دسلیمان لایق په اشعاروکی تشخص او انطاق
1403/12/21

دسلیمان لایق په اشعاروکی تشخص او انطاق

توضیحات

 این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید

وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است

---------------------------------------------

 

سلېمان لایق

سلېمان لایق د معاصرو ادبیاتو یو ځلانده څېره ده چې په پښتو او دري ژبو کې د زیاتو اثارو خاوند دی. په نظم او نثر کې د ښه قلم خاوند او د خپلو انقلابي ترانو له کبله زیات مشهور دی. اصلي نوم يې غلام مجِدٌد دی خو مشهور په سليمان لایق دی. په (۱۳۰۹ ) هش کال د میزان په ۲۲مه د کټواز په ښرنه کې زیږیدلی دی. په قوم سلیمانخیل او دخلیفه عبدالغني زوی دی. پلار یې یو روحاني شخصیت اود خپل قوم مشر و. د سليمان لایق کورنۍ له خپل اصلي ځای څخه پلخمري ته راغلی او دلته میشت شوي دی. لایق لومړنۍ زده کړې د حبیبې لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د شرعیاتو په مدرسه کې سرته ورسولې او لېسانس یې دادبياتو فاکولتې څخه واخیست. سلېمان لایق پّ ۱۳۳۶ لمریز‏ کال رسمي ماموریت پیل کړ چې مهم ماموریتونه یې دژوندون مجلې چلول. دافغانستان په رادیو کې دادبیاتو لوی مدیریت او بیا د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د پښتو ژبې دپرمخ بیولو په اداره کې غړیتوب و.عبدالروف بیتوا دده په ژوند ليک کې وايي: د پښتو او دري ژبو په اوسنیو لیکوالو او شاعرانو کې خورا پوخ لیکوال او حساس شاعر دی چې دده په شعر او نثر کې بشري عواطف. انساڼي جذبات او افغاني دردونه د ژور احساس په رڼا کې په ښه توگه ځلیږي. په تېره بیا چې دده لیکنې او شعرونه د نوي ادب نوې بڼه لري او په نوي طرز نوې مطالب په ډیرو خوندورو عباراتو کې بیانوي. د ده دلیکنو او شعرونو زیاته برخه د بشر اودخپل محيط د اجتماعي انعکاسانو او دردونو هېنداره ده. او ورسره ورسره دخپل اولس نوي نسل او وېښو زلمیانو ته دنوي ژوند له هیلو ډک پيغامونه لري. چې هم ادبي خوندورو نزاکتونو له کبله او هم داجتماعي مطالبو د درلودلو له مخې د ډیرې ستاینې وړ دي. اود ده شعر او نثر د پشتو ژبې د عصري او نوي سبک د شاعرۍ او لیکنې غوره نمونه گڼل ېنوا ناه بجاو دپښتو اودرې دواړو ژبو په شعراو نثر کې استاد دی  سلیمان لایق د وېښتیا د پړاو له هغې ډلې سره تعلق لري چې دزیارکښانو لپاره د ټولنیز عدالت او برابرۍ نظام غواړي دغه طبقاتي لیکوال او شاعر خپل دغه ارمان په نظم اونثر دواړو کې په ښه توگه وړاندې کړی دی.د وېښتیا په پړاو کې د لایق ادبي لاره له نورو توپیر لري لکه څنگه چې بينوا د ده شعر او نثر دنوي ادب نمونې گڼي دلیل یې دادی چې د ده دلیکنو شکل اومضمون له نورو توپیر لري او د دواړو ترمنځ تناسب په ښه توگه ساتي. شعرونه یې له جذباتو او ولولو نه ډک دي چې اوریدونکي په خوځښت راولي او همدغه وجه ده چې په عقیده او عمل دواړو کې د انقلابي شاعر په توگه مشهور دی. محمد صدیق روي یې په اړه وايي:(سلیمان لایق د ویښتیا د پړاو ستر شاعر اود اوښتون د پړاو د شاعرانو لارښوونکي مثال او مشال دی. د لايق اکثره شعرونه د گوندي ایډیالوجۍ په خم کې رنگ شوي دي او له همدې امله دغه ستر استعداد لکه څنگه چې ښايي ونه پیژندل شو. د لاق د ژوند او فن په باب زیاتوي لېکنې شوي او زیات شعرونه یې په بهرنیو هېوادونو کې په بهرنیو ژبو ژباړل شوي دي. لايق لکه څنگه چې په شعر ویلو کې ستایلی شوی دی همدغسې یې نثرونه هم له شعر نه کم نه دي. په نثر کې له ځینو تحلیلي او څېړنيزو لیکنو سربېره دادبي ټوټو. داستاني طرحو. لنډو کیسو او ناول

لیکوال هم دی. د(اباسین سپېدې) یې دلنډو کیسو . طرحو او ادبي ټوټو مجموعه ده. لایق پخپله

کیسه لیکنه کې هم هغه ارمان تعقیبوي چې په شعر کې یې بیانوي. د کیسو کرکټرونه يې بزگران

شپانه. خانان او ملکان دي نثري لیکنې يې هم په طبقاتي اصل ولاړې دي. لایق پخپلو کیسو کې د

ترسیم او منظر کشۍ ښه ماهر دی. ژبه یې په نثر کې هم شاعرانه ده او حتی تر دې چې خپلو عادي

اولسي کرکټرونه ته هم کله ناکله شاعرانه ژبه ورکوي. د دې لپاره چې سلمان لایق پخپله د ده په ژبه وپېژنئ نو د ده خپله لیکنه به راوړو:  (له مانه غوښتل شوي دي چې د ځان په باره کې یو څه ولیکم خو ماته ترهرڅه د ځان په باره کې لیکوال گران ښکاري دا ځکه چې زما په ژوند کې داسې رنگينۍ نشته چې هغه د لوستونکو لپاره څه خواږه ولري زما ژوند د يوعادي پښتانه ژوند دی چې ماضي یې له لوږې. محرومیو او دردونو څخه ډکه ده او حال یې په زړو میزونو او چوکیو کې د نورو د خوشحالولو او راضي ساتلو په کار کې تیریږي. کله کله مې چا یال وتخنوي. زه دغه وخت قلم را واخلم او یوڅو کرښې د خپل ولس د اوښتونکو تقدیر په کتاب ولیکم.زه هغه بزگر ته ورته یم چې په وچه ځمکه کې د باران په هیله دانې  کري اودا ډاډه ورسره نه وي چې داسمان اوبه به د ده کروندې ته روسیږي که په ؟هغه وحشي گلان کله نا کله په دې کرونده کې گوتو ته راث پخوا تر دې چې د چاپیکي یا گریوان ته يې ورسوم راڅخه وچ او مړاوي شي.زه د تیارې او رڼا یو ناقص ترکیب يم يعنې سپیدو ته ورته یم چې جمال پرست نظر ته ښکلي ښکاريمگر په حقیقت کې د شپې او ورځې یو ناقصه پوله او متغیر ترکیب باله شي.زما خصوصیات دا دی چې له تيارې نه د رڼا په خوا ځځم خو کله چې لمر راوخېژي زه به نه یم.زه له ځمکې څخه چاپيره راگرځم او دهغې د گرځيدو موزیک اورم. زه د دې موزیک لپاره موزونې ترانېلیکم مگر د زمانې زاړه قابضان چې دمرگ پولې ته نژدې شوي دي زما له ترانو سره ضدیت ښيي اوهڅه کوي چې د دې نغمو او مستقبل ترمنځ خنډ شي خو زه تل د سیدو په څیر د لمر د راختو ترانې تکراروم.

دا ده زما د ژوند هغه څیره چې زه یې نن تشخیص کوم

سلیمان لایق له (۱۳۵۷ه‏ ق) کال نه را وروسته په لوړو دولتي او گوندي څوکیو لکه د علومو اکاډمي ریس او د سرحدونو او قبایلو د چارو وزارت وزیر پاتې شوی دی. وروسته د ډاکتر نجیب الله حکومت سقوط وکړ او مجاهدین بریالي شو نو لایق پېښور ته کډه شو او له هغه ځایه نه المان ته ولاړ او پناه یې واخیسته .لايق ۱۳۸۱ه ق کال کې بېرته هېواد ته راستون شو او دافغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د مشاورپه حيث وگمارل شو .سلیمان لایق مړینه: د ښاغلي لایق زوی غرزي لایق بي بي سي ته وویل چې پلار یې د هغو ټپونو لهکبله چې د ۲۰۱۹‏ کال سپتمبر کې یې په کابل کې د یوې چاودنې له کبله اخیستي وو په ۱۳۹۹لمری‏ کې ساه ورکړه.

سلیمان لایق له ټپي کېدو وروسته په لومړي سر کې هند ته او بیا جرمني ته د درملنې لپاره لاړ او له

تېرو لسو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري و.

د سلیمان لایق ځینې مهم اثار دادي:

١.چونغر‏ (پښتو شعري مجموعه) لومړۍ پلا په (۱۳۴۱ه‏ ق) کال او دویمه پلا په( ۱۳۶۱ ه ق) کال

چاپ شو.

خلاصه تحقیق

په نړ ۍ کې خدای ډیرې زیاتې ژبې پیداکړي چې اوس مهال هم په زرهاوو ژبې موجو دې دي خوهره ژبه ځانته خوصیات او بېلا بیل ادبیات لري کله چې دیو ې ژبې ادبیات را منځ ته کیږي نو داښکاره خبره ده چې د هماغې ژبې لیکوالانو او ادیبانو د کو شش په نتیجه کې منځ ته را ځي ؛ اوژوندي پاتې کیږي .

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده