دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
دتجارت تعريف : دتجارت لفظي معني داجناسودتبادلي څخه عبارت ده ولې په اصطلاح کې دتوليدونکي اومصرف کوونکي ترمنځ داجناسو تبادله ده .
په بل عبارت تجارت دمنقولواجناسواواموالودخريداوفروش څخه عبارت ده چې دگټي په منظورپه دوامداره توگه دشغل اوپيشې په ډول وي.
په انساني تاريخ کې داسې يووخت ووچې دتجارت نوم هم موجودنه وو اونه چاپيژنده داهغه وخت ووچې انسان په ډيرابتدايي حالت کې ژوندکاووپدغه وخت کې انسانانويوازي دري عمده ضرورتونه درلودل لکه خوراک ،لباس اومسکن چې خوراک يي دځنګل ځناوروغوښي لباس يي دونوپاڼي اوغارونوکې اوسيدل يعني په هغه وخت کې هرانسان خپل ضرورتونه په خپله رفع کول ولي دغه وخت ډيردوام ونه کړاودوخت په تيريدوسره انساني ضرورتونه زيات شول اويوانسان نشوکولې چې خپل ټول احتياجات په خپله رفع کړي .څرنګه چې پخواوختونوکې اجناس په ډيره پيمانه موجودنه وواوپيسې هم نه وي رامنځته شوي نوخلکوخپل ضرورتونه په مستقيم ډول رفع کول داهغه وخت وو چې اجناس په تصادفي ډول تبادله کيدل چې مستقيمه تبادله ياجنس په جنس تبادله موجوده وو خوکله چې پيسې رامنځته شوي نودکارټولنيزويش پرمختگ وکړصنعتي انکشاف رامنځته شونوپدې وخت کې جنس په جنس تبادله په غيري مستقيمه تبادله بدله شوه اوتجارت دوخت په تيريدوسره پرمختګ اوانکشاف وکړواواوسني شکل يي اختيارکړاونورهم دپرمختگ په حال کې دي .
په خلاصه توگه ويلي شوچې تجارت ديوهيوادپه پرمختگ کې رغنده رول لوبوي .په يوهيواد کې دتجارت په پراختياسره خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي . اوپه همدي ترتيب دتجارت په پراختيا سره صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې دهغې په وجه خارجي اسعارلاسته راځي چې دهغي په وسيله سرمايوي اجناس واردولي شو . تجارت دملي اقتصاد دټولوسکتورونودرشد اوانکشاف باعث گرځي
اشتراکگذاری: