این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است
که څه هم د نورو ټولنيزو علومو او فنونو په څېر ادب کومه داسې ټاکلې او ځانګړې پېژندنه ( تعريف ) نه لري چې په هر ځای او هر چېرې د هر چا لپاره د منلو وړ وي، خو ادبپوهانو او څېړونکو چې د ادب د کلمې د لغوي او اصطلاحي توضيح، تفسير او پېژندنې په برخه کې څه ويلي دي هغه ډېر مشترک ټکي لري
ادب په عربي ژبه کې د ښېګڼې او کناست او د ژبې او زړه ظرافت او ذکاوت ته وايي چې ظرافت و حسن تبادل يې لنډ لغوي تعريف دی.اما په اصطلاح کې ادب په دې ډول تعريف کيږي: ادب هغه پوهنه يا رياضت دی چې سړی د هغې په وسيله يو فضيلت او يوه ښېګڼه له ښېګڼو څخه مومي يا له تېروتنو او خطاګانو څخه ژغورل کيږي، خلاصه دا چې ادب د لغت له مخې هغه ښېګڼې ته وايي چې سړی له خطاګانو او بدو څخه ژغوري او ساتي او په خوی او خُلق پورې اړه لري، چې بيان يې د اخلاقو د علم کار دی او دلته په دې بحث اړه نه لري.
اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان په خپله وينا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه بلل کيږي چې د وينا ښه ولا ی او بدولا ی، غلط او صحيح، خوږولا ی او پيکه ولا ی ښيي او په منثور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت په وسيله وړاندې کيږي. پوهاند صديق لا له رښتين په خپل اثر پښتو ادب تاريخ کې ادب داسې راپېژني : (( ادب د عربو په لغت کې د پوهې، ځيرکۍ، بلنې او هر شي د اندازې ساتلو په ماناوو راغلی او په اصطلاح کې ادب پر دوه ډوله دی :
يو نفسي ادب دی چې اخلاقي فضيلت او ښېګڼې ته وايي او بل درسي ادب دی چې له دې څخه مطلب په ښه طريقه ويل او ليکل او خپل مطلب ښکاره کول دي.
د ادب د کلمې د اشتقاق په برخه کې ډېرې خبرې شوي دي يوه ډله لغات پوهان د ادب ريښه د اوستايي ( دب ) له رېښي سره مربوطه ګڼي چې د ليکلو مانا لري چې د دري ژبې په دبيستان کلمه کې چې د ليکولا ، منشي، ښوونکي او ښوونځي په مانا ده راپاتې ده، خو ځينې لغات پوهان وايي چې د ادب کلمه په اصل کې د عربي ژبې د هذب د لغت او ښتی شکل دی.د ادب څه دی؟ ليکولا چې ګڼ شمېر پېژندنې يې د ادب په اړ ه وړاندې کړي په يوه پېژندنه کې داسې ليکي: ادب د تاديب د خپل ځان يا جهان په هکله هغه اظهار دی چې پکې د هغې محسوسات، جذبات او تخيل ګډ وي هغه که په هره موضوع ليکي، ولې خلا ص د بهرني څيزونو او هم هغه شانتې په ساده ژبه، نقشه نه پېش کوي، بلکې خپل تخيل او احساس ورسره په داسې رنګ ګډ کړي چې د هر چا د خوند څيز شي. په دې اولنی اثر کوونکی څيز ښکلې شاعرانه ژبه او جذبه وي، په دې باندې په جذباتو کې هم هغه شانتې وړې لويې چپې پيداشي لکه چې اديب محسوس کړي وي
د ادب او ادبياتو د لغوي او اصطلاحي مانا په اړه په پايله کې ويلای شو ادبيات جمع د ادب ده او په نننيو ادبي څېړنو کې يوه ډېره عامه پېژندنه داسې ده چې ادبيات د اجتماعي علومو او فنونو د يوې سترې او مهمې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی چې ټولنيز واقعيتونه او حقايق پکې د ژبې په وسيله د ذهني تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي، يا په بله وينا هر هغه وينا چې شفاهي وي که تحريري، نظم وي که نثر، خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کيږي.
دا چې ولې دوى ته صوفيان وايي په دې باره کې ختيځ او لويديځ پوهان ډول ډول نظريات لري چې په لاندې ډول دي :
١:_د تصوف او صوفي کلمې د عربي ژبې له ( لا صوف) څخه اخستل شوي دي چې معنی يې د وړيو رخت دى د ډېرو څيړونکو خيلا دى چې صوف اغوستونکي ته صوفي ويل کېږي ،امام ابوقاسم قشيري او ابن خلدون رح په نظر تصوف له (صوف ) څخه زيږيدلى دى.
ابن خلدون رحمه لا له وايي :څرنګه چې د وړيو لباس د اهل تصوف لپاره ځانګړى و ، نو ځکه ورته صوفي وويل شو.(۸.مخ،١١)
٢:_ د تصوف او صوفي کلمې له (لا صفه )څخه اخستل شوي شيخ ابوبکر بن اسحاق بخاري فرمايي چې يوه ډله خلک په دې عقيده وو چې هغه صحابه کرام رضي لا له عنهم چې له هجرت څخه وروسته يې په مدينه منوره کې په يوې سر لوڅې صفې کې ژوند کاوه شپه او ورځ د لا له تعلا ی په عبادت بوخت و، څرنګه چې صوفيان هم ټول وخت په عبادت بوخت وي، نو د دوى په منځ کې څه ناڅه ورته ولا ى او يو رنګې موجوده وه، نو ځکه په دوى باندې د صوفيانو نوم کېښودل شو.
٣:_ د صوفي کلمه له (لا صف) نه اخستل شوې، چې صف کتار او سلسلې ته وايې، امام قشيري (رح) وايي: تصوف له صفه مشتق دى ځکه د صوفيانو زړونه د لا له جل جللا ه په حضور کې داعتبار له مخې په لومړي صف کې دي . (۸.مخ،١٤)
٤:_ د صوفي او تصوف کلمې له (صفت) څخه اخستل شوي دي ، څنګه چې دوى له خپل نفس او ناوړه هيلو سره د مجادلې او مبارزې په نتيجه کې له بدو او ناروا خويونونه پاک شوي او په ښو سپيڅلو اخلاقو او اوصافو يې ځانونه سمبلا کړي له دې کبله دوى د صفت وړ دي.
٥:_ تصوف او صوفي کلمې له (لا صفا) څخه اخستل شوي دي، څرنګه چې ددې خلکو زړونه د لا له جل جلا له د محبت او عشق په ډيوې روښانه او صاف شوي له دې کبله دوى ته صوفيان وايې
٦:_ د تصوف او صوفي کلمې له (صوفه لا قفاء) څخه اخستل شوي دي او د صوفه لا قفاء معنی دا ده چې د (څټ کوڅۍ) څرنګه چې د څټ کوڅۍ په لږ شان شملا ښوريږي او بېواکه وي ،همدارنګه د صوفي زړه هم نرم او عواطف يې ډېر وي.
٧:_ د صوفي کلمه د صوف (سوپ) کلمې ته منسوبه ده ، سوپ يوه زړه اريايي کلمه ده چې اوس هم په پښتو کې ژوندۍ ده او د سمڅې او غار معنا ورکوي دغه سوپ بيا په فارسي کې په صوف اوښتې او صوفي ورځنې جوړشوى يعني هغه څوک چې په سمڅو او غارونو کې د ګوښه ګيرۍ په حلا کې اوسي.
٨ :_ د صوفي کلمه له (صوفه )اخستل شوې او صوفه دعربانو د جاهليت په زمانه کې د يو سړي لقب و چي د د کعبې خدمت به يې کاوه تردې چې ټولو عربانو به ده ته په درنه سترګه کتل
۹:- د تصوف او صوفي کلمې له (صوفانه) څخه اخيستل شوي دي، چې صوفانه په عربو کې يو ډول ګياه اوسابه دي، نو له دې امله به صوفيانو په عربو کې پردغه ډول ګياه او سابو باندې د خوړلو پر وخت قناعت کاوه
۱۰:_ د صوفي او تصوف کلمې له (لا صفو)چې د تصوف مصدر ګڼي چې مانايې په مينه کې اخلاص، دوستي اوپه دوستۍکې اخلاص دى، ځکه مخلص دوست ته ((صفي)) ويل کېږي، .ددې تعبير له مخې صوفي هغه څوک دى چې له دنيا او اخرت (اجر او ثواب ) څخه بې نيازه اولا له جل جللا ه سره دوستي کوي او په هره چاره کې د لا له جل جللا ه د رضا غوښتونکى وي .
په اصطلاح کې صوفي هغه څوک دى چې د ناوړه هيلو نه پاک شوى او له خلکو څخه ګوښه او ټول کارونه يې خپل لا له جل جللا ه ته سپارلي وي.
يا صوفي هغه څوک دى، چې په هغه کې دعبوديت معنا پخه شوي وي ،اوله ناوړه اخلاقو او اوصافو څخه د حق په مرسته پاک شوی وي .
تصوف: او تصوف هغه علم اوشرعي پوهه ده چې د مسلمانانوپه منځ کې رامنځته شوې ده او ريښه يې اصحابانو تابعينو او تبع تابعينو ته رسيږي او خلک د نېکۍ خواته رهبري کوي دا ور ته ښيي چې د يو لا له جل جللا ه عبادت وکړی او په فانې او مادي شيانو ملا ، دولت، جاه جللا (دبدبه) باندې زړه ونه تړي ، ځکه لا له پاک انسانان د خپل عبادت لپاره پيداکړي دي ، نو بايد چې د لا له (جل جللا ه)عبادت داسې وشي څنګه يې چې شان سره ښايي
صوفيان په دين کې پردرېو درجو او مرتبو معتقد دي :اسلام ،ايمان او احسان.
اسلام: د کلمي طيبې ويل، لمونځ کول، روژه نيول، زکات ورکول او حج کول اسلام دى.
د مسلمانۍ دغه پنځه بناوي د دين ظاهري شکل اوصورت دى، چې د اسلام ارکان بلل کېږي.
ايمان: ایمان چې د دين روح يې بولي ، پرخداى ، پر ملايکو، پر ټولو پيغمبرانو ، دقيامت پر ورځ او د لا له له لوري د خير او شر پر قدر باور لرل دي.
احسان: احسان چې د دين حقيقت يې بولي : چې سړى په اقولا و، اعملا و او خاطراتو کې له لا له پاک سره تعلق ولري او په هرڅه او هر حلا کې يې حاضر او ناظر (کتونکى) وګڼي،په دې باب دوى هغه حديث چې امام مسلم رحمه لا له يې له سيدنا عمر بن لا خطاب رضي لا له عنه څخه روايت کوي ، له دې حديث څخه صوفيانو دا مفهوم واخيست چې حضرت جبرايل علیه لا سلام د دين تعليم د اسلام ، ايمان او احسان په بيانولو مونږ ته راکړ او دغه درې درجې يې راپه ګوته کړې.څوک چې د احسان مقام ته رسيدلي وي ،هغه به ارو مرو مؤمن او مسلمان هم وي ،هغه چې مؤمن وي مسلم به هم او هر مؤمن ته د احسان په درجه نشو قايلېدلاى.
ادب د انساني ژوند اؤ ژواک سره چې څومره تعلق لري د هغې اندازه د دې نه هم لګېدلى شي چې ادب د انساني ژوند هره موضوع په ځان کښې رانغښتې ده. ګويا د انسان جذبات، احساسات، خيلا ات اؤ معاملات چې د ژوند د کوم يؤ اړخ سره تعلق لري د ادب په ذريعه ئې اظهار کېدلى شي.په انساني ژوند کښې تصوف هم يوه داسې موضوع ده چې په څۀ نا څۀ صورت کښې هم، اؤ بِلا اراده هم، د ادب په ذريعه بيانېدلى شي اؤ کېږي. دا خو به تاسو اورېدلي وي چې وائي:" تصوف برائى شعر گفتن خوب است". د دې وينا نه دا هم څرګندېږي چې تصوف يوه داسې موضوع ده چې په بيانولو ئې ادب هم ښائسته کېږي.
اوس تصوف څۀ شى دى؟ په لنډو ټکو کښې به دا ووايم چې د دې موضوع ړومبى اؤ اصل تعلق د انسان د اخلاقياتو سره دى. داسې اخلاق چې د انسان نه انسان جوړوي اؤ چې کله انسان په دغه لاره د انسانيت لوړې درجې ته ورسي نو هغه بيا د ماورائيت په ميدان کښې هم زغل شروع کړي. اؤ د دې کائنات په اصل مقصد اؤ مدعا خبر شي. بيا د دې دپاره د تصوف اسرار اؤ رموز پخپل ګفتار کښې هم شامل کړي. دغه په ګفتار کښې د تصوف اسرار اؤ رموز شاملول وي چې وائي: " تصوف برائى شعر گفتن خوب است". اؤ دا ځکه چې د تصوف د موضوع په ذريعه د انسان د داخل د مسائلو ذکر اؤ د هغو حل يؤ داسې چې هر څوک ورته متوجه شي.په تصوف کښې و انسان ته د سکون اؤ اطمينان يؤ داسې حلا ت ترلاسه کېږي چې انسان ورته په هر زمان کښې محتاجه دى. اؤ چې کله هم يؤ انسان ته خپل باطن د صفائي اؤ پاکيزګي په سوب د سکون اؤ اطمينان لوړه درجه حاصله شي نو هم دغه هغه څوک وي د کومو په باره کښې چې په قرآن پاک کښې راغلي دي: " اِن اولياء لا له لا خوف لهم و لا هم يحزنون".اوس د تصوف د ټکي په باره کښې د محققينو مختلفې رائې دي. ځنې محققين لکه ابونصر عبدلا له سراج طوسي مړ ٣٧٨هـ، حضرت داتا ګنج بخش رحمة لا له عليه مړ ٤٦٥هـ، علامه ابن تيميه مړ ٧٢٨هـ، ابن خلدون مړ ٨٠٨هـ اؤ ډاکټر قاسم غني وائي چې دا د عربي لغت ټکي "صوف" نه مشتق دى. اؤ صوف پشمينه جامې ته وائي. په دغه حولا ه يورپي مستشرقين نولډيکي اؤ پروفيسر نکلسن چې د تصوف په ميدان کښې ئې ډېر تحقيقات کړي دي د "صوف" د ټکي سره اتفاق لري. لا بته ابو ريحان لا بيروني مړ ٤٤٠هـ اؤ علامه لطفي جمعه وائي چې د دې ټکي ماده د يوناني ټکي تيوصوفيا نه ماخوذ ده چې مفهوم ئې حکمت لا هي دى.علامه ابن جوزي ليکلي دي چې د صوفي ټکى د صوفه نه ماخوذ دى چې يوه قبيله وه چا چې د جاهليت په زمانه کښې د خانه کعبې خدمت کولو. ځنې دا د اصحاب صفه سره اؤ ځنې دا د صفا د ټکي نه مشتق ګڼي. حضرت داتا ګنج بخش دا خيلا هم څرګند کړى دى چې تصوف د صفا نه ماخوذ دى. اؤ صوفي هغه څوک دى چې د زړۀ صفائي حاصله کړي. اؤ د زړۀ صفائي هغه څيز دى يا صفت دى چې انسان ته د خداى تعلا ى عرفان ورباندې کېږي.د تصوف د ټکي د بحث نه به راشو د تصوف تعريف ته، يا دا چې تصوف وائي څۀ ته؟. په دې لړ کښې منتخب کړل شوو اولياؤ اؤ صوفياؤ چې څۀ وئيلي دي هغه تاسو ته وړاندې کوم: حضرت معروف کرخي رحمة لا له عليه چې ٢٠٠هـ کښې لوئي اؤ معروف صوفي بزرګ تېر شوى دى وائي چې: "حقائق په ګرفت کښې راوړل، په دقائقو باندې خبرې کول اؤ چې د خلقو سره څۀ وي د هغه نه ناامېده کېدل تصوف دى".حضرت ذولا نون مصري رحمة لا له عليه مړ ٢٤٥هـ وائي: "صوفي هغه خلق وي چې په ټول کائنات کښې ئې يواځې خداى پاک خوښ کړى وي".حضرت ابولا حسن نوري رحمة لا له عليه مړ ٢٩٥هـ وائي: " صوفي هغه خلق دي چې روح ئې د بشريت د کدورتونو نه ازاد شوى وي، د نفس د افتونو نه پاک اؤ د دنيا د هوس نه خلا صه شوي وي. دا خلق په ړومبي صف کښې، په اعلى درجه کښې لا له تعلا ى ته نزدې وي".حضرت جنيد بغدادي رحمة لا له عليه مړ ٢٩٧هـ وائي: " تصوف ذکر دى، بيا وجد دى اؤ بيا نۀ دا دى اؤ نۀ هغه دى".حضرت ابوبکر شبلي رحمة لا له عليه مړ ٣٣٤هـ وائي: " صوفي ته د هغې زمانې پشان اوسېدل پکار دي کله چې هغه په وجود کښې لا نۀ ؤ راغلى".دغه راز نور ډېر تعريفونه د تصوف په باب کښې اولياؤ، صوفياؤ اؤ اصفياؤ کړي دي. کوم چې د طولا ت لۀ وېرې په ځائ پرېږدم. لا بته دومره قدر به ووايم چې چا چې څۀ محسوس کړي دي بس هم هغه وجداني تجربه ئې په ژبه راغلې اؤ بيان کړې ده. ځکه په دې باره کښې قطعيت سره څوک څۀ نشي وئيلى. پخپله د حضرت مجدد لا ف ثاني رحمة لا له عليه غوندې لوئي صوفي بزرګ هم د خپلو مکتوباتو په حولا ه د خپلو روحاني تجرباتو په رڼا کښې اول د وحدت لا وجود د فلسفې، بيا د وحدت لا شهود د فلسفې اؤ بيا په اخر کښې فقط د بندګۍ د فلسفې قائله شو.د تصوف په باره کښې د درېمې هجري صدۍ په ړومبيو کښې هيڅ علمي اؤ منظم اساس موجود نۀ ؤ. د اسلام په وړومبو وختونو کښې تصوف محض د زهد اؤ تقوى په صورت کښې موجود ؤ. اؤ د دې پابنده خلقو ته به صوفي وئيل کېدۀ. بيا هم په درېمه هجري صدۍ کښې چې تصوف
که څه هم له ډېرو کلونو را هیسې تصوف او ادب او په تېره بیا د ادب یو جز شعر او تصوف یو له بل سره غاړه غړې شوي دي؛ خو د دې غاړه غړې کېدو د لاملونو په اړه یې لا تر اوسته پورې د ځینو څېړونکو سره پوښونې موجودې دي. هغه هم په داسې حال کې چې زموږ او ستاسو د پښتو او دري ژبو د ادبیاتو ډېره بډایه برخه عرفاني او تصوفي ادبیات دي، ښايي د دې یولامل دا هم وي چې افغانان له لویه سره خدای)ج( پالونکی او په دین مین خلک دي؛ نو ځکه به یې د ادبیاتو ډېتره برخته هم د نورو اولسونو پر خلاف چې هغوی یوازې د روحي تسکین وسیله
اشتراکگذاری: