لعل پاچا ازمون سفر نامو شننه
1403/12/21

لعل پاچا ازمون سفر نامو شننه

توضیحات

 این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید

وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است

---------------------------------------------

 

 لعل پاچا ازمون لنډ پیژندنه 

پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون (په انګرېزۍ د وطن خېل زوی په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. پوهاند ډاکټر ازمون د پښتو ژبې او ادبیاتو نومیالی لیکوال، شاعر، څېړونکی او د ژورنالېزم په برخه کې یې هم خپله وسه خدمت کړی دی. پښتو ژبې ته یې په هره برخه کې ډېر کار کړی دی او د ۱۴۰ شاوخوا اثارو څښتن دی. د یونلیک ژانر په برخه کې یې دومره کار کړی چې له ده مخکې چا نه دی کړی. پوهاند ډاکټر ازمون له دې سره سره پښتو فولکلوري ادبیاتو یا شفاهي ادبیاتو په برخه کې هم ډېر کار کړی دی او بېلابېلې دندې یې کړې دي چې اوسمهال د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد او په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار دندې مخ ته وړي. لاندې به د ده له زدکړو، مشهورو اثارو او رسمي دندو په لنډ ډول یادونه وشي.(ملنگ ، ۱۳۹۰ : ۱۲)

زدکړې

   لومړنۍ زدکړې:

  1. ۱۳۵۶۱۳۵۹ محراب الدین ښوونځی، کابل؛

 منځنۍ زدکړې

  1. ۱۳۶۰۱۳۶۲ خوشال خان لېسه، کابل؛
  2. ۱۳۶۳۱۳۶۴ تجربوي ښوونځی – ننګرهار لېسه، جلال اباد؛
  3. ۱۳۶۵۱۳۶۷ خوشال خان لېسه، کابل؛
  4. لوړې زدکړې:
  5. ۱۳۶۸۱۳۷۰ ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کابل پوهنتون؛
  6. ۱۳۷۲ ژبو او ادبیاتو پوهنځی، ننګرهار پوهنتون؛
  7. ۱۳۸۵۱۳۸۷ په پښتو ادبیاتو کې ماسټري، کابل پوهنتون؛
  8. ۱۳۹۲۱۳۹۶ په پښتو ادبیاتو کې دکتورا، کابل پوهنتون.

رسمي دندې او فعالیتونه

•             له ۱۳۹۵ څخه تر اوسه (۱۳۹۹) پورې په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار؛

  1. له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۲ پورې د واک لېږد په پروسه کې د ډاکټر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار؛
  2. له ۱۳۹۵ څخه تر اوسه (۱۳۹۹) پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد؛
  3. هممهاله د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د ماسټرۍ استاد؛

په ۱۳۹۰ کې د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي افتخاري استاد (البته پوهاند ډاکټر ازمون د لغمان پوهنتون د جوړېدو د وخت له هغو لومړنیو استادانو څخه دی چې کله ژمی شو او دی رخصت و، نو خپله رخصتي یې په لغمان پوهنتون کې تدریس ته وبخښله او په اوونۍ کې درې ورځې یې هلته د عامه اړیکو مضمون تدریساوه) ؛

  1. په جامعه العلوم کې د ژورنالېزم استاد؛
  2. په ۱۳۹۶ کې د چین شانګهای بهرنیو ژبو پوهنتون کې مېلمه پروفېسور؛
  3. په ۱۳۹۷ کې د ازبکستان د ختیځ پېژندنې پوهنتون مېلمه پروفېسور او د دې پوهنتون افتخاري استاد (چې زیاتره درسونه یې په انلاین توګه ور کړي دي)؛

د هېواد په زیاترو پوهنتونونو کې لکه د ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، کندز او بلخ پوهنتونونو کې د ژورنالېزم او ادبیاتو د ورکشاپونو ور کول. (ملنگ ، ۱۳۹۰ : ۱۳)

 پوهاند ډاکټر ازمون اثار

چاپ شوي اثار

  1. لومړی – نظمونه
  2. پرهرونه دي چې خاندي؛
  3. په سندرو یو مین سندرې وایي؛
  4. در نه بې خوبه نه شي؛
  5. څنګه دې هېره کړمه (مور ته نظمونه)؛
  6. ستا د قامت سیوري ته دمه کوم؛
  7. ګوټ ناستی.

دویم - څېړنې او ټولونې

  1. د ملنګ جان خوږې نغمې له نوو زیاتونو سره – ۱۳۷۰؛
  2. د سین غاړې ګلونه (د محمد نور د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۱؛
  3. قلم و قيام (د عبدالرحمن الينګاري دنظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛
  4. نمجنې سترګې (د بسم الله کلکاريوال د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛
  5. سندريزې کيسې (د شیخ احمد خان د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛
  6. بر ګودر (د توکل بابا د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛
  7. د شګې ګل (د سيد کمال بابا د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛
خلاصه تحقیق

د ازمون د سفرنامو لويه ښېګڼه دا ده چې احساسات او عواطفو ته په کې ډېره توجه شوې ده، د ده د سفرنامو ژبه لکه د شعر ژبه هسې خوږه اوانځوريزه ده. د هغه ترټولو وروستۍ چاپ شوې سفرنامه ((ما د کونړ له سينده ځار کړې)) نومېږي. دغه سفرنامه په ۱۳۸۸ ليکل شوې ده

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده