د سازماني کلتور اغيزې د کارمندانو د دندې په ثبات او وړتياو
1404/01/10

د سازماني کلتور اغيزې د کارمندانو د دندې په ثبات او وړتياو

توضیحات

 

دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.

واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.

-------------------------------------------------------------------------------------------

سازماني کلتو ر
سکنايدر ) ۱۹۸۳ ( سازماني کلتور داسې تشريح کړی چې، هغه ټاکلې طريقه يا لار ده کوم چې متشبث ته لارښونه کوي
چې خپل کاروبار څنګه مخته يوسي. د ډیسټانيک ) ۱۹۸۶ ( په اند کلتور د اتحاد سمبول دی. ګټکېنچ او ميلر ) ۱۹۹۰ )
داسې وايي چې کلتور د يو سازمان د روح نماينده دی. کرګو او موتوپا ) ۱۹۹۷ ( دا نظر ل ري چې سازمان او په سازمان کې
شمول خلک په يو بل مثبت تاثير لري چې دې سره سازمان يوه ښه نتيجه تر لاسه کوي .
کلتور په خپله د انسانانو د مجموعې څخه جوړ شوې چېرته چې هغوې د اوسيدلو يو شان ځای، يو شان نظر، او همدارنګه
يو شان چلند لري. يو څوک چې منصب ولري د يو مشخص کلتور سره په درجه، ارزښت، لرغونتوب او مذهب کې يو رقم
وي نو دا هغه فکتورونه دي چې دوې ته د نورو څخه توپير ورکوي. نو په دې اساس يو ملت د زياتو ملي کلتورونو لرونکی
دی چې د هغوې تر منځ مشخض ډول اړيکه څرګندوي .
اوس وخت کې ټولنه کلتور ته د مادي او معنوي چاپيريال په توګه ګوري چېرته چې د خلکو يوه ډله اوسيږي او يو بل سره
مرسته کوي، جورج ) ۲۰۱۳ (.د سازمان په مورد تحقيقاتو کې کلتور د تاثيراتو او مرستې ښودونکی دی د نماينده او د
هغوې تر منځ، د مشخصو موسساتو، د سازمان يا خدماتو تر منځ، چېرته چې کار ک وي .
په هر حال عصري سازمان او تجارتي شرکتونه کلتور ته په دې نظر قايل دي چې د اجتماع يو ځای يووالی او د هغوې
فعاليتونو ته وده ورکړل شي. د يو سازمان غوره تدبير لپاره مشخص کلتور کليدي نقطه ده تر څو د سازمان تحقيقات او
تصوير نورو ته وړاندي کړي، ترپ ) ۲۰۰۹ . ) .سازماني کلتور د ډېر وخت نه د څېړنې موضوع ده نو په حقيقت کې د کارمندانو
د ارزښتونو او توقعاتو تر منځ تفاوت د زياتو کلتوري شاليد ته په کتو په مسلسل توګه رفع شوې دي، تايب ) ۱۹۹۶ (. د
سازماني کلتور موضوع په اخ ر کې شايد د نړۍ په سطحه کاري تنظيماتو باندې تاثير ولري او د سازمان موثريت زيات
کړي، بليک ) ۱۹۹۲ (. اکثر وخت چې پيښيږي کارمندان د سازمان څخه د باندې نوي ميتودونو، فردي فکرونو، او کړو
وړو باندې غور نه کوي نو دلته د سازمان لپاره يو اساسي خن ډ چې د کارکونکو تر منځ د ګروپونو جوړول او په هماهنګۍ
5
سره د مختلفو معلوماتو څخه ګټه اخيستل دي مشکل کيږي، ګرن فيلډ ) ۱۹۹۶ (. په کاري چاپيريال کې د کارمندانو چلند
د درې ډوله کلتورونو په واسطه د اغېز لاندې راځي چې هغه ملي کلتور، مسلکي کلتور او سازماني کلتور دي، هوفسټېډي
( ۱۹۹۱ .)
تر هر څه مهم د يو شخص طبيعت او دندې باندې تاثير لرونکي عوامل د هغه خپله عقيده او چلند دی کوم چې د خپلې
کورنۍ څخه اغيزمن کيږي. په دويم قدم کې د يو مشخص نظر ته نه پاملرنه هم د يو شخص دنده کې تغيرات راوستلی
شي.
د مکتب له دورې څخه بيا تر مسلکيتوبه پورې کلتور د ټولو تر منځ شريک دی. په دې توګه کلتور د يو سازمان د کارمندانو
او مستهلکينو تر منځ د مسلکي اړيکو نتيجه ده چې د سازمان هدف او موخو د پوره کولو لپاره کلتور هم د تغير وړ دی. نو
د سازمان دننه کلتور باندې پوهيدل او په هغه عمل کول د کارمندانو لپاره يو مهم جز دی. له کلونو راهيسې د سازماني
کلتور په اړه مطالعه او تحقيقات د ارواپوهانو او ټولنپوهانو له ديدګاه هم تر سره شوې دي. په ۱۹۷۰ ميلادي کال لسيزه
کې په نړيواله سطحه د هيوادونو اقتصادي نظام پرمختګ او د سازمانونو تر م نځ د رقابت زياتوالي په زياته کچه کارمندان
مهاجرت ته اړ کړي دي، او د کارمندانو مهاجرت د غربي نړۍ په لور په حقيقت کې په کاروبار او موسساتو کې د زياتو
کلتورونو تبادله رامنځته کړه.د سازماني کلتور تر شا تحقيقات بايد تشويق شي ځکه چې دا مونږ ته د کارمندانو تر منځ د
همکاريو لړۍ او يو بل سره د هغوې چلند کوم چې د هغوې په کار او وړتيا او د سازمان په ثروت باندې اغېز لري دا
موضوعات واضح کوي، ترپ ) ۲۰۰۹ .)
په مسلسله توګه پوهان او لیکوالان د تجارتي او کاروباري فعاليتونو د لا زياتوالي لپاره د نوو طريقو د يادولو، علم تر لاسه
کولو، د ژوند اصول، تجربې او ارزښتونه د سازمان لپاره ضروري بولي چې د هغې جملې د ډيل او کنډي ) ۱۹۸۲ ) اوچي
( ۱۹۸۱ ( سکيل او اتوس ) ۱۹۸۱ ( نومونه يادولی شو. د يو سازمان کلتور د بنيادي امکان مثال لري چې د يوې ډلې لخوا
ورته وده ورکول کيږي، پيدا کيږي، او په داخل کې هماهنګي رامنځته کوي. په دې ډول کلتور خپله وظيفه په ښه او
علمي توګه تر سره کوي. د نوي خلکو څخه نوي څه زده کول او په عمل کې راوړل يوه مناسبه لار ده تر څو د سازمان
ستونزې رفع شي، سکين ) ۲۰۰۴ (. څنګه چې دلته ښودل کيږي چې کلتور يوه تحرک لرونکي پروسه ده چې د کارمندانو
تر منځ روابط او د نظارت د عمل په اساس نوره هم تشويقيږي. کلتور د کارمندانو لپاره يوه نقشه، جدول، اصول، رهنما او
معيار دی چې په چلند باندې يې ډېر تاثير لري، سکين ) ۲۰۰۴ (. ترپ ) ۲۰۰۹ ( هم د ډېرو تعريفونو څخه یو څو نقطې
مشخص کړي او دا ېي په ډاګه کړې چې سازماني کلتور د کلونو را پدې خوا د ودې په حال کې دی .
6
په لومړيو کې کې ټول په دې عقيده و چې سازماني کلتور د يو وړوکې ډلې لخوا رامنځته ش وی. د دې سربيره سازماني
کلتور د اجتماعي پرمختګ سبب کيږي، چې د يو سازمان د کارمندانو ساحې، تاريخ، کاري شرايط، او مشخصو فع اليتونو
څخه دا تشخيص شوي دي. په نتيجه کې د زياتو تعريفونو نه دا ثابته شوه چې د يو سازمان کلتور څو اړخونه اندازه کوي
او د زياتو روښانه، علمي او ستراتيژيکو سمبولونو درلودونکی دی. سازماني کلتور د عقايدو او مفکورو مجموعه ده، د کار
کولو انداز او اړيکي دي چې يو سازمان ته د بل نه امتياز ورکوي، هوفسټيډي ) ۲۰۰۱ (. د سازماني کلتور په اړه که
تحقيقات وشي نو دا مونږ ته يو څو فرضئې روښانه کوي لکه د دندې ثبات، توليد، سازماني تعهدات، کاروباري پلان او
داسې نور، لونډ او سیمس ) ۲۰۰۲ .)

خلاصه تحقیق

د مونوګراف اصلي موخه مې د سازماني کلتور او د هغې اغيزې د کارمندانو د دندې په ثبات او وړتياو باندې تاثيراتو ته کتنه ده. د سازماني کلتور رامنځته کول د يو بنسټ لپاره ډېر مهم دی تر څو په مارکيټ کې خپل ځای وساتي. سازماني کلتور دوامداره ودې او پراختيا ته اړتيا لري تر څو مربوطه سازمان په ښه توګه حمايت کړي. د يو سازمان په ترقۍ کې سازماني کلتور لا زمي دی. د سازماني کلتور د اهميت دليل دا دی چې کارمندان د خپلو وړتياو څخه ښه استفاده کوي او همدارنګه په سازمان کې د کارمندانو کنترول رامنځته کيږي

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده