
دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------
افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی چې ډېرې کلیوالي سیمې یې له بنسټیزو خدمتونو، زیربناوو او اقتصادي امکاناتو بېبرخې دي. دغه کلیوالي سیمې د تعلیم، روغتیا، کرنې، سړکونو او نورو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. دا حالت نه یوازې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ پر مسیر یې هم خنډونه رامنځته کړي دي. له همدې امله، کلیوال پرمختګ د ملي پراختیا لپاره حیاتي ارزښت لري.
په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو هڅه کړې چې د افغانستان د کلیوالو سیمو لپاره پراختیايي مرستې برابرې کړي. دا مرستې د مختلفو پروژو، بنسټیزو تاسیساتو، ښوونیزو برنامو او صحي خدمتونو له لارې تمویل شوې دي. خو تل دا پوښتنه مطرح ده چې آیا دا مرستې واقعاً اغېزمنې دي؟ ایا دا پروژې د خلکو واقعي اړتیاوې پوره کوي؟ او یا دا چې یوازې لنډمهاله اغېزې لري او له پایداره بدلون پرته پای ته رسېږي؟
د همدې پوښتنو پر بنسټ، دا څېړنه د "له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د کلیوالو سیمو په پرمختګ کې د بهرنیو مرستو رول – د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په بیلګه" تر سرلیک لاندې ترسره شوې ده. موخه دا ده چې وښيي بهرني تمویلونه څومره د جغتو ولسوالۍ د کلیوالو سیمو په بنسټیزو برخو کې مؤثر تمام شوي دي. څېړنه هڅه کوي د ښوونې، روغتیا، کرنې، سړکونو، او نورو اړینو برخو وضعیت وڅېړي او له خلکو سره د مرستو ریښتینی اغېز تحلیل کړي.
د څېړنې اړتیا او اهمیت په دې کې نغښتی دی چې دا نه یوازې د تطبیق شویو مرستو وضعیت روښانوي، بلکې د هغو بریاوو او ناکامیو ترمنځ پرتله کوي. له دې لارې به معلومه شي چې کوم ډول پروژې بریالۍ وې، ولې ځینې ناکامه شوې، او د ناکامیو اصلي عوامل کوم دي. دا به مرسته وکړي چې د راتلونکو پروژو لپاره مؤثر پلانونه جوړ شي او نړیوالې مرستندویه ادارې خپلې تګلارې له واقعي اړتیاوو سره برابرې کړي.
تمه ده چې د دې څېړنې له پایلو څخه لاندې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شي: د بهرنیو مرستو د حقیقي اغېزو ارزونه، د ناکامو او بریالیو پروژو پرتله، د تطبیقي ستونزو تحلیل، او د راتلونکي لپاره رغنده سپارښتنې. دا څېړنه به نه یوازې د جغتو ولسوالۍ لپاره ګټوره وي، بلکې د ورته نورو سیمو لپاره به هم د پالیسۍ جوړونې لپاره علمي بنسټ برابر کړي.
په افغانستان کې د کلیوال پرمختګ لپاره د بهرنیو مرستو رول یوه مهمه موضوع ده چې پر اړه یې په تېرو کلونو کې ځینې څېړنې او راپورونه خپاره شوي دي. دغه څېړنې عموماً د عمومي کلیوالي پراختیا یا د ځانګړو سکتورونو (لکه روغتیا یا کرنه) په اړه تمرکز درلود. سره له دې، ډېر لږ داسې مطالعات شوي چې په مشخص ډول د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ کلیوالو سیمو ته ځانګړې شوې وي او هلته د بهرنیو مرستو واقعي اغېزې او ستونزې ژور تحلیل کړي وي.همداراز، اوس مهال هم په جغتو ولسوالۍ کې د بېلابېلو نړیوالو ادارو لخوا ځینې پرمختیایي پروژې روانې دي، خو د خلکو د ژوند پر کیفیت باندې یې د واقعي اغېزو ارزونه نه ده شوې. ځینې پروژې بریالۍ وې، خو ډېری پروژې یا نیمګړې پاتې شوې یا یې مطلوبې پایلې نه دي ورکړې. د دغو پروژو ناکامي یا نیمګړتیاوې مختلف لاملونه لري، چې تر اوسه یې مشخص، مستند او تحلیلي راپور نه دی برابر شوی.دا څېړنه به مرسته وکړي چې هم د تیرو تجربو ستونزې او بریاوې روښانه شي، او هم به د راتلونکو پرمختیایي هڅو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کړي. په همدې اساس دا تحقیق د عملي او علمي اړخونو له مخې ارزښت لري.
دا څېړنه ځکه ډېره مهمه ده چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د نړیوالو مرستو اغېزمنتیا او پایښت تر اوسه په بشپړ ډول نهدی معلوم شوی. د کلیوالو سیمو خلک د بېوزلۍ، کمزوري زیربناوو، او خدماتو نشتوالي له ستونزو سره مخ دي، خو د دوی لپاره د نړیوالو مرستو نقش په واضحه توګه اندازه شوی نهدی. دا څېړنه به د حکومت، نړیوالو موسسو، غیر دولتي سازمانونو، او پراختیایي بنسټونو لپاره مهم معلومات چمتو کړي چې د مرستو اغېزمنتیا او پایدارۍ په اړه عملي وړاندیزونه وکړي.
د څېړنې پایلې به مرسته وکړي چې راتلونکې مرستې په اغېزناکه توګه پلان شي او هغه پروژې چې تر اوسه بې اغېزې یا نیمګړې پاتې شوې، اصلاح شي. همدارنګه، دا څېړنه به د کلیوالو خلکو اړتیاوې او ستونزې په واضح ډول څرګندې کړي، چې د دوی د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره به ګټورې وي.
اصلی موخه
له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کلونو پوري د کلیوالۍ سیمو په پرمخټګ کې بهرنیو مرستو رول(د وردگو ولایت جغتو ولسوالی په بیلگې سره) ارزونه
فرعی موخې
۱ .۵ . د څیړني پوښتني
اصلی پوښتنه
له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کلونو پوري د کلیوالۍ سیمو په پرمخټګ کې بهرنیو مرستو رول(د وردگو ولایت جغتو ولسوالی په بیلگې سره) څه دي؟
فرعی پوښتنې
دا مونوگراف د ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د کلیوالو سیمو په پراختیا کې د بهرنیو مرستو رول په تمرکز سره څېړنه کوي، چې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ پر بیلګه ترسره شوې ده. موخه یې د بهرنیو مرستو ټولنیز، اقتصادي او پراختیایي اغېز، د پروژو د دوامداري ارزونه او د تطبیق څرنګوالي تحلیل دی. د څېړنې اهمیت په دې کې دی چې د نړیوالو مرستو اغېز د محلي خلکو د نظرونو او تجربو له مخې په دقیق ډول ارزیابي کړي او د پراختیا لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړي
اشتراکگذاری:
