این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است
---------------------------------------------
پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې چې يو لړ نومونه ېې پښتو، پختو، پوختو، په هندي (پټاني)، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري. دغه ژبه له ۱۹۳۶ز کال راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه گڼل شوې.پښتو د افغانانو ژبه ده چی له تاریخی پلوه د هندو اروپایی ژبو یوه څانګه شمیرل کیږی. هندو اروپایی ژبنی کورنی د نړی یوه ستره ژبنی کورنی بلل کیږی چی پنځه واړه وچی یی نیولی دی اروپایی برخه یی هماغه ګردی ژبی را اخلی چی د اروپا وچه یی یو مخزه نیولی او بیا یی تر امریکا استرالیا، افریقا او آسیا پوری سررسیدلی او په څو ژبینو ډلو یا څانګو ویشل شویدی لکه سلاوی (روسی، چکی سلواکی، بلغاریایی، پولندی، یوګوسلاوی . . .) او داسی نوری. هندی برخه یی چی هندو اروپایی یا په یوه نامه (آریایی) هم بلل کیږی، هغه ټولی ژبی را اخلی چی د پارس له ختیځه د هند تر وروستیو پولو او چینی او روسی ترکستانو پوری رسیږی دا برخه پر څلورو غټو څانګو ویشل شوی لکه: ۱- آریایی (پښتو، پارسی، بلوڅی، کوردی، اورمړی، پراچی، پدغه، سنګلیچی، شوغنی، واخی، مونجی، اشکاشمی، روښانی، یزغلامی، تاشی، سیوندی سنمانی مازندرانی، ګیلګی، لوری . . .)، ۲- هندی (بنګالی، سیندی، پنجابی، ګوجراتی، مرهټی .۳- نورستانی (کتی، وایګلی، پاروټی، اشکوټی) او ۴- دردی (پشه یی، کشمونډی، تیراهی، باتیرو، پلوړا ګوربتی، ساوی .آریایی څانګه په دوو سترو ډلو ویشل کیږی، پرسیک یا لویدیزه ډله او باختری یا ختیزه ډله. په لویدیزی ډله کی پارسی (دری او تاجیکی په ګډون) بلوڅی، کوردی، تاشی اورمړی سیوندی، پراچی، سمنانی، مازندارنی، ګیلګی، لوری راځی او په ختیزه اریائی کی پښتو، منونجی، ښوغنی، روښانی، سنګیچی، اشکاشمی، واخی، یزغولامی یدغه راځی. پښتو هم د نورو خپلوانو ژبو غوندی دری ګونی پیرونه شاته پری ایښی دی لکه: زوړ پیر، منځنی پیر او اوسنی پیر. خو له بده مرغه نه یی له زاړه پیر کومی چوتی نښی نښانی پاتی دی او نه یی له منځنی پیر څخه په زاړه پیر کی چی زیږیدی کال د مخه تر دوو پیړیو پوری رسی او تر دویمی پیړی پوری اوږدوالی مومی. د زړی پارسی، میدی، او ستایی او ساکی یا سکیتی په نامه د څلورګونو ژبو یا ژبنی ګروپونو نښی نښانی را پاتی دی چی د اوسنیو علمی فرضیو له مخی له هغو څخه ساکی یا سکیتی د ختنی او الانی مور او دایستی، شوغنی، مونجی وټیڅی او نورو پامیری ژبو او نورو پامیری ژبو او پښتو زړه بټه یا نیا بلل شویده. میدی د سوغدی مور او د یغنابی، کور دی، بلوڅی او داسی نورو نیا وه. زړه پارسی د پهلوی یا منځنی پارسی او پارتی مور ده او د اوسنی پارسی- دری تاجکی نیا. د اوستا لور خوارزمی وه مګر لمس یی جوته نه ده، په دی پورتنیو څلورګونو زړو ژبو کی زړی پارسی په جنوب لویدیز اریائی ګروپ اړه درلوده، میدی په شمالی لویدیز او اوستا او ساکی په شمال ختیز اریائی یا باختری ګروپ. په منځنی پیړی کی چی له دویمی پیړی څخه تر اوومی زیږدی پیړی اوږدوالی لری د جنوب لویدیز خوا ته منځنی پارسی یا پهلوی ویل کیده، جنوب ختیز خوا ته د پراچی او اورمړی مور شمال لویدیز خوا ته پارتی او شمال ختیز یا باختر خوا ته خوارزمی سوغدی الانی یا ختنی او باختری یا کوشانی او دغه راز د پښتو، وڼینڅی او پامیری ژبو موره په اوسنی پیر کی پارس دری یا تاجیکی په جنوب لویز اړه لری. بلوڅی او گوردی او داسی نوری په شمال لویدیز اورمړی او پراچی په جنوب ختیز او پښتو له ونیڅی او پامیری ژبو سره په شمال ختیز گروپ پوری تړل کیږی. مګر له پیړیو پیړیو راهیسی دغه ژبی زیاتره، خپلو آرو ټاټوبیو څخه نورو سیمو ته رالیږدیدلی دی لکه پښتو له شمالی ختیځ څخه جنوب ختیځ، پارسی یا دری څه ناڅه له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ او جنوب ختیځ او بلوڅی له شمال لویدیځ څخه جنوب ختیځ ته.
سره له دې چې لرغونې دوره د اثارو له مخې دومره غني نه ده او موږ يې په واک کې نه لرو، خو بيا هم ياده دوره د پښتو ادب تاريخ د پيل او ايجاد کې بنسټيز ارزښت لري چې تر ډېره د پښتو ادب ځينې چوکاټونه په لرغونې دوره کې اېښودل شوي دي.په دغه دوره کې په لومړي ځل پښتو ژبه له نورو ژبو سره اړيکې پيدا کوي او ابو هاشم سرواني له عربي ژبې څخه لومړی نظم چې د ابن خلاد وو، پښتو ته ترجمه کړ. د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې شيخ اسعد سوري د افغان پاچا امير محمد سوري پر مړينه قصيده ليکلې چې دا په پښتو ادب کې لومړۍ قصيده ده.
د اسلامي روحيې لوړولو لپاره په شپږمه پېړۍ کې د ملکيار غرشين سندره تر موږ رارسېدلې ده چې دا د مقاومت د ادبياتو لومړۍ بېلګې ګڼلی شو. د تايمني کاکړ د عشق او محبت سندرې او د سلمان ماکو تذکرة الاولياء (۶۱۲ق) کې لرو چې دا د پښتو ادب تاريخ کې لومړی ليکلی نثر دی چې يو څو پاڼې يې د څېړونکو په واک شته. د دې سربېره د عرفاني افکارو لومړی څرک چې د شيخ متي (۶۲۳ – ۶۸۸هـ) په دغه دوره پورې اړونديږي. د زرغونې کاکړ د سعدي بوستان پښتو ژباړه چې په نهمه پېړۍ کې يې کړې ده، په دغه دوره کې د ښځو د ونډو ښکاروندويي کوي. موږ په لرغونې دوره کې متفرق اثار لرو، چې د يادې دورې اثار په هنري لحاظ دومره عالي نه دي، خو په ادب تاريخ کې يې موږ ځايولی شو. سر محقق زلمی هېواد مل وايي: «د غوري دورې قصيدې، د شيخ متي مناجات، د اکبر زمينداوري اشعار، د شيخ تيمن، شيخ بستان او هم د علي سرور او شيخ محمد صالح الکوزي غزلې د خپل فکري ارزښتونو ترڅنګ لوړه هنري مايه لري.خو د دغې دورې د اکثرو شاعرانو پنځول شوی ادب تش نظمونه دي او هنريت پکې کمرنګه دی. د يادې دورې د ټولو شاعرانو پېژندنه، اثار او نظمونه په تذکرة الاولياء او پټې خزانې او دغه راز د پښتو ادبياتو د تاريخ کتابونو کې راغلي دي.
پښتو ادب منځنۍ دوره داسې مهال راپيليږي چې هندوستان کې د لودي پښتو دويمه پاچاهي نسکوره شوې وه او د هند ګورګاني امپراتور تر کابل او کندهاره واک چلاوه، چې دغو شرايطو کې بايزيد روښان (۹۲۵ – ۹۸۵هـ) راولويده او دا ټول حالات، پښتنو سره ظلمونه او د مغلو دکتاتوري يې پر خپلو سترګو ليدله. نو نوموړي ته يو فکر پيدا شو، ترڅو د دغه فکر تر سيوري لاندې پښتانه راټول کړي او د يووالي مفکوره ورکړي.هغه تصوفي لاره غوره کړه، دغه برخه کې د پيرۍ تر درجې ورسېد، هغه څوک چې د نوموړي په دغه حلقه کې شاملېده ورته يې اصول او کړنلاره جوړه کړه.
پښتانه ورځ تر بلې په ډېر شدت سره د بايزيد روښان تر رهبرۍ لاندې راټولېدل، نوموړي په دې اړه تبليغ هم کاوه، مختلفو سيمو ته يې استازي ولېږل، خپله يې هم موزې پر پښو کړې، خپله کړنلاره يې کلي په کلي، کور په کور او مسجد په مسجد بيان کړه، په چټکۍ سره ورځ تر بلې خلک راډېرېدل او له ليرې ليرې ملکونه به ورته راتلل.په شدت سره د بايزيد روښان تر رهبرۍ لاندې د پښتو او افغانانو راټولېدل مغلو د ځان لپاره د خطر زنګ باله، نو نوموړي پسې يې توره وکښله، بايزيد او پلويان يې هم مجبوره شول چې توره له تيکې وباسي او کابو يوه نيمه پېړۍ دا توره د مغلو پر وړاندې وچلوي.روښان پير د خپلې لارې د تبليغ لپاره يو شمېر کتابونه (صراط التوحيد، مقصود المؤمنين، فخراالطالبين، حالنامه، د رسم الخط رساله، خيرالبيان، تذکره، فرحت المجتبی) او نور ګڼ شمېر اثار وليکل، چې خاص ادبي ارزښت نه لري. سرمحقق زلمی هېواد مل وايي، د بايزيد روښان لخوا ليکل شوي اثار کوم هنري ارزښت نه لري، خو د ده فکري اغېز او د پلويانو لخوا ليکل شوي سلګونه اثار يې پښتو ژبې او ادب ته يو څه ورکړي دي. دغه راز د پير روښان او پلويانو اثار يې د پښتو ژبې د لغاتو او ترکيبونو يوه غني ذخيره لري چې له همدې امله ادب تاريخ کې د مطالعې ځای ورکړل شوی دی (۳: ۹۵).
پښتو ادب منځنۍ دوره کې موږ درې پړاوونه (د پير روښان، خوشال خټک او د حميد نازکخيالۍ) مطالعه کوو، دغه راز څلور مکتبونه چې د روښان ادبي مکتب، د خوشال خان ادبي مکتب، د رحمان بابا تصوفي، عرفاني او ادبي مکتب او د نازکخيالۍ مکتبونه هم د دې دورې د شاعرانو ځانګړنې دي. منځنۍ دوره په درې لويو مهمو موضوعاتو راڅرخي، چې فکري، سياسي او هنري دي، فکري برخه يې پير روښان، سياسي يې خوشال خټک او هنري يې حميد مومند، کاظم خان شيدا او حنان بارکزي پورې مربوطيږي (۱: ۴۱).
اخند درويزه چې يو صوفي سړی او د پير روښان له سختو مخالفينو څخه وو، په همدغه پړاو کې مطالعه کېدلی شي، ځکه چې د پير روښان او د اخند درويزه او د پلويانو اثار يې په موضوعي او شکلي لحاظ کوم ښکاره توپير نه لري چې د بېل پړاو نوم ورکړی شي.
اخند درويزه هم ګڼ شمېر اثار لیکلي دي چې تر ټولو مشهور يې مخزن الاسلام دی چې د پير روښان د خيرالبيان مقابل کې يې ليکلی دی. د اخند درويزه او پير روښان د مخالفتونو په اړه استاد هېواد په خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ کې د سرمحقق محمد صديق روهي په حواله ليکلي دي، اخند درويزه «رح» د بايزيد روښان له سرسختو مخالفينو څخه وو، د روښانيانو سره د اخند درويزه د مخالفيت علتونه زياتره پر ديني اساساتو متکي دي (۳: ۱۱۰).
