
دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------
په تېرو کلونو کې، د بازارموندنې فعالیتونه تر ډېره د دودیزو طریقو لکه تلویزیوني اعلانونو، چاپي رسنیو او مخامخ تبلیغاتو له لارې ترسره کېدل. که څه هم دغه طریقې د مشتریانو د پام راجلبولو کې یو څه اغېز لرلو، خو د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ او د ټولنیزو شبکو پراخ استعمال د بازارموندنې دودیز جوړښت له بنسټه بدل کړی دی. نن ورځ، ټولنیزې شبکې یوازې د اړیکو او معلوماتو د تبادلې وسیلې نه دي، بلکې د سوداګریزو بنسټونو لپاره د بازارموندنې یو مهم، ارزانه او چټک پلیټفارم ګرځېدلی دی چې د مستقیم تعامل، نظر اخېستنې او د مشتریانو د اراده د اغېزمنولو زمینه برابروي (رحماني، ۱۴۰۰).
سره له دې پرمختګونو، په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې فعالیتونه له ګڼو بنسټیزو ستونزو سره مخ دي. تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې ډېری سوداګریز بنسټونه پرته له علمي تحلیل، ستراتیژۍ او د مشتریانو د اراده له درک څخه، یوازې د اعلانونو پر خپرولو بسنه کوي. نه ده معلومه چې دغه اعلانونه د مشتریانو پر ذهني باور، د محصول پر ارزونه، د تصمیم نیونې پر پروسه او په ځانګړي ډول د خرید پر اراده څه ډول او تر کومې کچې اغېز لري. سربېره پر دې، د بازارموندنې ډېری فعالیتونه په تقلیدي بڼه ترسره کېږي او د افغانستان ټولنیز، کلتوري او اقتصادي شرایط پکې لږ په پام کې نیول کېږي (موسوي، ۱۴۰۰). دغه محدود لید د دې سبب شوی چې سوداګریز بنسټونه خپلې بازارموندنې هڅې یوازې د عمومي تبلیغاتو په چوکاټ کې ترسره کړي، پرته له دې چې د مشتریانو حقیقي اړتیاوې او د هغوی د تصمیم نیونې لاملونه په ژوره توګه وڅېړي.اصلي ستونزه دا ده چې په افغانستان کې لا تر اوسه روښانه علمي شواهد نشته چې وښيي د ټولنیزو شبکو له لارې ترسره کېدونکې بازارموندنه یوازې د مشتریانو د لنډمهاله پام د راجلبولو سبب ګرځي، که په واقعي ډول د هغوی د تصمیم نیونې پر اوږدمهاله اراده، د باور پر جوړښت او د پیرود پر اراده ژور او دوامدار اغېز لري. دا ناپېژندګلوي د دې لامل شوې چې سوداګریز بنسټونه خپلې بازارموندنې سرچینې په اغېزمن ډول و نه شي کارولی او د مشتریانو د حقیقي اړتیاوو او تمایلاتو په درک کې پاتې راشي (حبیي، ۱۴۰۱).
د دې څېړنې عمده موخه دا دی چې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې فعالیتونو پر مشتریانو د خرید ارادې اغېزې په افغانستان کې وڅېړي او وښيي چې ایا دغه فعالیتونه یوازې د لنډمهاله پام د جلبولو وسیله دي که په واقعي ډول د مشتریانو پر تصمیم نیونې، باور جوړونې او د خرید پر اراده ژور اغېز لري.
د دې څېړنې اهمیت په څو اړخونو کې څرګند دی. لومړی، په نننۍ نړۍ کې ټولنیزې رسنۍ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره حیاتي وسیله ګرځېدلې دي. شرکتونه او برانډونه د دې پلاتفورمونو له لارې هڅه کوي چې د مشتریانو پام ځانته جلب کړي، د محصولاتو او خدماتو پېژندنه وکړي، او د بازارموندنې اغېز زیات کړي. په دې برخه کې څېړنه د بازارموندنې د اغېزناکتیا په اړه ارزښتمن معلومات وړاندې کوي.دوهم، د ژوندۍ خپرونې کارول د مشتریانو د ښکیلتیا او اعتماد د لوړولو لپاره نوې لاره برابروي. د ژوندۍ خپرونې له لارې مشتریان د پلورونکو سره نږدې والی تجربه کوي، د محصولاتو په اړه مستقیم معلومات ترلاسه کوي، او خپل نظرونه شریکوي. دا څېړنه د دې پروسې اغېز د مشتریانو پر خرید ارادې په روښانه ډول تحلیلوي، چې د بازارموندنې لپاره عملي ارزښت لري.دریم، دا څېړنه د افغانستان په شرایطو کې ترسره کېږي، چې د دې هیواد د سوداګریزو او ټولنیزو چاپېریال لپاره نوې او تازه معلومات وړاندې کوي. د څېړنې پایلې کولی شي د سوداګرۍ او برانډونو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کړي، د مشتریانو د ښکیلتیا او د بازارموندنې ستراتیژیو په ښه کولو کې مرسته وکړي. دا څېړنه نه یوازې علمي ارزښت لري، بلکې د سوداګریزو پریکړو لپاره د عملي لارښوونو او د راتلونکي بازارموندنې ستراتیژیو جوړولو لپاره هم مهمه ده. د دې څېړنې پایلې کولی شي شرکتونه وهڅوي چې د ټولنیزو رسنیو او ژوندۍ خپرونې اغېز په ښه ډول وکاروي او د مشتریانو د خرید پر ارادې مثبت اغېز ولري(رحماني، ۱۴۰۰)
۱. د ټولنیزو شبکو د بازارموندنې اغیزې د مشتریانو د خرید پر اراده څیړنه
۲. د مشتریانو د پیرود نیت د ټولنیزو شبکو د تبلیغاتو له لارې ارزول.
دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.
اشتراکگذاری:
