دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.
د اسلام له پیله نړیوالې اړیکې وې او نبي (صلی الله علیه وسلم) به اسلام ته د بلنې په موخه، د عربستان او نورې نړۍ هر کونج ته له دغو اړیکو او د سفیرانو له استولو څخه ګټه اخسته. د نبي (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې به سفیرانو ته لیکونه ورکول کېدل او هغه به یې د هیوادونو مشرانو ته رسول. دا ټول ددې ګواه دي چې په اسلام کې ډیپلوماسي د یو اصل په توګه له ډیر پخوا وه. روآیت داسې دی، چې د حبشې او مصر واکمنانو د همدغه ليکونو د ديپلوماسۍ له لارې د نبي (صلی الله علیه وسلم) بلنه ومنله او ایمان یې راووړ. نبي (صلی الله علیه وسلم) چې کوم لیکونه د نړۍ سترواکانو(امپراتورانو) د ډيپلوماټانو په لاس لیږلي، ټول شمیر یې ۲۴ ته رسي، ابن سعد فرمايي، چې په یوه ورځ کې یې ۶ لیکونه شپږو واکمنانو ته واستول، چې د فارس او روم واکمنان هم پکې شامل وو.د اسلام په لومړیو کې به سفیر د هماغه خاص هدف لپاره استول کېده، کله به یې چې خپل کار ترسره کړ، بیرته به راتله، په دغه وخت کې کوم ثابت د سیاسي نماینده ګیو او سفیرانو په نوم څه نه تر سترګو کېږي، او د نبي (صلی الله علیه وسلم) پیغامونه به ډير روښانه او شفاف وو.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُونُواْ قَوَّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِٱلْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلَىٰٓ أَلَّا تَعْدِلُواْ ۚ ٱعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ[1]
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى ! تاسو د الله لپاره (په حق باندې) مضبوط ولاړ اوسئ، چې په انصاف سره ګواهي كوونكي یئ او د یو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه كړي چې تاسو عدل ونه كړئ.
د څوارلسمې سپوږمیزې پېړۍ په پیل کېدو، کله چې اسلامي ډلو د اروپایی ښکېلاک د غلامۍ له کړۍ د ازادۍ لپاره پاڅون وکړ، نو دې افراطي او پاتې نظریې چې سیاست یې “پر ځمكه د خلافت او الهی حکومت” په توګه د دین د بنسټیزو او اصلی موخې په نوم خلکو ته ورپېژندو، پراختیا پیدا کړه.دې تېروتی اند د مسلمانانو په منځ کې د وخت په تېریدو او په كرار کرار داسې ځای پیدا کړ، چې ډېر اسلامی پوهان هم ونه توانېدل دا احساس کړی، چې د دوی د اسلامی اند چورلیز (مسیر) بدلون کړی دی.د “سیاسی ازادۍ” اړتیا او اهمیت په دومره کچه پر ذهنونو سیوری غوړولی و، چې ددې باریکې خو په ځنډ غټېدونکې تېروتنې او په دین کې د سم سیاست د ځای ټاکلو په اړه یې د فکر کولو وخت او فرصت نه درلود. پېغمبراکرم (ص) د خپل رسالت له پيل څخه چې بنسټ يې توحيد او توحيد دى. هغه د مختلفو قومونو او انساني ډلو سره اړیکې په خپله اجنډا کې ځای په ځای کړې کله چې په مکه کې موجود وي، يعنې له هجرت او د اسلامي دولت له رامنځته کېدو مخکې، له بېلابېلو لارو عامه ډیپلوماسۍ د دې پراخوالي او الهي بلنې څخه ګټه پورته کړه حتی کله چې هغه امام مدینې ته هجرت وکړ او اسلامي دولت یې جوړ کړ، سربېره پر دې چې دیپلومات هم و هغه عامه ډیپلوماسۍ او د هغې طریقې کارولې. په اسلامي ټولنه کې د عدالت تاسيس چې د اسلامي ټولنې د اقتصادي ودې تر څنګ اساسي امنيت او هوساینه پکې شامله ده او د افرادو د معنوي ودې لپاره زمينه برابرول د اسلامي دولت يوه اساسي دنده ده. د ټولنې په کچه د عدالت ارزښت او عظمت د قرآن له نظره داسې دی چې د بنسټیز او نه بدلیدونکي اصول په توګه وړاندې شوی او خدای یې په کلکه امر کوي او واجب یې بولي. (اسماعیل ، ۱۴۱۹)
اسلامي شریعت د خلکو د دنیا او آخرت دواړو نیکمرغۍ لپاره راغلی داسې یووالی ایجابوي چې له سره پکې تجزیه نه شي راتلای او داسې به سره نښتي وي چې هېڅکله به سره نه بېلیږي. دا ځکه چې د ځینو اسلامي احکامو اجرا کول او منل او د ځینې نورو له یو مخې شاته غورځول د دې عالي غرض او لوړ مقصد (د دارینو نیکمرغي) منځته نشي راوستلای. څوک چې قرآني آیتونه ولټوي ګوري چې د هر حکم څخه مخالفت دوه جزاوې لري:یوه دنیوي جزا او بله اخروي جزا . لاره وهل او قطاع الطریقي په دنیا کې د اسلامي شریعت له مخې وژل، غرغره کول او له منځه وړل جزا لري او په آخرت کې یې د غټ عذاب مجازات مقرر شوی دی. (اسماعیل ، ۱۴۱۹)
په اصلي موخه کی داسلامی او معاصری دیپلوماسی پرتلیزه څیرنه او تفسیر وکو او داسلامی دییپلوماسی او معاصر پرتلیزه وگورو .
د اسلام له پیله نړیوالې اړیکې وې او نبي (صلی الله علیه وسلم) به اسلام ته د بلنې په موخه، د عربستان او نورې نړۍ هر کونج ته له دغو اړیکو او د سفیرانو له استولو څخه ګټه اخسته. د نبي (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې به سفیرانو ته لیکونه ورکول کیدل او هغه به یې د هیوادونو مشرانو ته رسول. دا ټول ددې ګواه دي چې په اسلام کې ډیپلوماسي د یو اصل په توګه له ډیر پخوا وه. روآیت داسې دی، چې د حبشې او مصر واکمنانو د همدغه ليکونو د ډيپلوماسۍ له لارې د نبي (صلی الله علیه وسلم) بلنه ومنله او ایمان یې راووړ
اشتراکگذاری: