د عبدالروف بینوا د ادبي لیکونو شکلې او متحوایی څېړنه
1404/01/07

د عبدالروف بینوا د ادبي لیکونو شکلې او متحوایی څېړنه

توضیحات

 

 این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید

وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است

---------------------------------------------

لومړی فصل

عبدالروف بېنوا

عبدالرووف بېنوا (زوکړه د ۱۲۹۲ لمريز لېږدي کال د وږي لومړۍ، کندهارمړینه د ١٣٦٣ ه ل کال د مرغومي ٢١، د امريکا متحد ايالتونه، د نيوجرسي ايالت)، د افغانستان يو نامتو پښتو ژبی لیکوال، شاعر، ملي، ټولنيز او سياسي شخصيت دی.

مخينه

عبدالرووف بېنوا د ۱۲۹۲لمريز(ه ل) کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه (د ١٣٣٢ سپوږميز(ه ق) او ١٩١٣ زېږديز کال چې [[د اګست مياشتې له ۲۳مې سره سمون خوري) د کندهار ښار د سيد حسن خان کوڅې په يوه منوره او عالمه کورنۍ کې وزېږېد او همدلته رالوی شو. نوموړی د مفتي عبدالله، چې په کندهار کې په مفتي عبده شهرت لري، زوی او د مولوي عبدالحق اخوندزاده، چې په کندهار کې يې ښوواند(استاد) کُل باله، لمسی دی.

ښوواند(استاد) عبدالرووف بېنوا له آره د کندهار د معروف له عليزو څخه دی، چې بيا د هغوی لوی نيکه ملا ګلاب اخوند د هېلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کې، چې اوس ډير خلک ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وايې، مړ او خاورو ته سپارل شوی دی. خو د ملا ګلاب اخوند لمسی مولوي عبدالحق اخوندزاده شل کلن و چې له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغی او د کندهار ښار له خرقې شريفې سره نژدې يې د سيد حسن خان په کوڅه کې ژوند پېل کړ. فاضل ښوواند(استاد) بېنوا هم همدلته وزېږېد.

د ختيځ نوښتګر

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانو څخه يو نوميالی ليکوال دی چې افغاني ادب او ژبې ته يې څه کم اويا درانه علمي کتابونه په ميراث پريښودل. چې تر ډېرې زمانې پورې به د هغه له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي. ارواښاد د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې له کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتله او د مرګ پر بستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و. د کايناتو لوی خالق پر ده خپل خدايي استعداد لورولی و او د هغه په خټه کې يې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه. له همدې امله نوموړی چې په کوچنيوالي کې يې ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی زده‌کونکی و چې له شعر سره يې ملګرتيا ټينګه کړه او وده يې پسې ورکړه. وروسته د افغانستان د ادبياتو پر هسک هغه نه پناه کېدونکی ستوری شو چې رڼا به يې تل د دغې سپېرې او خوارځواکې خاورې پر تياره ټتر لمر غوندې ځلېږي.

که علامه سيد جمال الدين افغاني نړيوالو د ختيځ نابغه سياست پوه ګاڼه، نو علامه حبيبي هم د ختيځ لوی ليکوال او محقيق گڼل کيده، استاد الفت هم د ختيځ لوی او متکبر ليکوال بلل کيږي ، او علامه رشاد هم د ختيځ لوی څيړونکی او د جغرافيې برخې ستر ليکوال بلل کيږي. د همدې وياړونو او هستيو په لړ کې استاد بېنوا هم د ختيځ هغه نوښتګر شاعر او لیکوال بللای شو چې په خپل وخت کې ئې هم په پښتو شعر او هم په پښتو نثر کې داسې انقلاب او پاڅون راوستی چې د کلونو کلونو ويده مغزونه يې راوخوځول او د بري د معراج لاره يې ورپه نښه کړله.

شعر

پېړۍ واوښتې خو خلک لا ويده دي

ويښـول يې ډېرکلونه زحمت غواړي

په ړندو سترګو د اور پر خوا ور درومي

دا کـم بـخته لا نـشه د جنت غواړي

هو! رښتيا هم زموږ خلک له پېړيو_ پېړيو را پدېخوا په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښيږي؟ خو فاضل ښوواند بېنوا ډېره هڅه کوله چې په خپلو بوږنوونکو شعرونو او نثرونو خلک له خوبه راويښ کړي او ﻻره وروښيي چې په دې کار کې تر يو بريده بريالی هم شو خو ژوند وفا ورسره ونه کړله او دی يې خپله په درانه خوب ويده کړ.

فاضل ښوواند عبدالرووف بېنوا ته دده لوړ استعداد له خپلې درنې اوعلمي کورنۍ څخه په ميراث پاته شوی و، دده لوی نيکه ملاګلاب اخوند د وخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم و، د هغه زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او داستاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم د ٥٣ کتابونو مؤلف و، نو د همدغو مشرانو برکت و چې په ښوواند بېنوا کې هم د علم مينه خپره شوه. او نه يوازې يو عالم بلکې دهيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وگڼل شو.

د بېنوا زده کړې

لکه چې وړاندې مو وويل چې د دوی کورنۍ يوه عالمه کورنۍ وه، نو ځکه يې د کورنۍ مشرانو غوښتل چې ښوواند بېنوا هم ديني زده کړې وکړي، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چې فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړې وروسته يې د خپل ورور مولوي عبدالکريم تر ښوواندۍ (استادۍ) لاندې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پورې زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چې مولوي ترې جوړ شو، تر دغو زده کړو وروسته يې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چې لومړني شعرونه يې د کندهار په طلوع افغان کې خپرېدل، بيا په همدغه تانده ځواني کې کابل ته ولاړ او د خپل ورور مولوي عبدالکريم کره يې ژوند کاوه. په همدغه وخت کې يې خپلو نورو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توگه زده کړل. بديع ،بيان او ګرامر يې په داسې توګه زده کړل چې بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ د ژبپوهنې څانګه کې وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول. په دغه وخت کې يې دري ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر اندازې رسولې وه. بيا يې انګليسي ته ملا وتړله چې وروسته يې ډېرې ژباړې له دغې ژبې څخه وکړلې. دلته موږ ته د استاد بېنوا استعداد او ځيراکتيا ښه را مالومېږي چې په ډېره نوې ځوانۍ کې يې عربي، اردو، دري او انګلیسي ژبې زده کړې وې او په هغو کې د پوره مطالعې څښتن و .

رسمي دندي

په دې انځور کې عبدالروف بېنوا د نورو فرهنگيانو په کتار کې ۱۳ کس دی

فاضل استاد بېنوا د ادبي يون تر څنگ په دولتي اورگانو کي هم ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي چي:

  1. د کابل د ادبي انجمن غړی ١٣١٨ لمريز = ١٩٣٩ م
  2. د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال ١٣٩١ لمريز = ١٩٤٠ م
  3. د پښتو ټولني د صحافت مدير ١٣١٩ لمريز = ١٩٤٠ م
  4. د کابل مجلې مدير ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م
  5. د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م
  6. د پښتو ټولني مرستيال ١٣٢٣ لمريز = ١٩٤٤م
  7. د پښتو ټولني عمومي مدير ١٣٢٥ ل
  8. د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٢ م
  9. په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٣ م
  10. د کابل راډيو ريس ١٣٣٥ لمريز = ١٩٥٦ م
  11. د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی ١٣٣٦ لمريز = ١٩٥٨ م
  12. د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی ١٣٣٩ لمريز = ١٩٦٠ م
  13. په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٤٢ لمريز = ١٩٦٣ م

مړينه

فاضل استاد ارواښاد بېنوا په همدې (۱۳۵۸ ل ل) کال کورناستی (تقاعد) شو. وروسته يې پر ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ ز کال په امريکا متحدو ايالتونو کې سياسي پناه واخيسته. بېنوا صاحب يو کال وروسته يانې پر ١٣٦٣ لمريز کال د مرغومي (جدي) پر ٢١ مه نېټه (د ١٩٨٥ زېږدي کال د جنوري ١١ نېټه)، د ادينې (جمعې) پر مبارکه ورځ له هغې ناروغۍ څخه، چې ورپېښه وه، د امريکا په نيوجرسي ايالت کې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو. خدای بښلی بېنوا هماغلته په امريکا کې خاورو ته وسپارل.

د يادولو وړ ده چې د فاضل استاد بېنوا مړی د وخت د بېغورو واکمنانو د بېغورۍ له کبله په پردۍ خاوره يانې د امريکا متحدو ايالتونو په نيوجرسي ايالت کې خښ او پاتې دی. له هغه وخته راهيسې بيا تر ننه پورې په افغانانو کې داسې څوک پيدا نه شو چې زموږ ددغه نوميالي پوهاند او لیکوال مړی او پاتې شونې له هغه هېواده خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته راولېږدوي او دلته يې په خپله خاوره کې خاورو ته وسپاري.

دبېنوا ځوځات

فاضل استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي له مشري ميرمني څخه ئې يو زوی د عبدالقدوس په نامه درلودی خو هغه هم د استاد بېنوا په ژوند کي وفات شو او کورنۍ يې اوس هم په مشرقي کي پاته ده ـ او زما په غالب گومان دده ( عبدالقدوس ) زوی او د استاد بېنوا لمسی اوس هم د عبدالله بېنوا په نوم په مشرقي کي اوسيږي ، د استاد له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي مشر زوی يې هيواد ، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي ،د استاد د دوهمي او کشري ميرمني څخه يې مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده ، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده او کشرۍ يې لا اوس هم د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخته ده  

نوټ : د بېنوا صاحب د دې لنډ ژوند ليك ماخذونه مي د ( ١ ) ، ( ٢ ) ، او ( ٤ ) د کندهار د تاند ليکوال او ښکلا مجلې مسول چولونکي عبدالقديم پتيال د اثر ( د استاد بېنوا علمي يون ) د لمړی څپر کي څخه او ( ٣ ) مي د بېنوا صاحب په خپل قلم ليکلي يو ليک څخه چي سر ليك يې ارواښاد ( خلاصه زندگينامه رسمي بېنوا) ليکلی او په دې وروستيو ورځو کي د ارواښاد دځينو نورو قلمي ټوټو سره چي فاضل استاد په خپل قلم ليکلي ، د هغه د منځوي زوی ښاغلي خوشحال بېنوا له خوا بېنوا فرهنگي ټولني ته ورکړل شوی دی را اخيستي دي .

د استاد عبدالرووف بېنوا اثار

پښتو کيلي

  • دا اثر ډير خلگ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو

پردېس

  • داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده
  • پښتو د شاهانو په دربار کي
  • دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

باغونه

دا د ټاگور دنثري اشعارو د ټولگي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده

د ميني مينه

دا د شعرونو ټولگه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده

پښتنې مېرمني

  • دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی
  1. د هوتکو په دوره کي پښتو
    • دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .
  2. طوق لعنت
    • يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده
  3. ميرويس نيکه
    • و پښتو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی
  4. اريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني
    • دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
  5. د غنمو وږی
    • دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده
  6. د پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله
    • دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده
  7. چند اهنگ ملي
    • په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی
  8. ادبي فنون
    • دا کتاب دهغو درسونو ټولگه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولگي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی
  9. ويښ زلميان
    • داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولگه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده
  10. د دار مستتر پښتو څېړني
    • دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی
  11. صداي وطن
    • يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده
  12. د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح
    • په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی
  13. خوشحال خان خټك څه وايي ؟
    • دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مگر په ١٣٢٩ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ
  14. نظري به پښتونستان
    • په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه

د بېنوا د نثر بېلگه

بله نسته

د شعر په نړۍ کي د پښتو ژبي يوه شاعره چي بله نسته نومېده ، د کندهار د زمينداور په گردي باغران کي يې د آغا محمد خان په کور کي دنيا ته سترگي غړولي . د نوموړي مېرمني د ژوند کره نېټه نه ده معلومه خو په غالب گمان د (۱۳۰۰) لمريز لېږديز کال په شا وخوا کي يې ژوند کړی . بله نسته لا د شلو کالو وه چي مرگ ورباندي راغی او داشاعره يې ځواني مرگه کړه هغه (غيري) کوتل ته په لرگو پسي تللې او هلته له پاڼ څخه را لوېدلې وه

. دا چي د شاعري پوره شعر په لاس کي نه لرو لاندي څو بيتونه يې د بېلگي په ډول وړاندي کوو .

خلاصه تحقیق

استاد عبدالرؤف بینوا د مفتي عبدالله (مشهور په مفتي عبده) زوی، د ۱۲۳۲ کال د وږی د میاشتی په لومړی نیټه (۲۳ اگست ۱۹۱۳) دکندهار ښار کی، په یوه دینداره او منوره کورنی کی، نړی ته سترګی پرانسیتی.لومړنی زده کړی یی د قرانکریم، عربی ادبیاتو؛‌ صرف، نحو، بدیع،‌بیان، فقی او نور علوم د پلار او مشر ورو څخه وکړی او وروسته کابل ته راغی او خپلو زده کړو ته یی دوام ورکړ.لا نوې ځوان وه چی دری، عربي ، اردو، او انگريزي ژبي یی زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې، لیکنو او ژباړو څښتن وه.

پروژه های انجام شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
د افغانستان اسلامی بانک له خدماتو څخه د مشرتیانو د رضایت کچه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د افغانستان اسلامي بانک د خدماتو په اړه د مشرتیانو د رضایت کچه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې مطالعه کوي، عوامل او معیارونه چې په رضایت اغېز لري تحلیلوي او د خدمتونو د پرمختګ لپاره وړاندیزونه وړاندې کوي. دا مطالعه د بانکداري په برخه کې د کیفیت د لوړولو لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي.

مشاهده
سهم عواید گمرکی تورخم در بودجه ملی افغانستان طی سال های 1401-1391 ه.ش
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف سهم عواید گمرکی تورخم در بودجه ملی افغانستان را طی سال‌های ۱۳۹۱ تا ۱۴۰۱ ه.ش تحلیل می‌کند و روندهای درآمدی، چالش‌ها و فرصت‌های مرتبط با آن را بررسی می‌نماید. نتایج این تحقیق می‌تواند به تصمیم‌گیرندگان در بهبود مدیریت منابع مالی و تقویت درآمدهای گمرکی کمک شایانی نماید.

مشاهده
عقد مضاربت در بانکداری اسلامی
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف به تشریح عقد مضاربت در بانکداری اسلامی می‌پردازد و ساختار، شرایط و مزایای آن را بررسی می‌کند. همچنین چالش‌ها و راهکارهای بهبود اجرای این قرارداد را تحلیل کرده و نقش آن را در تأمین مالی و رشد اقتصاد اسلامی تبیین می‌نماید. مطالعه این اثر برای دانشجویان، پژوهشگران و فعالان حوزه بانکداری اسلامی بسیار مفید است.

مشاهده
نقش شرکت های کوچک و متوسط SMEs بر رشد اقتصادی کشور مطالعه موردی شرکت های کوچک و متوسط ساحه دشت برچی
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف به تحلیل نقش شرکت‌های کوچک و متوسط (SMEs) در رشد اقتصادی کشور می‌پردازد و با مطالعه موردی شرکت‌های دشت برچی، فرصت‌ها و چالش‌های این بخش اقتصادی را بررسی می‌کند. نتایج این تحقیق می‌تواند راهنمایی ارزشمند برای ارتقاء عملکرد و پایداری SMEs و توسعه اقتصادی منطقه باشد.

مشاهده
نقش بازاریابی بالای در آمد شرکت مخابراتی روشن
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف تخصصی، نقش بازاریابی را در افزایش درآمد شرکت مخابراتی روشن بررسی می‌کند و استراتژی‌های مؤثر بازاریابی که به جذب مشتریان و بهبود فروش کمک کرده‌اند را تحلیل می‌نماید. مطالعه این اثر به مدیران، کارشناسان بازاریابی و سرمایه‌گذاران کمک می‌کند تا با شناخت بهتر اهمیت بازاریابی، تصمیمات بهتری برای توسعه کسب‌وکار اتخاذ کنند.

مشاهده
د منطقوي سازمانونو اقتصادي اهمیت
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د منطقوي سازمانونو اقتصادي اهمیت او د هغوی په سیمه‌ییزو اقتصادونو کې رول تشریح کوي او د سوداګرۍ، پانګونې او پراختیا په برخو کې د همکارۍ فرصتونه بیانوي. د دې اثر مطالعه د سیاستوالو، پانګوالو او اقتصادپوهانو لپاره د منطقوي همکارۍ د ګټو په درک او پیاوړتیا کې مرسته کوي.

مشاهده
د کرنیزو محصوالتو بازار موندنه
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د کرنیزو محصوالتو بازار موندنې په اهمیت، ستراتیژیو او ننګونو تمرکز کوي او د کروندګرو لپاره د محصولاتو په مؤثره توګه بازار ته د وړاندې کولو لارې چارې تشریح کوي. د دې اثر لوستل به د کرنیز سکتور د پرمختګ په برخه کې د ښه بازار موندنې لپاره ګټور معلومات او وړاندیزونه وړاندې کړي.

مشاهده
د ښوونې او روزنې رول په اقتصادي پرمختیا کې
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف په تفصیل سره د ښوونې او روزنې د اقتصادي پرمختیا په برخه کې رول څېړي او د بشري پانګې د لوړولو، نوښت او تولید په پرمختګ کې د ښوونې او روزنې اغېزې په ګوته کوي. دا اثر د سیاست جوړونکو، ښوونکو او څېړونکو لپاره د ښوونې او روزنې په سیستم کې د اصلاحاتو او ښه والي لپاره لارښوونې برابروي.

مشاهده
د افغانستان د انر ژیکي سرچینو اقتصادي څیړ نه
1404/03/17 اقتصاد

دغه مونوګراف د افغانستان د انرژي سرچینو اقتصادي وضعیت، د مختلفو انرژي منابعو ظرفیتونه، کارونې، فرصتونه او ننګونې په تفصیل سره څېړي او د اقتصادي پراختیا لپاره د هغوی د رول په اړه علمي تحلیل وړاندې کوي. د دې اثر مطالعه د پوهانو، سیاست جوړونکو او پانګوالو لپاره د انرژي سکتور په برخه کې د ښه تصمیم نیولو زمینه برابروي.

مشاهده