استاد هېوادمل د مورګنسټرين په حواله ويلي دي، د خوشال خان په اثارو کې فکري عمق د لفظونو او ترکيبونو باريکي او شاعرانه ادا دومره لوړه ده چې د پارسي شعر په شاعرانو کې يې مثال نشته.د خوشال خان خټک بله لويه ځانګړنه دا وه چې يوه فرهنګي کورنۍ يې درلوده، زامن يې، لمسيان، لور او مېرمن يې ټول شاعران وو. په کورنۍ کې يې (عبدالقادر خان خټک، اشرف خان هجري، سکندر خان خټک، صدر خان خټک، ګوهر خان خټک، بهرام خان، ازاد خان خټک، بي بي حليمه خټک، افضل خان خټک) او ګڼ شمېر نورو منظوم او منثور اثار ليکلي دي (۳: ۱۵۴، ۱۶۳).
د خوشال خان خټک، د ده کورنۍ او د ادبي سبک پېروان يې د منځنۍ دورې دويم پړاو جوړوي، چې زما په اند دا تر ټولو معتبر پړاو دی، د دې پړاو يو شمېر ځانګړنې په لاندې ډول دي:
د پښتو ادب اوسنۍ دوره افغانستان کې د سراج الاخبار دويم ځل خپرېدو سره راپيل شوه، چې د محمود طرزي په مديريت په ۱۹۱۱ل کې سراج الاخبار د دويم ځل لپاره خپرونې پيل کړې. دغه راز په پښتونخوا کې د (افغان) جريدې په راپيلېدو د معاصرې دورې زړې اېښودل کېږي چې هلته د راحت زاخيلي، فضل محمود مخفي، عبدالاکبرخان اکبر او شمېر نورو ليکوالو لخوا نوي ژانرونه باب شول(۲: ۵۰).
پښتو معاصره دوره څلور پړاونه لري چې عبارت دي له: (روښانتيا، ويښتيا، اوښتون، سمون) خو وروستی پړاو يې لا نه دی څېړل شوی او کله چې د ياد پړاو لپاره زمينې برابريږي نو افغانستان کې جګړه پيليږي، ليکوال او شاعران تت وپرک کېږي.
د يوولسمې هجري پېړۍ په جريان کې عبدالحميد مومند (۱۱۴۵ هـ ق) مړ، د خپل دور د تېر مهال د شاعرانو په خلاف نوې لار خپله کړه او پښتو ادب کې يې د هندي سبک بنسټ کېښود. نوموړي د شعر په تازه مضمون موندلو کې ښه مهارت درلود، لوی دېوان يې وليکو، منظومې ژباړې يې وکړې او هندي سبک يې ښه وپالو.
علامه حبيبي د حميد مومند د شعر په اړه ليکي: «د حميد امتياز له نورو شاعرانو څخه يوازې د شعر په ډېروالي نه دی، بلکې دی هنري او ادبي داسې لياقتونه لري چې هغه په نورو شاعرانو کې لږ ليدل کېږي. . . حميد پښتو شعر ته نازک تخيل او شاعرانه موشګافي راوستله. . . دی په خپله ژبه او هنر باندې دومره غښتلی دی چې هر رنګه نوی مضمون او ښکلی تخيل په پښتو ښکليو الفاظو کې ادا کولی شي (۱: ۲۷)
پښتو شعر کې هندي سبک بيا دومره شهرت پيدا کړ چې په دولسمه او ديارلسمه پېړۍ کې ډېر وپالل شو چې يو شمېر مشهور شاعران يې دا دي:
حسين، قلندر يوسفزی، خانګل خليل، محمد، کامګار خټک، دوست محمد، فضيل، علي خان مامنزی، حمدالله کاکاخېل، سليم، شمشېر، محمدي صاحبزاده او يو شمېر نور.
په مخکنی برخه کی د پښتو پر ژبنی اړخ رڼا واچول شوه او پر پیدایښت آری (منشاء)، کورنی اړیکی او داسی نورو ربړو (پرابلمو) یی لنډی لنډی خبری وشوی. دادی په دی برخه کی ددغی ژبی ادبی اړخ تر څیړنی لاندی نیول کیږی او هعه له ټولو تاریخی، ټولنیزو کلتوری او تخنیکی ځانګړتیاوو سره په یو ځغلند الواک (نظر) تر کره
د پښتو ادبياتو منځنۍ دوره مکتبونه
د پښتو ادبياتو دويمه دوره د لسمې هجري پېړۍ له نيمايي پيليږي او د څوار لسمې هجري پېړۍ تر لومړيو درېو لسيزو پورې رارسيږي. د پښتو ادبياتو دا دوره په افغانستان، پښتونخوا او هند په سيمو کې له ځينو ملي، مذهبي او پښتني غورځنګونو سره په تړاو را ټوکيږي. د منځنۍ يا کلاسيکې دورې ځانګړتياوې :
v بشپړ اومکمل ادبي اثار يې زموږ تر لاسه رارسيدلي ...
v له ګاونډيو ژبو( فارسي او عربي ) سره د پښتو ژبې اړيکې ټينګيږي ...
v دا دوره څو پړواونه لري، چې دهر پړوا ادبي اثار ځانته ځانګړي ځانګړتياوې لري...
په منځنۍ دوره کې را منځته شوي ادبي مکتبونه :
1. روښاني ادبي مکتب :
• سبک : په لغت کې د سپينو زرو ويلې کول او په قالب کې اچولو ته وايي او په اصطلاح کې او په ادبي اصطلاح کې سبک د يو شاعر يا ليکوال د وينا او ليکنې لارې، اسلوب او روش ته وايي.
• ادبي مکتب : لغوي معنايې د ليک، زده کړې او ښوونې ځای ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه پراخ ادبي جريان او لاره ده چې د زيات شمېر اديبانو ( شاعرانو او ليکوالو ) دسبکونو له ګډون څخه را منځته شوي وي.
روښاني ادبي مکتب د لسمې هجري پېړۍ په دويمه نيمايي کې رامنځته شوی، بنسټګر يې پياوړی عالم او ليکوال بايزيد روښان ( ۹۳۰ – ۹۸۱ ه.ق ) دی. د روښاني ادبي مکتب پيروان عبارت دي له (( ارزانی، علي محمد مخلص ،دولت لواڼی، ابابکر کندهاری، واصل روښاني، ميرخان روښاني، مير زا خان انصاري، اورکزی، قادر داد او داسې نور.)
په روښاني دوره کې ليکل شوي اثار د شکل له پلوه؛ نيم منظوم، منظوم او منثور دي. دنيم منظوم ، مسجع مقفي نثر د ليکلو دود په همدې دوره کې د بايزيد روښان له خوا پيل شو. ددې دورې زياتره اثار عرفاني، ديني او اخلاقي مسايلو ته بېل شوي دي. په دې دوره کې عرفان د يوه مسلک په توګه په خلکو کې لاره پيدا کوي او د لومړۍ دورې په پرتله ځانته مکتبي بڼه غوره کوي. په دې دوره کې ځينې شعري ځېلونه را منځته کيږي چې په پخوانۍ دوره کې نه ليدل کيږي، لکه : ( مربع او مخمس ) . په دې پړاو کې پښتني فرهنګ له اسلامي فرهنګ سره خورا نژدې شو او ځينې مهم ديني او فقهي اثار پښتو ته وژباړل شول، لکه : خلاصه کيداني، قصيده برديه، قصيده سرياني، نورنامه، خلاصته الاسلام او نور. همدارنګه ځينې ديني کتابونه هم وليکل شول لکه : مخزن الاسلام ، نافع المسلمين، فوايد شريعت او نور.
دخوشحال بابا ادبي مکتب :
خوشحال خان خټک په ( ۱۰۲۲ ه.ق ) کال د پېښور په اکوړي سيمه کې وزېږېده او د ( ۸۷ ) کالو په عمر په ( ۱۱۰۰ ه.ق ) کال له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. خوشحال بابا پښتو ژبې ډېر خدمتونه کړي چې له هغې جملې څخه د هغه د نثر او نظم په برخه کې ليکل شوي اثار دی، ځينې يې په لاندې ډول دي: منظوم اثار (( بازنامه،قراقنامه،فضل نامه،طب نامه،ځنځرۍ،سواتنامه،فالنامه، رياض الحقيقت، هدايه ،ئينه او داسې نور...))، منثوره برخه : (( بياض او دستار نامه)) يې مشهور منثور اثار دي .
دخوشحال دادبي مکتب ځانګړنې :
• پښتو شعر پراخه او هر اړخيز شو...
• د ختيځې شاعرۍ ټول ډولونه دده په سبک او دده د پيروانو په اشعارو کې وده وموندله ...
• ددې سبک د پيروانو په شعرونو کې (( رندانه ( مستانه )،صوفيانه،اخلاقي،فلسفي،فکاهي، غندنه،ستايه)) او نورې موضوګانې شته ...
• په دې سبک کې پښتني روحيه، احساسات او د پښتو خپل کړه وړه په کې بيان شوي دي...
• په دې سبک کې ټولنيز سبک ته ځای ورکړل شوی ...
• د خوشحال د سبک پيروان د شعر تر څنګ نثر هم ليکلی ...
• دا سبک د تخيل، انځور جوړونې،نزاکت له مخې ځينې ابتکاري ځانګړنې هم لري ...
• پښتو شعر د مضمون له پلوه بشپړشو...
د خوشحال د ادبي مکتب پيروان :
(( اشرف خان هجري،عبدالقادر خان خټک، سکندرخان خټک، صدرخان خټک، کوهر خان خټک،بي بي حليمه خټکه، افضل خان خټک،قلندر، اشرف خليل،او داسې نور ...)) د خوشحال د ادبي مکتب په پيروانو کې د ځينو پېژندنه په لنډ ډول را اخلو :
v اشرف خان هجري : دخوشحال خان مشر زوی په ( ۱۰۴۴ ه.ق ) کال د روژې په مياشت کې زېږېدلی دی. اشرف خان خپل ناسکه ورور بهرام سره د شخړو له کبله د اورنګ زيب له خوا په ( ۱۰۹۲ ه.ق ) بندي او د څوار لس کال بنديتوب څخه روسته په ( ۱۱۰۶ ه.ق ) کال په زندان کې ومړ. ياده دې وي چې هجري په خپلو شعرونوکې خپل تخلص (( روهي، هجري او اکرم )) راوړی دی.
v افضل خان خټک ( ۱۰۷۵ ه.ق ــــ ۱۱۶۱،۱۱۶۴ ه.ق )) پورې يې ژوند اټکل شوی دی. افضل خان د د اشرف خان زوی او د خوشحال خان لمسی دی، د افضل خان تر ټولو مهم اثر (( تاريخ مرصع )) چې اوو بابه لري او په کې د ( ۱۱۳۶ ه.ق )کاله پورې واقعات ذکرشوي دي. تاريخ مرصع د دوست محمد کامل مومند په هڅه او کوښښ په ( ۱۹۷۴م ) کال د ۱۴۹۴ مخونو په درلودلو سره چاپ شو. د افضل خان بل اثر (( علم خانه دانش )) دی چې د دري ژبې د کليله او دمنه پښتو ژباړه ده . همدارنګه دده په سپارښتنه ځينې اثار پښتو ژبې ژباړل شوي، لکه : د کوهر خان (( قلب السير )) د محمد مظفر تاريخ اعثم کوفي او د عبدالحليم تاريخ اختيارات بديعي ... د خوشحال خټک په کورنۍکې روسته له خوشحال او عبدالقادر خټک څخه دده نثر روان او ساده دی .
v عبدالقادر خان خټک : ( ۱۰۶۳ ــ ۱۱۲۵ ه.ق ): د خوشحال د کورنۍ غړی او د ادبي مکتب پيرو دی، ده د پښتو ژبې لپاره ډېر اثار ليکلي چې ځينې يې دادي:
§ ديوان : د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۸ م کال په کندهار کې د حبيبي په زيار چاپه شو.
§ ګلدسته : د سعدي د بوستان کټ مټ ترجمه ده
§ يوسف زليخا: دا کتاب د (جامي ) له فارسي مثنوي څخه پښتو ته ژباړل شوی دی.
§ حديقه خټک : دا کتاب په ۱۱۱۰ ه.ق کال په نظم ليکل شوی دی.
§ نصيحت نامه
§ د بردې قصيدې ترجمه :
§ څلوېښت حديثه
v سکندرخان : ( ۱۰۶۸ ـــ ۱۱۱۶ ه.ق ) : سکندرخان د خوشحال بابا زوی دی. ده د پښتوژبې لپاره لاندې اثار ليکلي دي: (( دېوان ،د ليلی او مجنون مثنوي ، مهرومشتري،پندنامه، شمايلنامه، يوسف او زليخا ))
پښتو او پښتون قام که هر څومره زوړ دى، خو د ادب تاريخ يې دومره په تحقيق نه دى ليکل شوى. د زر دولسو سوو کالو دا تاريخ له هغه ځايه پيلېږي، کله چې د اسلام د راتلو نه وروسته په څه نا څه رنگ کې د ادبي تاريخ د اثارو د ساتلو هڅې پيل شوې دي. د دغو اثارو له مخې د پښتو ادب تاريخ د امير کروړ سوري ځينې پيل کېږي چې د پټې خزانې په روايت پر ١٣٩ سپوږميز کال ژوندى د پښتو شاعر وو. هغه د پښتنو سالار او مشر وو. له امير کروړه تر ستر خوشال خان خټک پورې په اته سوه، نهه سوه کاله کې د ژبې او ادب لوړتيا څه منظم صورت، حوصله افزايي موندلې نه ښکاري. نه درباري سرپرستي، نه ولسي شعور، نه تهذيبي پوهه په ټولنيز ډول د ادبي تحريکونو ملگرې شوې ده. که هر څو سياسي تحريکونو، مذهبي جوماتونو او ديني قوتونو پښتو ژبه د خپل خپل مقصد د نظرياتو د خورولو لپاره د وسيلې په توگه کارولې ده، خو تر څو چې د ژبې او ادب خالص قامي جمالياتي شعور دى هغه په هر دور کې په يو څو افرادو يا يو څو ټولگېو کې ښکاري، خو د عام ولس د ليک لوست سره ډېر کار او غرض نو دى پاتې شوى.
کله چې په ژبه کې د ليک لوست، د تعليم او تعلم کار نه وي، نو هر غورځنگ په منظم ډول کې د نورو ژبو لاره نه شي نيولى. يوازينى غورڅنگ د پير روښان دى چې د روښاني تحريک د پرمختگ لپاره يې پښتو ژبه وسيله کړې ده. د ادب د يو ځانگړي نوعيت د پنځونې کار پکې په اوډلي ډول شوى دى.
په دغه غورځنگ کې شعر يو ځانگړی رنگ او معيار ترلاسه کړى، خو هغه همه گيري پکې په دې نه ښکاري چې دا د تصوف د يو ځانگړي اندازِ فکر د فروغ په پار پنځونه شوې ده. د زمانې ناکړدې په خپل ځاى، خو روښاني ادب د شعر يو پيکر تراشلى دى. په خپل نوعيت کې که هرڅو يوه ځانگړې فلسفه ده، خو د جمال او رومان د غوښتنو د تسکين مالگه او خوند هم لري. په ډېره اوږده زمانه کې يو څو نابغه شاعرانو پښتو ژبه د دې جوگه کړې ده چې د ذات اظهار پکې د شعر په ژبه وکړاى شي.
په لوېدیځ کې د ماډرنېزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم د هر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه چې د انسانانو د برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهانشمونه تمدن رامنځته کړي، له بلې خوا دوی هڅه وکړه چې پر طبیعت باندې انسان غالب کړي. همدا د انسانانو د برابرۍ فکر او پر طبیعت د انسان د غلبې هڅې، هغه دوه موارد دي چې دمنځنۍ او اوسني ادب ترمنځ پوله راکاږي او موږ کولای شو چې د همدې دوو مواردو په پام کې نیولو سره د پښتو دمنځنۍ او اوسني ادب توپیرونه بیان کړو. د پښتو ادب څېړونکو او مورخ
اشتراکگذاری: