پوړۍ ده ، چې د شلمې پېړۍ په سر کې خ
ژبه او ادب د انساني کلتور او تمدن دوه اړین او لازمي اړخونه دي. دا دوه سیمې په کلکه یو له بل سره اړیکه لري او په یو بل باندې ژورې اغیزې لري. د ژبې او ادبیاتو ترمنځ د اړیکو په اړه څیړنه یوه مهمه څیړنه ده او د نړۍ د ډیرو پوهانو، لیکوالانو او څیړونکو پام یې ځانته اړولی دی. د دې څیړنې موخه د ژبې او ادب د متقابل نفوذ او د ادبي اثارو په ښه پوهیدو کې د دې اړیکو اهمیت پیژندل دي. څاروي غږونه جوړوي, چې د خپلې ډلې دې نورو غړو سره اړیکه ونیسي. انسانان د نورو انسانانو سره د خبرو اترو لپاره غږونه کاروي. په هرص
ژوند زموږ د ژواک د سرشنو یو سپېڅلی کتاب دی او ښه شاعر ددغه کتاب مفسر دی- د شاعر لويه بریا د هغه د پلټنې زور(قوت او انکشاف) دی. هر څوک د ژوند دغه پلټنه نه شي کولاۍ ښه شاعر د ژوند په پټو او ښکاره ټولو رازونو پوه وي او خپل خیال موږ ته په داسې ښکلې لفظونو کې وړاندې کوي. چې زموږ ټولې پټې ارادې او قوتونه راڅرګند کړي او له ځانه سره مو د ژوند د ښايست په نندارو ودروي.
د دې څېړنې موخه د عبدالله بختاني د فعالیتونو په اړه معلومات ورکول دي.استاد بختاني صاحب ؛ د هیواد او سیمې مشهور دانشمند ، د ژبو ، ادبیاتو او تاریخ تکړه څیړندوی ، منلی شاعر ، ماهر ژونالیست او فرهنګي ټولنیز ملی شخصیت دی .هغه په پښتو او دري ژبو نظم او نثر لیکي او څیړنې کوي . له عربي او روسي ژبو څخه یې علمې څیړنیزې او ادبي ترجمعې کړي دي .
د پښتو ژبې ادب ډېر شاعران لري او هر يو يې ډېر کتابونه لري. زموږ وظيفه دا ده چې دومره کتابونه چې لا نه دي معرفي شوي، په دې سره پښتو ژبه ښه شي. د دې څېړنې اهميت د خيبري د اثارو پېژندنه او د غوث خيبري پېژندنه ده، چې خلک د دې شاعر له اثارو سره اشنا کوي او لولي يې. د پښتو ژبې د شاعر "غوث خیبر" په اړه څېړنه ډېره مهمه بلل کېدای شي، ځکه دا ډول څېړنه د یوې ټولنې په ادب او فرهنګ کې د یوه شاعر د ژوند، کارونو او اغېزو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کولای شي