این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است
يوه مزمنه انتاني ناروغي ده هغه چې د ميکوباکټېريام ټوبرکلوز په مېکروب تر اخته کېدو وروسته دا ناروغي پېښېږي. په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي هم ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم توکاڼی غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وگړي په ناروغۍ اخته کوي. په انسانانو کې اکثره انتاني ناروغۍ د بې علايمو، پټو انتانونو په توگه پېښېږي، او نژدې يو په لسو پټو انتاني ناروغيو کې د يوې فعالې ناروغۍ په لور وده کوي، چې که دا حالت بې درملنې پاتې شي، نو دا په ۵۰٪ ناروغانو کې د مړينې سبب گرځېدلی شي. دې ناروغۍ عامې نښې اوږدمهاله ټوخی چې اکثراً په وينو ککړ بلغم ورسره مل وي، تبه، د شپې خوله، او وزن بايلنه دي. د بدن د نورو غړو ني کیدل بيا د گڼ شمېر نښو نښانو سره راڅرگندېږي. د دې ناروغۍ پېژندنه د راډيولوژۍ په تخيک پورې تړاو لري، چې د ناروغ د ټټر اکسروی اخيستل د دې ناروغۍ په تشخيص کې يوه اړين کار دی، د دې تر څنگ د توبرکلوز جلدي آزمېښت، د وينې آزمېښت، او همداراز مايکروسکوپي لابراتواري آزمېښتونه او د مېکروبو د شتون د پاره د بدن د معايناتو مايکروبيالوژيکي کرنې د يادولو وړ آزمېښتونه دي.توبرکلوز ناروغی درملنه د اوږدې مودې او ډېره مشکله او ستونزمنه ده. د دې ناروغي درملنه د اوږدې مودې لپاره د انټيبيوتيکونو د کارولو پورې اړه لري. هغه څوک چې د ناروغ د کتنې لپاره روغتون ته ورځي د هغه څارنه هم بايد د طبي املې له لوري وشي او د اړتيا په وخت کې يې درملنه هم وشي. د انتيبيوتيکونو په وړاندېتوبرکلوز ناروغی د مېکروبو مقاومت هغه لويه ستونزه ده چې په ځينو ناروغانو کې ليدل شوې. د درملو په وړاندې د مېکروبو مقاومت اکثراً د گڼ درملي مقاوم توبرکلوزيا multi-drug-resistant tuberculosis په ناروغۍ کې ليدل کېږي. د توبرکلوز نه ځان ژغورنه د گڼ شمېر طبي کتنو او د واکسينونو د پروگرام پورې اړه لري،توبرکلوز ناروغی نه د ژغورنې لپاره اکثراً د (BCG)واکسين کارېږي.( ۱ : ۲ )
داسې اټکل کېږي چې د نړۍ نژدې د ميکوباکټېريم توبرکلوسېز په مېکروب اخته دي، او همداشان په هرې ثانيې کې يو روغ کس په دغه مېکروب اخته کېږي. د هغو خلکو تناسب چې په هر کال کې د توبرکلوسېز يا نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي ثابته دی او يا هم په نړېواله کچه مخ په ټيټه روان دی، خو د وگړو د شمېر ډېرېدل دا په ثبوت رسوي چې د نوو پېښو مطلقه شمېره لا تر اوسه پورې مخ په لوړه ده. په 2007 ز. کال کې نژدې 13.7 ميليونه وگړي د اوږدمهالي فعالې ناروغۍ پېژندل شوي، نژدې 9.3 ميليونه نوې پېښې، او نژدې 1.8 ميليونه مړينې چې ډېری يې د مخ په ودې هېوادونو کې و راپور ورکړ شوی. د دې تر څنگ د مخ په ودې هېوادونو کې ډېر خلک توبرکلوز ناروغی اخته کېږي دا ځکه چې د هغوی د بدن معافيت د معافيت کمزوري کوونکي درملو، د مخدره مواد وي يا هم د اېډز د ناروغۍ په سبب کمزوری وي. په نړېواله کچهتوبرکلوز ناروغی خپرېدا يوه منظمه پروسه نه ده، په ډېری آسيايي او افريقايي هېوادونو کې نژدې ۸۰٪ وگړي د توبرکلوز په معاينه کې مثبته نتيجه ښکاره کوي، خو د امريکا په متحده ايالاتو کې يوازې 5-10% وگړي د معاينې په وخت مثبته نتيجه ښيي
په غزني ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر د تېر په پرتله زیات شوی، خو ټینګار کوي، چې د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.روغتیایي چارواکو دغه څرګندونې په غزني کې توبرکلوز ناروغی د مخنیوي د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې. په دې ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر د تېر په پرتله زیات شوی دی، چې په خبره یې تېر یوه کال کې روغتیایي کارکوونکو شاوخوا ۱۵۶۴ تنه پر نري رنځ اخته کسان، تشخیص او په اړونده روغتیایي مرکزونو کې یې درملنه کړې
اشتراکگذاری: