
دا مونوګراف د څېړنې پروپوزل هم لري. د فرمایش لپاره مهرباني وکړئ د واټساپ له لارې موږ ته پیغام راولېږئ
واټساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
بیه: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------------
په افغانستان کې د کلیوالو اقتصاد ۸۰٪ له طبیعي منابعو لکه ځنګلونو، کرنې او مالدارۍ څخه تغذیه کيږي. په هغو سیمو کې چې د جلغوزیو تولید زیات ده د کلیوالو خلکو کلنی عاید شاوخوا له ۳۰٪ څخه تر ۶۰٪ پورې د جلغوزیو له تولید څخه تر لاسه کیږي، او د تولید یو له مهمو عایداتي سرچینو څخه ګڼل کيږي. جلغوزي نه یوازې د تولید یوه ارزښتناکه برخه ده، بلکې د ځینو کلیوالو سیمو د خلکو د ژوندانه د اساسي عوایدو وسیله ده. د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالي له هغو سیمو څخه ده چې پراخ طبیعي ځنګلونه لري او د جلغوزیو مهمه تولیدې سیمه ده. سره له دې چې هر کال له دې سیمې څخه جلغوزي بازار ته وړاندې کیږي او د صادراتو يوه برخه جوړوي، خو لا هم دا روښانه نه ده چې دا کاروبار د کلیوالو خلکو پر اقتصادي پرمختیا څه ډول اغېز کړی دی. په داسي حال کې چې له یوې خوا شتمنې طبیعي سرچینې شته، خو له بلې خوا پراخ فقر، بیوزلې، د کاري فرصتونو محدویت او د کلیوالو د ژوند د اساسي ستونزو دوام یو روښانه تضاد جوړوي. چې دا حالت اړتیا پیدا کوي چې موضوع په علمي او تحلیلي ډول وڅېړل شي. د دې څېړنې په ترسره کولو سره به د جلغوزیو د کاروبار د اقتصادي اغېزو په اړه مستند او تحلیل شوی معلومات برابر شي، د کلیوالو اقتصادي فرصتونه، ننګونې او اړتیاوي په دقیق ډول وپیژندل شي، د پالیسي جوړونکو، دولتي ادارو او مرسته کوونکو مؤسیسو لپاره د تصمیم نیولو یو مهم بنسټ برابر شي، څو د جلغوزیو له کاروباره د پایداره پرمختیا لپاره ګټوره استفاده وشي.
دا څېړنه په پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کې د يوې مهمې طبیعي سرچینې، جلغوزیو، د تولید او اقتصادي ارزښت علمي ارزونه ده. د افغانستان په ډیرو کلیوالو سیمو کې خلک د کرنې، ځنګلي طبیعي منابعو، او محلي تولیداتو له لارې خپل معیشت پر مخ وړي، چې له هغو څخه یي یوه ستره منبع د جلغوزیو تولید او کاروبار دی.
د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالي کې، جلغوزي نه یوازې یو طبیعي تولید دی، بلکې د ګڼو کورنیو د اقتصادي بقا بنسټ جوړوي. دا سیمه چې د نورو صنایعو، سواداګرۍ او دولتي دندو د فرصتونو له کموالي سره مخ ده، د جلغوزیو د تولید او کاروبار له لارې د عاید د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره لري. هر کال د جلغوزیو د تولید او کاروبار څخه ګڼې کورنۍ له ۵۰۰ زره څخه تر ۱ میلیون افغانیو پورې عواید تر لاسه کوي. چې دا عواید د دوی د ژوند کچه لوړوي، د اولادونو تعلیم، روغتیا، د هستوګنې اسانتیاوې، او نور بنیادي خدمات تمویلوي، او بالاخره د دوی د اقتصادي پرمختیا اصلي لامل ګرځي.
د جلغوزیو تولید چې پخوا به یوازې په سنتي بڼه تر سره کیده او محصولات به یي ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیدل، اوس د هوایي دهلیزونو او قانوني صادراتو له لارې مستقیم ڼړیوال بازارونو ته صادریږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د جلغوزیو کلني صادرات له ۲.۲ میلیارده افغانیو څخه زیات ارزښت لري. دا د دې ښکاروندويي کوي چې که جلغوزي په سمه توګه مدیریت شي، نو نه یوازې د مربوطه وګړو، بلکې د افغانستان لپاره د صادراتو، عایداتو او اقتصادي پرمختیا لپاره یوه مهمه سرچینه ګرځېدلی شي.
د دې څېړنې ځانګړی ارزښت پدې کې دی چې:
سربیره پردي، دا څېړنه د نورو تولیدي سکتورونو لپاره هم یوتطبیقي ماډل وړاندې کوي، چې له مخې یی درمل بوټي، میوې، یا مالداري هم د پرمختیا وسیلې وګرځې. د څېړنې موندنې به دا څرګنده کړي چې جلغوزي نه یوازې یوه طبیعي شتمنې ده، بلکې د اقتصادي پرمختیا لپاره سمه او د ممکنه لاره ده
نو له همدې امله، داڅېړنه نه یوازې د علمي ارزښت له مخې مهمه ده ، بلکې د سیمه ییزو خلکو د ژوند د ښه والي، د کلیوالي اقتصادي پرمختیا، او ملي اقتصاد د ودې لپاره هم یو مهم ګام بلل کيږي
په افغانستان کې د کلیوالو اقتصاد ۸۰٪ له طبیعي منابعو لکه ځنګلونو، کرنې او مالدارۍ څخه تغذیه کيږي. په هغو سیمو کې چې د جلغوزیو تولید زیات ده د کلیوالو خلکو کلنی عاید شاوخوا له ۳۰٪ څخه تر ۶۰٪ پورې د جلغوزیو له تولید څخه تر لاسه کیږي، او د تولید یو له مهمو عایداتي سرچینو څخه ګڼل کيږي.
اشتراکگذاری:
