
دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------
په معاصر رقابتي بازار کې د محصول کیفیت په یوازې ځان د مشتریانو د رضایت او وفادارۍ د تضمین لپاره بسنه نه کوي، بلکې ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، تخنیکي ملاتړ او د شکایتونو اغېزمن مدیریت د مشتریانو د باور او دوامدارې اړیکې د ټینګښت اساسي عوامل ګڼل کېږي. څېړنې ښيي چې اغېزمن ترخرڅلاو وروسته خدمات د سوداګریزو بنسټونو د مثبت ذهني انځور، د بازار د سیالتي ځواک او د مشتریانو د وفادارۍ په لوړولو کې مهم رول لري (کریمزاده او حیدري، ۲۰۲۱).
په غزني ولایت کې د ډېرو سوداګریزو بنسټونو تمرکز تر ډېره د خرڅلاو پر زیاتوالي محدود پاتې شوی او د خرڅلاو وروسته د مشتریانو د رضایت ساتل د مدیریت د ستراتیژیکو لومړیتوبونو برخه نه ده ګرځېدلې. د همدې تشې له امله، د ترخرڅلاو وروسته خدماتو کیفیت او د هغو اغېزې د مشتریانو پر رضایت لا تر اوسه په علمي او احصایوي ډول نه دي ارزول شوي.له همدې امله، دا څېړنه هڅه کوي چې په غزني ولایت کې د ترخرڅلاو وروسته خدماتو کیفیت او د هغوی اغېزې د مشتریانو پر رضایت، په علمي او احصایوي ډول وڅېړي
په اوسني تجارتي او سوداګریز بازار کې سیالي ورځ تر بلې زیاتېږي، او سوداګریز بنسټونه هڅه کوي چې نه یوازې د خپلو محصولاتو او خدماتو کیفیت لوړ کړي، بلکې د مشتریانو رضایت، باور او وفاداري هم ترلاسه کړي. په داسې شرایطو کې، ترخرڅلاو وروسته خدمات د سوداګریزو فعالیتونو له مهمو او اساسي برخو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې دا خدمات مشتریانو ته د پلور وروسته ملاتړ، ډاډ او اطمینان برابروي او د هغوی د دوامدارې اړیکې بنسټ جوړوي.د ترخرڅلاو وروسته خدماتو اهمیت په دې کې نغښتی دی چې دا خدمات د مشتریانو د ستونزو د حل، د شکایتونو د مدیریت، د ترمیم او تخنیکي ملاتړ له لارې د مشتریانو د خوښۍ کچه لوړه کوي. کله چې مشتری احساس کړي چې سوداګریز بنسټ د پلور وروسته هم د هغه ملاتړ کوي، نو د باور او رضایت فضا رامنځته کېږي، چې دا چاره د مشتریانو د وفادارۍ د زیاتوالي او د مثبت بازارموندنې سبب ګرځي.په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په ولایت غزني کې، لا هم د ترخرڅلاو وروسته خدماتو ته په ډېرو سوداګریزو بنسټونو کې کافي پاملرنه نه کېږي. د دې څېړنې ضرورت له همدې ځایه راولاړېږي چې د ترخرڅلاو وروسته خدماتو اغېز پر د مشتریانو رضایت په علمي او احصایوي ډول وڅېړل شي.
H1 -د تر خرڅلاو وروسته خدماتو لوړ کیفیت د مشتریانو د رضایت په کچه مثبت او معنادار اغېز لري.
Ho - د تر خرڅلاو وروسته خدماتو کیفیت د مشتریانو د رضایت په کچه کوم معنادار اغېز نه لري.
H1 -د شکایتونو د مدیریت اغېزمن او منظم سیستم د مشتریانو د خوښۍ کچه لوړه کوي
Ho -د شکایتونو د مدیریت سیستم د مشتریانو د خوښۍ په کچه کوم اغېز نه لري.
H1- د تخنیکي مرستې او ملاتړ شتون مثبت تاثیر لري.
Ho -د تخنیکي مرستې او ملاتړ شتون منفی تاثیر لري.
د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي
اشتراکگذاری:
