این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است
---------------------------------------------
صدام حسین د ۱۹۷۹م کال څخه تر ۲۰۰۳م کال پورې د عراق واکمن و، چې د خپل حکومت پر مهال یې د استبدادي واکمنۍ، پوځي یرغلونو، قومي او مذهبي اختلافاتو، او نړیوالو بندیزونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و. د هغه واکمني د سخت دریځۍ، سیاسي مخالفینو ځپلو، د بعث ګوند انحصاري واک، او د نړیوالو قوتونو له مخالفت سره هممهاله وه.د ۲۰۰۳م کال د مارچ په میاشت کې، د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف پر عراق یرغل وکړ، چې د څو اونیو جګړې وروسته د صدام حسین حکومت ونړید. د دغه حکومت سقوط نه یوازې د عراق دننه بلکې په سیمه او نړۍ کې ژورې پایلې لرلې. د دې سقوط تر شا بېلابېل داخلي او بهرني عوامل رول لري، چې د عراق د سیاسي بېثباتۍ، د ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو، او د نړیوالو سیالیو له امله پېچلي شوي دي.په دې مونوګراف کې به وڅېړل شي چې د صدام حسین د حکومت سقوط ته کوم داخلي او بهرني عوامل لار هواره کړه؟ ایا د هغه د رژیم سختدریځه پالیسي د سقوط اصلي لامل و، که د نړیوالو قدرتونو مداخله اساسي رول ولوباوه؟ د دې څېړنې اهمیت دا دی چې د تاریخ له تجربو زده کړه وشي او وښيي چې استبدادي واکمنۍ څنګه پای ته رسېږي او څه ډول پایلې لري.
اصلی پښتنه
د صدام حسین د حکومت د سقوط عوامل څه دي او څنګه یې سقوط وکړ؟
فرعی پوښتنې
د صدام حسین حکومت د سقوط د عواملو په اړه تر دې دمه په پخوانیو داخلي او خارجي آثارو کې تر کومه حده چې ما مطالعه کړل که څه هم په کافي اندازه اړین او لازم معلومات شتون لري. مګر بیاهم اړینه ده پدې اړه په پښتو ژبه لیکنې وشي. هغه اثار چې پدې اړه له کافي معلوماتو څخه
برخمن دي په لاندې ډول ترې یادونه کوو.
محمود حکیمي چې د» نګاهی به تاریخ معاصر جهان یا بحران های عصر ما «په نوم لیکنه یې په » نګاهی به تاریخ معاصر جهان یا بحران های عصر ما « محمود حکیمي چې د ۱۳۹۰ کال کې د کتاب په بڼه خپره کړې ده پکې یادونه شوې چې د صدام حسین حکومت د سقوط
عواملو څخه یو ستر عامل دا وو چې په عراق باندې د اټومي اسلحو لرلو د تور او شک وو او همدارنګه په صدام حسین باندې تور پورې شوی وو چې نړیوالو متخصصینو او څارونکو ته د پلټنې اجازه نه ورکوي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د عراق له خوا پر کويټ له بريد وروسته، په نړيواله
کچه د صدام حسين د حکومت کلک مخالفت پيل شو. نړيوالې ټولنې دا يرغل وغانده او په ۱۹۹۱ ز
کال کې د متحده ايالاتو په مشرۍ يو پوځي ائتلاف د خليج جګړه پيل کړه، تر څو عراقي ځواکونه له کويټ نه وباسي. د خليج له جګړې وروسته، متحده ايالاتو او متحدينو يې هڅه وکړه چې، صدام حسين د مهار کولو په سياست سره تر خپل واک لاندې ونيسي. په دې تګلاره کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا ډېر اقتصادي بنديزونه، پر عراقي سيمو د نه الوتنې پریکړه عملي کول، کوم چې د متحده ايالاتو او بریتانیې له خوا اعلان شوې وه، تر څو د عراقي کردستان کردان او په سويل کې شيعه ګان د عراق د حکومت له هوايي بريدونو نه خوندي کړي او د څېړنو دوام، تر څو د دې
ډاډ تر لاسه شي چې د عراقي ډله یيزو ويجاړيو وسلو په اړوند د عراق حکومت د ملګرو ملتونو له پریکړه ليکونو سره سم عمل کړی دی. دا څېړنې د ملګرو ملتونو د ځانګړي کميسيون (UNSCOM) له خوا تر سره کېدې. (UNSCOM) د اتومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره په همغږۍ په ګډه کار وکړ، تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې عراق خپلې کيمياوي، بيولوژيکي او اتومي وسلې او تاسيسات ويجاړ کړي دي. )حکیمی، ۱۳۹۰ ، ص ۲۴ )
مجید محمدي په ۱۳۸۹ په نوم لیکنه د کتاب په بڼه لیکنه خپره کړې » میان دو اقیانوس « کال کې د
د صدام حسین د حکومت د سقوط په اړه په کویټ باندې د عراق د برید څخه یادونه شوې ده او
همدارنګه د صدام حسین د حکومت د سقوط له عوامل څخه د عراقي کردانو وژنه او د وژونکو
اسلحو درلودل دي. )محمدي، ۱۳۹۸ ، ص ۳۸ )
مصطفی دانش چې د» میراث جنګ سرد «په نوم لیکنه یې د کتاب په بڼه خپره کړې د صدام حسین، » میراث جنګ سرد « مصطفی دانش چې د امریکا او انګستان د متقابلو اړیکو په اړه پکې پوره معلومات وړاندې شوي دي. په یاده لیکنه کې یادونه شوې چې د امریکې ولسمشر جورج بوش او د انګستان لومړی وزیر ټونی بلیر په صدام حسین باندې ادعا درلوده چې تروریستي ډلو ته یې ځای ورکړی دی او همدارنګه شیعه ګان یې په ډله ایز ډول وژلي دي. د خليج په جګړې پسې لسيزه کې، ملګرو ملتونو د امنيت شورا شپاړس پریکړه ليکونه تصويب کړل، کومو چې له عراق نه د ډله یيزې ويجاړۍ د وسلو د بشپړې له منځه وړلو غوښتنه کوله. غړيو هېوادونو د کلونو په اوږدو کې له دې نه ناهيلي څرګنده کړه چې،ګوندې عراق د ځانګړي کميسيون د کارونو په وړاندې خنډونه پيدا کړي او د بې وسلې کولو د ژمنو عملي کولو په وړاندې يې جديت نه دی ښودلی. عراقي چارواکو د څېړونکو سپکاوی وکړ او د هغوی د کارونو مخه يې ونيوله. د ۱۹۹۸ ز کال د اګست په مياشت کې د عراق حکومت له څېړونکو سره همکاري کول وځنډول او ادعا يې وکړه چې، دا څېړونکي د متحده ايالاتو لپاره جاسوسي کوي. وروسته د جاسوسۍ تورونه ثابت شول . د ۱۹۹۸ ز کال د اکتوبر په مياشت کې، د عراق د آزادۍ د قانون په تصويب کولو سره د عراق د حکومت ړنګول د متحده ايالاتو د بهرني سياست رسمي برخه اووه نوي ميليونه ډالر » ديموکراتيکو مخالفو سازمانونو « وګرځېده. د دې قانون له مخې، د عراق داسې يوه طرحه جوړه کړي چې په عراق کې د ديموکراسۍ پر لور د لېږد ملاتړ « ورکړل، تر څو د متحده ايالاتو دا قانون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د .» وکړي ۶۸۷ پریکړه ليک سره په مخالفت کې و، کوم پریکړه ليک چې پر وسلو او د وسلو په پروګرامونو تمرکز کوي او د حکومتونو بدلون ته هېڅ اشاره نه کوي. د عراق د آزادۍ د قانون له تصويب نه يوه مياشت وروسته، متحده ايالاتو او نوم ورکړ. » د صحرا ګېدړعمليات « بریتانیې پرعراق هوايي بريدونه پيل کړل او دې عملياتو ته يې د د دې جګړې څرګند منطق دا و، تر څو د صدام حسين د حکومت د هغې وړتيا مخه ونيسي، چې کيمياوي، بيولوژيکي او هستوي وسلې جوړې کړي، خو د متحده ايالاتو استخباراتي مسئولينو هيله درلوده چې دا بريدونه به د صدام د وړتياوو له کمزوري کولو سره مرسته وکړي. )دانش، ۱۳۹۹ ، ص۱۱ )
خواجه بشیراحمد انصاري چې» د افغانستان در آتش نفت « نوم لیکنه یې د کتاب په بڼه خپره » افغانستان در آتش نفت « خواجه بشیراحمد انصاري چې د کړې ده، د عراق او منځني ختیځ د نفتو په اړه د امریکا پالیسي پکې په مفصله توګه تشریح شوې ده، په نوموړي کتاب کې لیکل شوي، کله چې په عراق کې د بعث رژیم رسماً ملي اعلان کړل دا کار فوراً د امریکا له مخالفت سره مخ شو او عراق یې له تروریزم څخه د ملاتړو هیوادونو په لیست کې په بلافاصله ډول شامل کړ. هر هغه هیواد چې د امریکا له لورې به ورباندې همدا تور پورې شو، په داخل کې به یې د امریکا له لورې د هر ډول قیامونو کلک او ښکاره ملاتړ کیده.
کتابتوني میتود: د دغې څېړنیرې رسالې د لیکلو لپاره مې بیلا بیل داخلي او خارجي کتابونه کتلې او
مطالعه کړي دي. تر ډیره بریده هڅه شوې ده چې په بیلا بیلو منابعو کې د نظر وړ موضوع په دقیق ډول مطالعه شي او د اړوندو منابعو ترمنځ مقایسه او په دقیق ډول تحلیل شي. په پایله کې مهمه او په زړه پورې منځپانګه ترې رااخیستل شوې او په مونوګراف کې ځای پر ځای شوې ده. د لیکوال د نوم له ذکرولو پرته له هیڅ کومې سرچینې څخه استفاده نده شوې. د هرې موضوع په پای کې د اړونده ماخذ یادونه شوې ده. د متن دننه ماخذونو کې د یو کتاب د لیکوال تخلص او د کتاب د نشر کال یادونه شوې ده.
له معتبرو انټرنیټي منابعو څخه استفاده: د دغې څېړنیزې رسالې په لیکلو کې د اړتیا په صورت کې د موضوضوعاتو او مفاهیمو د لا دقت، کره توب او درستوالې په موخه د انټرنیټ له متعبرو سایټونو څخه هم لیدنه کتنه او استفاده شوې ده.
دغه څېړنیزه رساله «د صدام حسین حکومت د سقوط عوامل» په اړه لیکل شوې ده. په دې څېړنیزه رساله کې د صدام حسین د حکومت د سقوط عوامل په ډیرو روښانه الفاظو سره تشریح شوي دي. د دغې څېړنې په ترسره کولو کې د کتابتوني میتود په کارونې سره له له کمي او کیفي میتودونو څخه استفاده شوې ده. لومړني معلومات به د ځينو تاریخ پوهانو له خولې مستقيماً را انتقال شي. او د دویمي معلوماتو په برخه کې د هیواد له معتبرو داخلي او اړونده خارجي کتابونو څخه به استفاده وشي.
اشتراکگذاری: