دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.
لومړی څپرکی
علامه جوهري د حدیث په لغوي تعریف کي لیکلي دي : - الحديثُ: نقيض القديم.
ژباړه : حدیث د قدیم ( پخواني ) ضد دی .
د علامه جوهري په څېر نورو لغت پوهانو هم همداسي او یا دي ته ورته عبارات راوړي دي چي مطلب یي دا دی چي حدیث هر نوي شي ته ویل کیږي که هغه خبري وي که کوم بل شی وي خو د همدي تر څنګ په خپله حدیث خبر او وینا ته هم ویل کیږي لکه څنګه چي علامه جوهري د همدغه تورو وروسته لیکلي دي :
والحديثُ: الخبرُ، يأتي على القليل والكثير، ويُجمَعُ على أحاديثَ على غير قياس. قال الفراء: نُرَى أنّ واحدَ الأحاديث أُحْدوثَةٌ، ثم جعلوه جمعاً للحديث
ژباړه : حدیث د قدیم ( پخواني ) ضد دی ، او حدیث خبر دی ، چي لږ او ډیرو ته ویل کېږي ، او جمع یې په غیر قیاسي ډول احادیث دي .
فراء ویلي دي : چي د احادیث مفرد أُحْدوثَةٌ دی ، خو بیا دوی د حدیث جمع هم ورڅخه جوړه کړه .
همدا ډول د المعجم الوسېط مصنفینو لیکلي دي :
كل ما يتحدث به من كلام وخبر
ژباړه : حدیث هر هغه شي ته ویل کیږي چي د هغه څخه خبري کیږي که هغه وینا وي او که خبر وي .
یادونه : د « حدیث » د لفظ د لغوي تحقیق څخه په ډاګه شوه چي :
أ – حدیث هر نوي را منځته شوي شي ته ویل کیږي .
نو دا یو عام تعریف شو چي په دي کي قول ، فعل ، اسم ، او ټول شیان داخل دي .
ب – حدیث په بله معنی یواځي وینا ته ویل کیږي .
نو د لغوي تعریف په اساس حدیث یواځي د پیغمبر تر خبري پوري نه ځانګړی کیږي بلکه د هر چا خبري ته حدیث ویل کیږي .
او د وینا په معنی قرآن ته هم په بیلابیلو ایاتونو کي حدیث ویل شوی دی لکه څنګه چي د الله تعالی وینا ده :
اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ
ژباړه : الله تر ټولو غوره خبره نازله کړه هغه کتاب چي سره ورته دی تکرار شوی دی .
د محدثینو (حدیث پوهانو) له لوري د حدیث د پاره بېلابېل اصطلاحي تعریفونه یاد شوي دي ، خو تر ټولو غوره او هر اړخیز تعریف یې زما په اند داسي دی
- ما أُضِيْفَ إلى النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم مِنْ قَولٍ أو فِعْلٍ أو تَقْرِيرٍ أو صِفَةٍ (
ژباړه : کوم څه چي نبي صلی الله علیه وسلم ته مضاف ( منسوب ) شي که وینا وي که کړنه وي که تائید وي ، که صفت وي .
یادونه : په پورتني تعریف کي څلورو شیانو ته حدیث ویل شوی دی
۱ - قول ( وینا ) .
۲ - فعل ( کړنه ) .
۳ - تقریر ( تائید ) .
۴ - صِفَة ( شکل ، کړه وړه ، عادتونه ) .
- تفصیل: د ښه پوهیدو لپاره غواړو چي د تعریف پر پورتنیو برخو د هغوی د بیلګو په یادولو سره نوره رڼا هم واچوو
لومړی : قول (وینا )
د قول څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هره هغه وینا او خبره مراد ده کومه چي د هغه د مبارکي خولي څخه وتلي وي که هغه امر وي ، که منعه وي ، که ترغیب وي ، که ترهیب وي ، که د پخوانیو زمانو قصه بیانول وي او یا هم د راتلونکي زماني وړاندوینه او د غیبو خبرونه وي .
حدیث په اسلام کې د دینی او اخلاقی اصولو د پوهاوی او عملی کولو یوه مهمه سرچینه ده. د تاریخ په اوږدو کې، اسلامپالو د دې سرچینو ارزښتناکه تګلارو څخه د ګټې اخیستنې لپاره حدیثونه راټول، تحلیل او تفسیر کړی دی. د حدیثو په علم کې یوه تر ټولو مهمه مسئله د متثار حدیث او غیر حدیث ترمنځ توپیر دی.حدیثونه د حدیثونو په توګه پیژندل کیږی چې په مختلفو متنونو او زنځیرونو کې لیږدول کیږی.
اشتراکگذاری: