فقر او دهغي دلمنځه ورلو لاري چاري
1404/01/10

فقر او دهغي دلمنځه ورلو لاري چاري

توضیحات

دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.

واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.

---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

فقر:

فقرداسې يوحالت دې چې په هغې کې خلک ډيرکم ياناکافي عايدات لري افتصادپوهانوددې لپاره مختلف تخنيکونه وړاندې کړيدي چې دفقرلپاره درست تعريف وړاندې کوي ،په لمړي سرکې اقتصادپوهانوفقرداسې تعريف کړو.

دعايدهغه سطحه چې دژوندلپاره دمتوقع مصرف څخه ټيټه وي .

اقتصادپوهانوداخبره نوټ کړيده چې ناداره کورني دخپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادومصرفوي . ([1])

يا ،فقر داسې يوحالت دي چې په هغې کې دخلکويوه خاصه طبقه حتى دژوندبنيادي(ابتدايي) ضرورتونه لکه،خوراک ،لباس اودهستوگنې ځاې نه شي برابرولئ،فقردوروسته پاتې هيوادونويوه خاصه نښه ده .هغه هيوادونه چې دپرمختگ په حال کې دي دفقرپه له منځه وړلوکې سخت کوشش کوي ،فقرحتى په پرمختللوسيمواوقومونوکې هم وجودلري . ([2])

په بل عبارت که چيرته يوشخص يوخاص دژوندمعيارپه پوره کولوکې پاتې راشي اوهغه پوره نه کړاې شي نوهغه فقيرياناداره دې اوهرکله چې هغه دغه معيارپوره کړې شي نوهغه نورغريب نه دې.

ناداره هغه څوک دې چې هغوي دمتوسط عايددلاسته راوړلوڅخه ډيرلرې پاتې وي.([3])

فقر: په نړيواله سطحه ډيرزيات فقرموجوددې . ديوساده نقطې نظر مطابق دقوت خريددمساوات په بنياد که چيرته ديوشخص سړي سر روزمره عايد يو امريکايي ډالروي نوهغه په خط افلاس يا دفقرپه خط باندې ژوندتيروي اوهغه شخص چې دهغه سړي سر عايد ديوډالرڅخه کم وي نوهغه دخط افلاس څخه لاندي ژوندتيروي يا هغه غريب دې ،لهذاددې تعريف په رڼاکې دنړي ټوله آبادي چې هغه ٦،٢ بليونه ده په هغې کې ١،٨ بليونه افرادغريب ياناداره دي ځکه چې ددوي عايدديوډالرڅخه کم دې ،ولې د٢.٨ بليونه افرادوسړي سر روزانه عايدد٢ ډالروڅخه کم دې ،غريب افراد دوروسته پاتې غذايي معياراودوروسته پاتې صحت ښکاردي .هغوي خويابيسواده دي اويا هم دهغوي تعليم ناقص اومعمولي دې،هغوي په داسې سيموکې اوسيږي چې هلته چاپيريال ډيرخراب دې.

د١٩٧٠ په لسيزه کې دفقرمسلې ډيراهميت حاصل کړويعنې دهيوادونوپه داخل کې اودهيوادونوڅخه دباندې دفقردحدپه باره کې معلومات کوم قسم کيداي شي نوددې لپاره پدې سلسله کې (دفقردمطلقې سطحې) تصوروړاندې شو .ددې څخه هدف دعايد يوخاص کم نه کم سطح ده چې دهغې په مدد سره خوراک ،لباس اوداوسيدوځاي ددې ټولويوخاص مقدارحاصل کيداي شي اوچې په هغې سره دجسم اورح تعلق قايم وساتل شي مطلب داچې دعايدسطحه به مختلفوهيوادونوکې مختلفه وي .

پدې سلسله کې(دنړيوال فقرخط) تصوروړاندي شو چې دډالر١٩٨٥ کال دقيمت په بنياد ددې سطحه ٣٧٠ ډالر مقرره شوي وه. نوددې لپاره دفقردمطلقې سطحې په باره کې لاندې اعدادوړاندې شويدي ،لکه څرنگه چې په ١٩٩٨ کال کې ١،٢ بليونه آبادي چې دنړې دټولې آبادي ٢٤% وه په مطلق فقرکې اوسيدل چې په هغې کې٨٠٠ مليونوافرادوتعلق دآسياسره وؤ ،٢٩٠ مليونوافرادوتعلق سب صحارا افريقې سره وؤ ،٧٨ مليونوافرادوتعلق لاتينې امريکې سره وؤ ولې ٧٥ مليونوافرادوتعلق دشمالي افريقې اوشرق ميانه سره وؤ .

مطلق فقر(Absolute Poverty)

مطلق فقريوخاص دکم نه کم عايدسطحه ظاهروي چې هغه دژوندي اوسيدلوپه خاطربنيادي مادي ضرورتونه لکه خوراک،لباس اوداوسيدلوځاې دپوره کولولپاره ضروري وي . پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې دهغوي سره دومره وسايل نه وي چې هغوي خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړائ شي اوددې دمعلومولوپه وخت کې به داکتل کيږي چې څومره خلک داسې دي چې دهغوي عايد کم نه کم خاص حقيقي عايد لکه نړيوال خط غربت نه کم دې چې په عامه توگه يوډالر روزانه باندې کښل شوې ،خودمختلفوهيوادونولپاره بنيادي ضرورتونه مختلف کيداي شي .خوددې مشکل نه دبچ کيدوپه خاطرماهرين ٣٧٠ ډالره سالانه يايوډالرروزانه د١٩٩٣ کال دقيمتونو په اساس نړيوال دفقرخط ټاکي اوبيا دادهرهيوادخپل کرنسي په قوت خريدکې اچول کيږي چې دهغې څخه ديوهيواددداخلي کرنسۍ په صورت کې دفقرخط حاصل کيداې شي .

نسبي فقر(Relative Poverty)

دبعضې ماهرينوداخيال دې چې دهغوافرادوشميرل چې دحاصل شوي فقرخط لاندې ژوندتيروي څه مناسبه به نه وي لکه که چيرته دفقرخط٣٦٠ ډالرکلنې عايدلاسته راغلې وي اويوفردچې دهغه عايد٣٥٠ ډالرکلنې وي اودوهم فردچې دهغه کلنې عايد٣٠٠ ډالردې په ظاهري توګه دادواړه افراددفقردخط نه لاندې ژوندتيروي.خوهغه شخص چې دچاکلنې عايد٣٠٠ ډالردې هغه به زيات غريب اوناداره وي.([4])

دفقرمنحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty):

دفقرياغربت دايره نن ورځ په اقتصادي بحثونوکې يوه دودشوې اونامتواصطلاح ده.دلته يوڅودايروي اړيکې چې دغربت ددايرويادفقردکړيو(Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي.داپه لږوپرمختللو هيوادونوکې دپرمختياسطحه تل ټيټه ساتي.نرکسي(Nurkse)ددې اصطلاح معناپه دې ډول توضيح کوي دغه دايره چې له يوشمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يودبل دوه برابره عمل کوي نو ځکه غريب هيوادنورهم دغربت اوفقر په حالت کې ساتي دبيلګې په توګه يوفقير سړې دخوړلولپاره هيڅ نه لري،نوځکه وږي دې ،نودده روغتياخرابه شوه ،نوله فزيکي پلوه سست شو،نودده دکارظرفيت راټيټ شو،ددې معناداشوه چې دۍ غريب شو،چې غريب شوخوړوته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نوروغتيايي خرابه شوه نرکسي دهغوهيوادونوپه هکله چې دفقردايره پکې مسلطه ده اودپورته غريب سړي سره يي مشابه کړې وايي. A country is Poor because it is poor يعني يوهيوادغريب پاتې شوې داځکه چې هغه غريب دې .

له همدې امله تقريباً تيره پيړي کې پرمختللي هيوادونوپرله پسې ،کال په کال شتمن شول اوترقي يې وکړه خوپرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول ، يوپرمختيايي هيواددغربت دڅوڅوکړيوڅخه اغيزمن کيږي ، خودښه کيدونښې يې نه راڅرگنديږي .دهغووگړي ضعيف ،بې سواده ،محافظه کاره،عنعنه پرست اوپه خرافاتوگيرخلک دي اودنويومفکورو،نوښتونواوابتکاراتوپه وړاندې ضروري عکس العمل نه ښکاره کوي . ترڅواقتصادي پرمختياراپيښه شي.سره لدې چې داسې هيوادونوکې دمړينې شميره ډيره زياته ده ،بيايي هم نفوس په گړنديتوب ډيريږي . ددې هيوادونومجموعي فضااوحالت دنه زغملودي ،نوځکه دفقرددايرې په موجوديت کې پرمختيااووده نشي پيښيدلي .پروفيسرنرکسي داهم وايي چې دپانگې راټوليدل ډير ورو،ځنډني اولږوي ،داځکه چې دپس اندازله امله دسرمايې عرضه اوپانگې اچونې ته د علاقې له مخې دپانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي ياپه بله وينا که چيرې پانگه اچونه وهڅيږي نوپانگې ته تقاضاليدل کيږي اوکه پس اندازونه موجووي دپانگې عرضه رامنځته کيږي نوچې کله هم دپانگې عرضه موجوده وه اوهم تقاضا په داسې يوحالت کې اقتصادمخ په ښه کيدو روانيږي ،که پانگې ته تقاضا اودهغې عرضه نه وي دايوډب حالت دې .خودفقرددايرې دتسلط په حالت کې ،دعايد دټيټوالي له کبله پس اندازونه کم دي چې پس اندازونه کم دي نودپانگې عرضه کمه ده ،عايدځکه ټيټه کچه کې دې چې مولديت ټيټ دې اومولديت ځکه ټيټ دى چې دپانگې کمښت ليدل کيږي. بيرته هماغه دوران تکراريږي .دپانگې کمښت دپس اندازونودکمښت له امله دى دپس اندازونوکموالې دعايددکمښت له کبله دى .اوپدې ډول يوه دايره جوړيږي چې ددې کلي حکم داسې دۍ په فقيرواوورسته پاتې هيوادونوکې دپانگې عرضه اوتقاضاټيټه کچه کې ده .په پورته توگه مونږدموضوع دښه پوهيدولپاره دوه دايرې چې يوې ته تقاضادايره اوبلې ته دعرضې دايره وايي دبحث لاندې نيسو.(٥)

 


[1] Samuelson, paul Anthony and Nordhaus,William,D,Economics,Singapore,year 1992 ,389

[2] KALRA,K.B,Dictionary of Economics, Academic India Publishers Newdelhi,year 1991,1988,P,291

[3] Baumol William J and Blinder Alans  S,Economics principle and policy USA,year 1988,P,441

٤ شاهد،اي حميد،ترقياتي معاشيات،لاهور،کال ٢٠٠٦،٢٠٠٧،ص ص،٤٩٠،٤٨٩

٥  دوديال،محمدبشير،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،ختيځ بيارغونې اداره،کال١٣٨٦ ،مخ ٤٤،٤٥

خلاصه تحقیق

په خلاصه توگه داسې ويلي شوچې فقردنړي په ټولوهيوادونوکې که هغه پرمختللي وي اوکه پرمختيايي وي وجودلري خوپه پرمختيايي هيوادونوکې دفقرسطحه زياته ده . اوددې لامل دادي چې داهيوادونه دپانگې دکموالي سره مخامخ دي .دپانگې دکموالي له امله خلکوته دکاروبارزمينه نه مساعديږي . چې پدې سره دبې روزگاري په سطحه کې زياتوالي رامنځته کيږي . په پرمختيايي هيوادونوکې دزراعت په سکتورکې دعنعنوي ميتودونوڅخه استفاده کيږي چې دتوليد دکموالي سبب گرځې . اونشي کولي چې خپل ضروريات پوره کړي نومجبوردي چې دنوروهيوادونوڅخه دضرورت وړا

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده