این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است
کاظم خان شیدا د افضل خان کشر زوی د اشرف ځان لمسی او د خوشحال ځان کړوسی دی . په ١١۴۰, هق کال کې په اکوړه خټک کې زیږېدلی دی.کاظم خان شيدا په داسې وخت کې سترگې وغړولې . چې په هند کې د فيوډالي مغلو ډیوه په مړه کېدو وه او په مقابل کې انگریزي استعمار دې خاورې ته را روان ؤ ؛ خو د مغلي حکومت تاثیر لا په هغې خاورې باندې پاتې ؤ. ده د خپل وخت مروج علوم ولوستل او د مطالعې سره یې ډېر شوق ؤ. کله . چې افضل خان مړ شو او د قوم مشري د دده مشر ورور سعدالله خان ته پاتې شوه ؛نو سعدالله خان تند مزاجی او .(1 : 12)
پ-د شيدا له نازک خیالۍ سره جوړه رانغله هماغه ؤ . چې د خپل ورور او خپلوانو نه خوابدی مرور شو. لومړی کشمیر ته لاړ هلته یې یو څه موده تېره کړه او د هغې ځای څخه بيا سر هند ته راغی او د سرهند څخه رامپور ته لاړ. ده به په هر ځای کې د علم او ادب لټونه کوله تر څو په رامپور کې د نواب علی محمد پښتون ريیس سره د نیږې نه اشنا شو او نواب دغه نازک خیال شاعر ډېر نازاوه . چې شیدا بيا د مرگ تر ورځې پورې ددې ځاي څخه هڅه او مېل ونکړ. د نواب علی محمد څخه وروسته نواب فیض الله . چې علم دوسته او ادب پالونکی سړی وه د رامپور حکمران په توگه مکرر شو او نوموړی هم د شیدا لاپسې ډېر قدر وکړ او په هغه وخت کې يې زر روپۍ ورته مکررې کړې وې. څنگه . چې شیدا له یوې علمي او ادبي کورنۍ څخه راوتلی دی او له بلې خوا څخه ده ډېره موده په هند کې په جلاوطنۍ سره تېره کړې ده ؛نو ده د خپل ژوندانه ټول اړخونه د سوځندو اشعارو په ښکلي قالب کې واچول او د زړه تسل یې پرې وکړ. د شيدا په دیوان کې غزلونه . قصيدې . مخمس » مسدس . قطعې رباعیات او داسې نور شعري قالبونه تر سترگو کیږي. د شید شاعري د نزاکت . ژوروالی . صنایع » بديع . لفظي او معنوي محاسن او نورو لوازماتو په لحاظ اوچته او معياري شاعري ده. کاظم خان شیدا خپل دیوان د محمدي صاحبزاده په سپارښتنه او د خپل ورور محمد عابد خان په غوښتنه په« ١١۸١ هق کال کې ترتیب او بشپړ کړی دی. طد ده دیوان نسځې څو ځايه موندل شوې دي.خان غازي کابلي د کابل مجلې د يوې مقالې په ترڅ کې داسې لیکلي دي: « د شیدا د دیوان دوه قلمي نسځې د رامپور په کتابخانه کې موجودې دي. یوه نسخه يې په غت جلی» قلم سره ليکل شوې ده . چې« ۲۰۶) مخونه لري او فیض علی په شاه جهان اباد ډیلي کې په خپل قلم په ۱٩٩۲ ھ» نقل کړې ده. بله نسخه . چې شيدا په خپل مهروه د راورټي گوتو ته په لاهور کې ورغلی ده او په برټش موزیم کې خوندي ده. یوه بله نسځه » چې په ( ١۱ هھ) کال کې لیکل شوې ده د اسلامي کالج پېښور په کتابخانه کې شته دی.یوه بله ډېره پخوانۍ نسخه . چې اټکل کیږي د خټکو د کورنۍ په وخت کې دې لیکل شوېوي دانسځه اوس په پښتو ټولنه کې خوندي ده بله یوه نسخه په پېښور کې د اکبر پورې عبد المستعان کاتب په خط په ٧۳۲۵ ه) کال کې کاپي بیا د پوهاند د عبدالحي حبيبي گوتو ته ورغلې وه. دیوان کاظم خان شیدا په څلورو نسخو کې خپور شوی دی. یو ځل په ر ۱۳٣١ ه ش) کال په کابل کې او بل ځل په ۵م کال په پېښور کې درېیم ځل په ۱۹۶۶ م کال په پېښور کې چاپ شوی دی او څلورځل په ۱۳۸۴ هش کال هم په پېښور کې چاپ شوی دی کاظم خان شیدا د دیوان لیکلو څخه ٢١ کاله وروسته مړ شوی . چې دغه مطلب یو شاعر په خپل کلام کې داسې راوړی دی (3 : 9 )
د شيدا په اشيانه کې جهان تريخ شو
د کباب غوندې یې کون و مکان تريخ شو
درست بدن يې گویا زړه دی په بدن کې
دل نظ هم د كاظم د مرگ تاريخ شو
د کاظم خان شیدا د شعر او شاعرۍ په باب ډېرو ختیځ پوهانو فارسې دانانو اردو ژبو او په خپله پښتنو ادیبانو ډېر څه ليکلي دي ؛ خو موږ دلته ددې ټولو نه تېریږو او يوازې د څو پوهانو یادونه دلته رانقلوو:
پوهاند حبیبي لیکي چې.« د کاظم خان اشعارعشقي او اخلاقي خواوې لري ؛ مگر په پښتنو کې دده امتياز دا دی . چې شیدا یو نازکخیاله او قوي تخييل خاوند او په شاعرۍ کې د هندي سبک پېرو دی.» پوهاند رښتین د کاظم خان شیدا د دیوان په سریزه کې . چې د پښتو د ټولنې له خوا د بېنوا په تدوین تصحح او مقابله په « ٣٢١١ ه ش) کال کې چاپ شوی دی داسې لیکنه کړې ده: کاظم شیدا د نازک خیالۍ استاد د لوړ تخييل پېشوا او د جگ ادبي مقام څښتن دی. ده خپل شعرونه په رنگارنگو خیالونو او استعارو ښايسته کړل د تخييل په دام کې یې د هوا مرغان ونیول د بلبلانو په څېر د سروگلونو په ښاځونو په خوند خوند وچغېد د شنو توتيانو په شان د ادب د هسکو غرونو په جگو څوکو والوت هر غزل او شعر یې ته به وایې د ښاپېرو د ملک تصویر یادرام د باغ انځور دی.دده په شعر کې د تشبهاتو استعاراتو اباسیند غورځنگونه وهي او نازک خیالۍ نیلي پکې لکه د سیلۍ او باد ډېرگړندي روان دي. د شیدا د یوان د عشق. مستۍ. جوش او حرارت سره لمبه او د ساړه او بې سوزه ژوندانه د پاره د غضب کروړه ده. په دې لحاظ کاظم خان شیدا د حمید بابا د نازکخیالۍ د مکتب غښتلی او قوي ملگری او د پښتو ژبې یو پیاوړی شاع رگڼل کیږي. دی په( ۱٩٩۴ هق کال کې د هند په رامپور کې وفات شو. او هلته خښ شو.ها که د شیدا دیوان وپټل شي؛نو هلته به دا پته ولگيږي چي شاعر يوازې د گل. بلبل. شمع پتنگ. خال و خطء عشق او معشوق شاعر نه دی ؛ بلکې د هغه په کلام کې جغرافیوي. اجتماعي. اخلاقي. وطن پرستي. فلسفي او د ژوندانه ډول ډول مضمونونه پراته دي. د شیدا په شاعرۍ کې . چې کوم شی ډېر زموږٍ تر سترکو کيږي هغه د وطن یاد او د هېواد مینه ده. ده د روه. بگرام او سرای په ياد په خپلو شعرونو کې ډېرې نارې او چغې وهلې دي. (11 : 34)
١. شيدا، کاظم خان. د کاظم خان شيدا ديوان، د عبدالرؤوف بېنوا په زيار، پښتو ټولنه، عمومي مطبعه،کابل،١٣٣١.
٢. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا ، د همېش خليل په زيار، اداره اشاعت سرحد، منظور عام پريس، پېښور، ١٩٦٥.
٣. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا مع اردو ترجمه، د ډاکټر سيد انوارالحق په زيار، يونيورسټي بک ايجنسي، زرين ارټ پريس، لاهور، ١٩٦٦.
٤. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا، د قاسم بنوي ادبي خدمت، سراى نورنګ، بنو، ....
٥. شيدا، کاظم خان. د کاظم خان شيدا ديوان، د حنيف خليل په زيار، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٤.
٦. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا(خطي)، د رامپور د رضا کتابخانې خطي نسخه، ١١٩٢ق هـ .
٧. د کاظم خان شيدا د ديوان قلمي نسخه، د اسلاميه کالج کتابتون، پېښور
مشهور حدیث دی چې وايي: (حب الوطن من الایمان) وطندوستي د ایمان یوه برخه ده. حب په عربي ژبه کې مینې ته وايي او وطن ته زموږ په خوږه ژبه کې هیواد وايي. مینه د نړۍ تر ټولو خوندور او ښکلی احساس دی، چې هر شخص یې هر ځای کې محسوسولی شي. مینه له زړه له کومې کیږي، مینه د په زور زیاتي نه کیږي.
اشتراکگذاری: