دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.
-------------------------------------------------------------------------------------------
کارموندنه
.1.1 د دندې لټون څه ته وایي؟
د دندې لټون یا د کار پیداک ول د کارموندنې له هغه پروسې څخه عبارت دی کله چې یو شخص بېکاره وي او یا په
کار باندې مصروف وي خو د موجوده دندې څخه د نه رضایت درلودو له امله او یا د ی وې بلې ښې دندې غوښتلو له
امله د دندې په لټه کې وي . د کارموندنې یا د دندې د لټون څخه د کارکوونکې لومړۍ هدف د کارفرما سره د انټرویو برابرول دي کوم چې د
دندې د ترلاسه کېدو سبب کېږي .
.1.2 ولې باید دنده ولټول شي؟
• ځکه چې یوه مناسبه دنده ومومو . • دندې په لټه کې باید پام وشي چې خپلو وړتیاوو ته نږدې دنده له مناسب معاش سره پیدا کړو .
.1.3 د دندې د لټون ستراتیژیګانې
)هغه ستراتیژیګانې چې په افغانستان کې د پلي کېدو وړ دي(
.1 د دندې لټون د معلوماتي مرکزونو او ویب پاڼو له لا رې . .2 د کار د خبتیا په کارولو سره . .3 د ټیلیفون په ستراتیژۍ او کړنلا رې سره . .4 هغو شرکتونو ته لاس رسی پیدا کول او ځان رسول چې تاسو یې قدر داني کوی . .5 د خپلې شبکې یا اړیکو د کارولو له لا رې . .6 د انټرنشیپ/ د کار د زده ک ړې په پروګرام کې ګډون .
.1.3.1 د دندې لټون د مالوماتي مرکزونواو ویب پاڼو له لا رې : د دندې لټول په دې طریقه کې په ان
لاین ډول او مالوماتي مرکزونو په واسطه د دندې لټولو له پروسې څخه عبارت دی. چې له دې طریقه کولی شویوه
دنده په پرمختللي شکل ) د خپل مسلک مطابق/ کتګوري، د وظیفې موقیعت او یا د کمپنۍ( په اساس ولټوو .
څرنګه چې په اوسني وخت کې افغانستان هر کال په سل هاو زرو د کار قوه د کار مارکېټ ته عرضه کوي او په تاسف سره ویلی شو چې په هغه اندازه چې د کار قوه مارکېټ ته عرضه کېږي تقاضا وجود نه لري. او زموږ دولت هم د دې توانایي نه لري تر څو په دومره غټ مقدار سره د کار ق وې لپاره د کار زمینه برابره کړي. او له بلې خوا ډېر خلک د بېکارۍ او فقر له امله په جرم، فساد، غلا... او حتا خپل ژوند یې په خطر کې اچولی نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو سفر کوي.
اشتراکگذاری: