پښتو ادب کې تاریخی کره کتنه
1404/01/07

پښتو ادب کې تاریخی کره کتنه

توضیحات

 این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید

وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است

---------------------------------------------     

 

لومړی فصل

ادبي کره کتنه څه شی ده؟

کوم تعریف چې پخوانیو پوهانو ادبي کره کتنې ته ورکاوه، د اوسنیو پوهانو له تعریف سره توپیر لري. د پخوانیو له نظره په عمومي توګه ادبي کره کتنه دا وه، چې د یوه اثر عیبونه رابرسېره کړي. د ساري په ډول دوی به څرګندوله،  چې د اثر الفاظ څه وضعیت لري، یا یې معنا او محتوا له کوم بل اثر څخه اغېزمنه ده. په همدې ترتیب ادبي کره کتنې په ټولیز ډول د لفظ او معنا له لوړو ځوړو څخه خبرې کولې، چې دغه مفهوم په خپله د نقد «کره کتنې» له لغت څخه راوځي او دا ځکه چې نقد له ناکره څخه د کره د بېلولو په معنا دی. ددې موضوع توضیح دا ده، چې په پخوانیو زمانو کې دوه ډوله پیسې وې. د سپینو زرو «درم» او د سرو زرو «دینار»، هغه مهال به ډېر کله د سروزرو په پیسو کې درغلي کېدله او له هغو سره به یې مس ګډول، په لومړیو کې به په سروزرو کې د مسو پېژندل خورا ستونزمن وو، خو د وخت په تېرېدو سره به مسو لږلږ توروالی پیداکړ… له دې مخې په لویو تجارتي معاملو کې به سره زر صراف ته وړل کېدل، څو د هغو سوچه والی معلوم کړي. په بازارونو کې به د صرافانو ګڼې هټۍ وې، صرافان به په خپلو زرکاڼیو باندې د زرو سموالی او ناسموالی معلوماوه، نو همدا لامل شو، چې ادبي اثار له سروزرو سره تشبیه کړل شول، چې ممکن په ادب کې هم ناسم توکي شتون ولري، چې ادبي نقاد یا کره کتونکی یې په خپل ادبي مِحک یا زرکاڼي باندې پېژندلی او جلا کولی شي صلي خبره دا ده، چې په دقت او تلاش سره کولی شو، له یوه اثر سره اشنا شو او د یوه قاضي په څېر ممکن د یوه تورن له تیت پرک او ضدو نقیص خبرو څخه حقیقت رامعلوم کړو. په دې بنسټ ویلی شو، د اوسنۍ او دودیزې کره کتنې ترمنځ زیات واټن لیدل کېږي. په ځانګړې توګه دغه توپیر د هغوی په روشونو کې دی. «هوف» دری مرحلې د ادبي کره کتنې په تحول کې معرفي کړې دي:

۱: دودیزه مرحله، چې په هغه کې د یوه شعر معنا، د هغه مدلوله معنا ده، یعنې هغه څه چې شعر یې وايي، د لږو او ډېرو نورو مبهمو او شاعرانه کیفیاتو ترڅنګ بیانېږي.

۲: سمبولیستي مرحله، چې په هغه کې شعر یوه مکاشفه ده او د هغو پر چلند باندې کار نه لري، بلکې هغه شیان چې نه یې وايي تعقیبوي.

۳: د نوې کره کتنې مرحله، چې تر ډېره د یوه اثر سمبولیکه بڼه تحلیلوي او کره کتونکی هڅه کوي، د شعر جوهر او مکاشفوي جوړښت راوښيي

د تاریخي کره کتنې او ادبي تاریخ اړیکې

دا چې ادبي تاریخ په تاریخي پوړونو کې ادبیات مطالعه کوي او ادبي کره کتنه بیا په همدغه پوړونو کې ادب او ادبیان کره کوي. طبعي ده، چې د دواړو ترمنځ د لازمیت اړیکه موجوده، که نور نه وي، په زماني لحاظ دواړه خواوې مشترکه مبدا لري، چې یوازې په پنځونه او کره کونه کې یې لارې بیلې شوي، چې دغه بېلې لارې بیا په اخر کې یوځای په ادبي ودانۍ ور دننه کیږي.مخکې لدې چې د تاریخي کره کتنې او ادبي تاریخ اړیکې شرحه کړم؛ نو لازم ګڼم، چې لومړی ادبي تاریخ وپیژنو: ادبي تاریخ له (ادبي) او (تاریخ) دوو توکو څخه جوړه یا رغول شوې توصیفي ترکیبي کلمه یا اصطلاح ده، چې د (ادبي) لغوي معنا په ادب یا ادبیاتو پورې اړوند، د ادب په تول پوره او کره ده او (تاریخ) لغوي معنا نیټه، وخت، سنه، د کوم شي د وخت تعینول او د هغه کتاب نوم دی، چې تیرې پیښې بیانوي او په اصطلاح کې په ځانګړې توګه د بشري پیښو مجموعې ته وایي، چې اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، علمي، ادبي او کلتوري اوضاع او د پیښو د اړیکو څرنګوالی د علت او معلول په اساس پکې څیړل شوي او ثمرې پرې بنا شوې وي. په عامه توګه د هر شي د تیر وخت مطالعې ته تاریخ وایي.پوهاند عبدالحی حبیبي په اصطلاح کې ادبي تاریخ داسې راپیژني: " د یوې ژبې ادب تاریخ ټول هغه تحولات، لوړتیاوې او احوال چې له ابتداء څخه ورپیښږي بیانوي."ادبي شهکارونه هر وخت نه لیکل کیږي، د دې د تخلیق لپاره یو خاص مهال وي. دا هغه وخت وي، چې فضا له خیالاتو او تصوراتو نه لبریزه وي. د داسې زمانې موندل د شاعر نه؛ بلکې د کره کتونکي کار دی؛ نو له همدې امله تاریخي کره کتونکی باید پوره استعداد ولري او دا تاریخي شعور باید له هنر سره اړخ ولګوي. په دې مانا چې د ماضي د ادبي روایاتو په رڼا کې د ادبیاتو لپاره لاره روښانه کړي.

د بیلګې په توګه: د خوشحال خان خټک یوې قصیدې ته په تاریخي لحاظ کتنه کوو، چې د تاریخي کره کتنې او ادبي تاریخ ترمنځ څومره اړیکې شتون لري:

چې دانا تر نـادان لا وژنــي بدتر
مګر نه دی دا ژوندون څه مـعتبر
چې مې فهم و فکر وکړ باور وکړه
په دا باغ کې ګل لــــه خاورې برابر
چې له کـومو غرونو راغی چیرته درومي
اباسین لا په دې هیــــــڅ نه دی خبر
د شلمان غرونه په دا کله خبر دي
په شلمان کې چــــــې زرګونه شول ډبر
نه شلمان ځــــــنې خبر دی نه دا ځمکه
چې عالـــــــم شو په توپان زیر و زبر
په یوه زمان کې څه قدرت ښــــــکاره کا
څه قــــــادر دی تــوانا الله اکبر
مکافــــــات د کـــوم ګناه د کوم شامت دی
چـــې ډبر د میر جمـــــله شول ټول ټبر
چـــــې دا هسې یـې پیرې کړلې بنیادې
د فلـــــــک په سر کې شته څه شور وشر
نه په ډیــــــــره ده نه په لږ ده د خـــــدای (ج) په کړه
لږ لښـکر په ډیر لښکر مومي ظفر
څه شیـــــــــنواری، څه مهمند څه افریدي وو
چې یې مات کړ د صـوبې واړه لښکر
دا توپان چې په مغلو باندې سازش
په کشتن به الجو هیــــــــــڅ مـکړه نظر
که اسونه که فـــــــــیلان که اسبابونه
په انبار انبار سپـــــــــین زرو یا سره زر
هسې پښې پرې پیکرې د پالکیو
همګي پرې پورې لال در و ګوهر
په زرګونو پښتنو کړې د ځان لاندې
دا به څوک کا د مغل له زړه بدر
دا کینه به یو پـه سله ترې وباسي
ایل باغي دی ځنې کاندي اوس حذر
دا متل د زمانې دی څـــــــه اوس نه دی
چې نامرد خر په پالان وهي نه خر

مستجاب مهمند که چرګه د مغل دی
زه خــــــــــوشال خټک خو باز یم ځای مې غر

اوس که یو لوستونکی دا قصیده لولي، څو خبرې به پکې مومي:
۱- دا چې دا قصیده د یوه جنګ انځور دی.
۲- دا جنګ د پښتنو او مغلو ترمنځ شوی.
۳- فتح د پښتنو نصیب شوې ده، ښې ولجې یې وړي دي.
۴- خو چې د جنګ علت څه و؟ نه ده معلومه.

 

خلاصه تحقیق

په لوېدیځ کې د ماډرنېزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهانشمونه تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې پر طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې د پخواني او اوسني ادب ترمنځ پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو د پخواني او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو

پروژه های انجام شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
د افغانستان اسلامی بانک له خدماتو څخه د مشرتیانو د رضایت کچه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د افغانستان اسلامي بانک د خدماتو په اړه د مشرتیانو د رضایت کچه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې مطالعه کوي، عوامل او معیارونه چې په رضایت اغېز لري تحلیلوي او د خدمتونو د پرمختګ لپاره وړاندیزونه وړاندې کوي. دا مطالعه د بانکداري په برخه کې د کیفیت د لوړولو لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي.

مشاهده
سهم عواید گمرکی تورخم در بودجه ملی افغانستان طی سال های 1401-1391 ه.ش
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف سهم عواید گمرکی تورخم در بودجه ملی افغانستان را طی سال‌های ۱۳۹۱ تا ۱۴۰۱ ه.ش تحلیل می‌کند و روندهای درآمدی، چالش‌ها و فرصت‌های مرتبط با آن را بررسی می‌نماید. نتایج این تحقیق می‌تواند به تصمیم‌گیرندگان در بهبود مدیریت منابع مالی و تقویت درآمدهای گمرکی کمک شایانی نماید.

مشاهده
عقد مضاربت در بانکداری اسلامی
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف به تشریح عقد مضاربت در بانکداری اسلامی می‌پردازد و ساختار، شرایط و مزایای آن را بررسی می‌کند. همچنین چالش‌ها و راهکارهای بهبود اجرای این قرارداد را تحلیل کرده و نقش آن را در تأمین مالی و رشد اقتصاد اسلامی تبیین می‌نماید. مطالعه این اثر برای دانشجویان، پژوهشگران و فعالان حوزه بانکداری اسلامی بسیار مفید است.

مشاهده
نقش شرکت های کوچک و متوسط SMEs بر رشد اقتصادی کشور مطالعه موردی شرکت های کوچک و متوسط ساحه دشت برچی
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف به تحلیل نقش شرکت‌های کوچک و متوسط (SMEs) در رشد اقتصادی کشور می‌پردازد و با مطالعه موردی شرکت‌های دشت برچی، فرصت‌ها و چالش‌های این بخش اقتصادی را بررسی می‌کند. نتایج این تحقیق می‌تواند راهنمایی ارزشمند برای ارتقاء عملکرد و پایداری SMEs و توسعه اقتصادی منطقه باشد.

مشاهده
نقش بازاریابی بالای در آمد شرکت مخابراتی روشن
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف تخصصی، نقش بازاریابی را در افزایش درآمد شرکت مخابراتی روشن بررسی می‌کند و استراتژی‌های مؤثر بازاریابی که به جذب مشتریان و بهبود فروش کمک کرده‌اند را تحلیل می‌نماید. مطالعه این اثر به مدیران، کارشناسان بازاریابی و سرمایه‌گذاران کمک می‌کند تا با شناخت بهتر اهمیت بازاریابی، تصمیمات بهتری برای توسعه کسب‌وکار اتخاذ کنند.

مشاهده
د منطقوي سازمانونو اقتصادي اهمیت
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د منطقوي سازمانونو اقتصادي اهمیت او د هغوی په سیمه‌ییزو اقتصادونو کې رول تشریح کوي او د سوداګرۍ، پانګونې او پراختیا په برخو کې د همکارۍ فرصتونه بیانوي. د دې اثر مطالعه د سیاستوالو، پانګوالو او اقتصادپوهانو لپاره د منطقوي همکارۍ د ګټو په درک او پیاوړتیا کې مرسته کوي.

مشاهده
د کرنیزو محصوالتو بازار موندنه
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د کرنیزو محصوالتو بازار موندنې په اهمیت، ستراتیژیو او ننګونو تمرکز کوي او د کروندګرو لپاره د محصولاتو په مؤثره توګه بازار ته د وړاندې کولو لارې چارې تشریح کوي. د دې اثر لوستل به د کرنیز سکتور د پرمختګ په برخه کې د ښه بازار موندنې لپاره ګټور معلومات او وړاندیزونه وړاندې کړي.

مشاهده
د ښوونې او روزنې رول په اقتصادي پرمختیا کې
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف په تفصیل سره د ښوونې او روزنې د اقتصادي پرمختیا په برخه کې رول څېړي او د بشري پانګې د لوړولو، نوښت او تولید په پرمختګ کې د ښوونې او روزنې اغېزې په ګوته کوي. دا اثر د سیاست جوړونکو، ښوونکو او څېړونکو لپاره د ښوونې او روزنې په سیستم کې د اصلاحاتو او ښه والي لپاره لارښوونې برابروي.

مشاهده
د افغانستان د انر ژیکي سرچینو اقتصادي څیړ نه
1404/03/17 اقتصاد

دغه مونوګراف د افغانستان د انرژي سرچینو اقتصادي وضعیت، د مختلفو انرژي منابعو ظرفیتونه، کارونې، فرصتونه او ننګونې په تفصیل سره څېړي او د اقتصادي پراختیا لپاره د هغوی د رول په اړه علمي تحلیل وړاندې کوي. د دې اثر مطالعه د پوهانو، سیاست جوړونکو او پانګوالو لپاره د انرژي سکتور په برخه کې د ښه تصمیم نیولو زمینه برابروي.

مشاهده