
دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------
د دې تحقیق موضوع په افغانستان کې د مالیاتی سیستمو کې رامنځته شو اصلاحاتو او د دولت په مالیاتی عوایدو باندې د دې اصلاحاتو اغیزې دي، په ځانګړي توګه د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۲ کلونو پورې. افغانستان د اوږدې مودې لپاره د ضعیف مالیاتی سیستمو او ناقص مالیاتی راټولولو پروسې سره مخ و، چې د دولت عواید یې محدود کړي او د خدماتو وړاندې کولو وړتیا یې زیانمنه کړې. د دې څېړنې له لارې به وکولی شو چې د رامنځته شو اصلاحاتو اغیزمنتیا او د هغوی پایلې په مالیاتی سیستمو کې وڅېړو، ترڅو وپوهیږو چې کوم اصلاحات بریالي وو او کوم یې نه وو.
دا څېړنه په ترکیبی کتابتونی میتودونو په مرسته ترسره شي ترڅو جامع او دقیق نتایج ترلاسه شي. ثانوي معلومات: د افغانستان مالیاتی ادارې او د مالیې وزارت رسمي راپورونه، د نړیوال بانک او د نړیوال وجهي صندوق راپورونه، او د موضوع اړوند تحقیقی مقالې او کتابونه.د معلوماتو تحلیل د Excel پروگرام استفاده شی ، پوهیدل به چې کوم اصلاحات بریالي وو او د مالیاتی سیستمو په اغیزمنتیا کې یې څه اغیزې درلودلې.
د مخکینیو څیړنو او موجوده ادبیاتو مطالعې ښیي چې په ډېرو هېوادونو کې د مالیاتي سیستم اصلاحات د دولت عوایدو په زیاتولو او اقتصادی ودې په ښه کولو کې مثبت رول لوبولی دی. په افغانستان کې د مالیاتي اصلاحاتو په اړه لږ شمېر څیړنې ترسره شوې دي، او موجوده فعالیتونه اکثراً د پراخو او دقیقو تحلیلونو نشتوالی لري. په دې برخه کې لاهم اړتیا ده چې د اصلاحاتو اغیزې په تفصیل سره وڅیړل شي، ترڅو وکولای شو د اصلاحاتو حقیقي اغیزې معلومې کړو او د هغوی مثبتې او منفي پایلې و ارزؤ.
د دې څېړنې مسئله دا ده چې د افغانستان په مالیاتي سیستم کې اصلاحات، چې د ۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ کلونو ترمنځ ترسره شوي، د دولت په مالیاتي عوایدو باندې څه اغېزې لرلي دي؟ سره له دې چې دولت په دې کلونو کې د مالیاتو راټولولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي، لا هم د مالیاتي عوایدو په زیاتولو او د اصلاحاتو په تطبیق کې ځینې ستونزې او خنډونه شتون لري. د مسئلې پېژندنه د مخکینیو څېړنو او موجوده وضعیت ارزونې پر بنسټ ده، او دا څېړنه هڅه کوي چې د دغو اصلاحاتو موثریت او د عوایدو په راټولولو کې د دوی اغېزې وڅېړي.
د دې څېړنې اهمیت د افغانستان د مالیاتي سیستم په اصلاح او اغېزمنتیا کې روښانه دی. لومړی، دغه څېړنه د مالیاتي اصلاحاتو د اغېزو ارزولو ته ځانګړې شوې ده، چې په تېرو کلونو کې په مالیاتي سیستم کې ترسره شوي بدلونونه څېړي. د دې بدلونونو موخه د مالیاتو راټولونې پروسه شفافه، منظم او اغېزمن کول دي. د دې څېړنې پایلې به وښيي چې دغه اصلاحاتو په حقیقت کې څومره بریالي وو.
دویم، د مالیاتو سیستم د دولت د عوایدو د زیاتولو لپاره حیاتي اهمیت لري، ځکه چې دا عواید د عامه خدماتو لکه روغتیا، زده کړو او زیربناوو د پراختیا لپاره کارول کېږي.
دریم، دا څېړنه د پالیسي جوړوونکو لپاره یوه لارښوده ده، چې د مالیاتي سیستم د لا پرمختګ لپاره نوې تګلارې جوړې کړي. د څېړنې پایلې کولی شي هغه ستونزې په ګوته کړي چې د مالیاتي اصلاحاتو په تطبیق کې راولاړې شوې او د هغوی د حل لپاره اغېزمنې سپارښتنې وړاندې کړي.
څلورم، د مالیاتي سیستم شفافیت او حساب ورکونې وده د ټولنې لپاره حیاتي ده. دغه څېړنه د دې په اړه مالومات وړاندې کوي چې د مالیاتي اصلاحاتو په نتیجه کې څومره شفافیت رامنځته شوی او غیر رسمي اقتصاد څومره کنټرول شوی دی.
د دې څېړنې اکادمیک اهمیت هم د پام وړ دی. دا به د اقتصاد، مالیې او مدیریت د برخو زده کوونکو او څېړونکو لپاره یوه ګټوره سرچینه وي، چې د افغانستان د مالیاتي سیستم او اصلاحاتو په اړه به لا ښه پوهه ترلاسه کړي.
دا څېړنه له ۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ه.ش کال پوري د افغانستان په مالیاتي سیستم د رامنځته شويو اصلاحاتو بررسی او د دولت په مالیاتي عوایدو باندې اغیزي تر عنوان لاندي تر سره شوي ده. او د دغو اصلاحاتو اغیزې د دولت په مالیاتي عوایدو باندې دي. موخه دا دي چې موخه يي د دولت په مالیاتی سیستم کې د اصلاحاتو بررسی او د دولت په مالیاتي عوایدو باندي يي اغېزې څیړل دي. دا څیړنه یوه ترکیبی کتابتونې څیړنه ده چی په مالیات سیستم کې د رامنځته شویو اصلاحاتو او د دولت د مالیاتی عوایدو اړوند معلومات په کې ځای په ځای شوی دی
اشتراکگذاری:
