این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است
---------------------------------------------
د دې عنوان لاندې غواړو د دولت په تعريف، متشکله عناصرو او دندو باندې بحث وکړو.
دولت هغه سياسي او حقوقي ارګان ته ويل کېږي چې څلور متشکله عناصر ولري ( نفوس، حکومت، قلمرو او عالي قدرت ).
يا دولت عبارت دخلکودهغه جمعيت څخه دي چې په يو ټاکلي اومعينه جغرافيوي ساحه کې چې د قلمرو په نوم ياديږي په ثابت او دايمي توګه ژوند وکړي،دوي دخپل ځان لپاره يو مستقل اوخپلواک حکومت ولري اوداحکومت پوره حاکميت اوعالي قدرت ولري. نوهمدارنګه يو دولت په حقيقت کې دعمومي بين المللي حقوقو شخصيت تشکېلوي اودعمومي بين المللي حقوقو دنورواشخاصو سره دروابطو دټينګ کولوصلاحيت لري.([1])
ددولت دتعريف څخه معلوميږي چې دولت دڅلوروعناصرو څخه تشکېل شوي، چې عبارت دي له نفوس، قلمرو، حکومت، اوعالي قدرت څخه. چې په هر يو جلا جلا بحث کوو.
داشخاصو دهغه جمعيت اوټولني څخه عبارت دي چې ديو حقوقي رابطي پواسطه چې تابعيت نوميږي سره راټول شوي وي او په دايمي ډول ديودولت دقلمرو په داخل کې سکونت کوي.
ديو دولت دنفوس لپاره متجانس والي شرط نه دي، يعني سره ددي چې ديو دولت دافرادو ترمينځ دژبي، نژاد، مذهب اوداسې نور تغيرات وجود ولري بياهم ديو دولت دنفوس په حيث بلل کېږي. چې دامونږ په عمل کې ليدلاي شو چې بعضي هېوادونه غير متجانس جمعيتونه اونفوس لري. مثلاً مونږ ګورو چې په افغانستان کې هم مختلف نژادونه، اقوام او مذاهب
هستوګن دي.
اماداخبره مهمه ده که چېري ديودولت نفوس متجانس وي نو داد هغه دولت ملي اوسياسي وحدت قوي کوي اوبر عکس که چېري ديو دولت دنفوس متجانس والي کم وي يعني د مختلفو نژادونو او مذاهبو خلک په يو دولت کې اوسيږي نو ملي اوسياسي وحدت يې کمزوري وي اوتجزيه کېدل يې اسان اوممکن وې.
ديو دولت دنفوس لپاره يو ټاکلي تعداد او اندازې ته ضرورت نشته يعني کېداى شي چې نفوس کم وي او يا امکان لري چې نفوس ډير زيات وي لکه په طول دتاريخ کې دټولو دولتونو د نفوس تعداد يو شان نه ؤ او حتىْ قابل دمقايسي هم نه ؤ.لکه په قرون اولىْ کې دبعضي امپراطوري دولتونو نفوس ډير زيات ؤ او برعکس بعضي دولتونو ډير کم نفوس درلود.لکه دروم امپراطوري چې ډير زيات نفوس يې درلوده اوديونان ښاري دولتونه چې کم نفوس يې درلوده اويا نن ورځ لکه د چېن هېواد چې ټولو هېوادنوڅخه زيات نفوس لري اودسان مارينو هېواد چې نفوس يې (20000) شل زروتنوته رسيږي او مساحت يې (61Km2) دي. په هر صورت که هر څومره نفوس يو دولت ولري قابل دقبول دي مګر داهم ضروري ده چې ديو دولت نفوس بايد تريو حده زيات وي تر څو ورباندي د دولت اطلاق وشي داسې نه چې سل يا دوسوه نفره وي او په يو ځاي کې سره راغونډشي او وايې چې مونږ دولت يو.([2])
ديو دولت دقلمرو ټول اوسيدونکې ديو دولت نفوس نه تشکېلوي بلکه دقلمرو هغه اوسيدونکې د دولت نفوس تشکېلوي چې دهغه دولت تابعيت ولري.اوسيدونکې که په داخل کې وي اوکه موقتاً په خارج کې وي او ددي دولت تابعيت ولري د دولت نفوس تشکېلوي مګر هغه اوسيدونکې چې ديو دولت تابعيت نلري د دولت په نفوس کې نه شميرل کېږي نو په لنډ ډول ويلي شو چې ديو دولت ټول اوسيدونکې په دوه ډوله دي.
1– خارجېان 2– داخليان
1– خارجېان: خارجېان هغه خلکوته ويل کېږي چې په کوم دولت کې اوسيږي د هغه دولت تابعيت ونلري. نن ورځ خارجېان هم په حقوقي لحاظ تر يوه حده پوري دقانون په چوکاټ کې د داخليانو پشان بعضي حقوق اوبعضي وجايب لري.په عمومي ډول خارجېان د داخليانو پشان بعضي وجايب لري لکه دخپلي وظيفي او مسلک په هکله بايد دمقيم دولت دټولو قوانينو څخه ځان خبر کړي اودهغه رعايت وکړي لکه.دتجارت قانون، دډريوري قانون او نور... په همدې ډول خارجېان مجبور او مکلف دي چې د دولت په قوانينو کې ممنوعه عمل اجراء نکړي او کچېرته اجراء يې کړي مجرمين بلل کېږي او جزاً ورباندې تطبيق کېږي. اما بعضي وجايب شته چې په خارجېانو باندي نه تطبيق کېږي. لکه دعسکرۍ مکلفيت ياوجيبه په خارجېانو نشته، خارجېان د داخليانو پشان بعضي حقوق هم لري چې داحقوق مونږ په دوه ډوله يابرخو ويشلي شو.
الف: مدني حقوق ب: سياسي حقوق
الف: مدني حقوق :- پدې برخه کې دخارجېانو سره په ټولو مواردوکې د داخليانو پشان برخورد کېداي شي.لکه دتجارت قانون،د ډريورۍ قانون خو په مدني برخو کې هم دخارجېانو لپاره بعضي ممانعات شته لکه په بعضي هېوادونو کې خارجېان نشي کولاي چې غير منقول شيان واخلي او ياهم نشي کولاي چې په دولتي اداراتوکې ماموريت تر سره کړي اويا هم نشي کولاي په اردوکې وظيفه اجراء کړي.
ب :سياسي حقوق:- په عمومي ډول دمدني حقوقو برعکس په اکثرو دولتونو کې خارجېان سياسي حقوق نلري. مثلاً خارجېان نشي کولاي چې په انتخاباتوکې برخه واخلي يا ځان کانديد کړي.
خو دخارجېانو دحقوقو په ارتباط چې مونږ نن ورځ کوم اصول مطالعه کړه دغه پرنسيب په طول دتاريخ کې همداسې نه ؤه.بلکه په طول د تاريخ کې ډير تغيرات مينځته راغلې.په طول تاريخ کې بالخصوص په ډيرو پخوازمانو کې ( قرون اولىْ) کې خارجېانو هيڅ ډول حقوق نه درلودل. مثلاً په هغه وختونو کې هر داخلي حق درلود چې ديو خارجې ټوله دارايې چوراو چپاول کړي او حتىْ کولاي شو چې يو خارجې په قتل هم ورسوي علاوه ددې څخه خارجېان به هميشه د داخليانو لخوا په اذيت کېدل. په همدي ترتيب کچېري يو خارجې به مړشو نو دهغه اموال او دارايې به ددوي وارثانو ته نه ورکول کېده بلکه دمقيم هېواد دپاچا دسرمايې جز به ګڼل کېده.نوپدې اساس په هغه زمانو کې يوازې په هغه صورت کې د داخليانو دضرر څخه په آمن کې پاتي کېداي شو چې په سفر کې ديو داخلي سره ارتباط ټينګ کړي وه او داخلي به دهغې دامنيت تاُمين کړي ؤه چې بيا دهغي دتاُمين په اساس به په اساني سره هغه هېواد ته تلواوپدې طريقه به په امن کې پاتي کېده. ددې نه وروسته ورو ورو دخارجېانو په باره کې بعضي نور حقوقي پر مختګونه هم وشول مثلاًد پخواني روم دولت دبعضي نورو هېوادونو سره معاهدات امضاء کړه چې په دې معاهدو کې مربوط دولتونه سره متعهدشوي ؤ چې دمتعهدو دولتونو اتباعوته به ضرر اواذيت نه رسوي. البته دخارجې اتباعو په موردکې دغه وضعې ډيروکلونو او قرنونو دوام وکړ ترڅو په (7) ميلادي پيړۍ کې داسلام مبارک دين ظهور وکړ او په خارجېانو باندي تعرض اوتجاوز ممنوع شو اوبيا ورو ورو په موضوعه قوانينو کې هم دخارجېانو دپاره ځيني حقو ق معلوم شول
2–داخليان:-داخليان هغه اشخاصوته ويل کېږي چې ديو دولت تابعيت ولري اګرچې دوي موقتاً په خارج کې هم و اوسيږي.په حقيقت کې ټول داخليان په مساويانه توګه دټولو حقوقو او امتيازاتو څخه برخورداره دي.د داخليانو په هکله يو پرنسيب موجود دي چې دحقوقو د تساوي پرنسيب په نوم ياديږي،ددې پر نسيب مفهوم دادي چې ټول داخليان دقانون په مقابل کې مساوي موقف لري اوهيڅ يو داخلي شخص دبل داخلي شخص په مقابل کې فوقيت نلري.
اما نوموړي پرنسيب چې نن ورځ موجود دي په طول دتاريخ کې نه دي مراعت شوي بلکه په پخوازمانوکې مونږ وينو چې بعضي داخليان دځينو حقوقو څخه برخورداره ؤ اوبعضي داخليان ورڅخه برخورداره نه ؤ اوډيره بي عدالتي موجوده وه چې مونږ دغه بي عدالتي ګاني له دوه حيثه مطالعه کولې شو.
اول: داقليت اواکثريت لحيثه:- په پخواني زمانوکې په ډيرو ممالکو کې بالخصوص غربي ممالکو کې دبعضي(( مذهبي،اونژادي)) اقليتونو په مقابل کې دظلم اوبي عدالتي څخه کار اخستل کېده.مثلاً په ايټالياکې دکاتولېکانو له خوا چې اکثريت دي، په غير کاتولېکانو يعني پروتستانو باندي چې اقليت ؤ،ظلم کېده.همدارنکه په فرانسه کې هم په طول دتاريخ کې دکاتولېکانو لخوا په پروتستانو باندي ډير ظلمونه کېدل.مثلاً په (572)م کال کې په فرانسه کې دکاتولېکانو لخوا يو تعداد پروتستان دشپي له خوا دعوت شول، خودشپي په جريان کې دمجلس په اخر کې دکاتولېکانو له خوا ټول (2000) پروتستان په يوه شپه کې ووژل شول. مګر ددې برعکس په انګلستان کې چې پروتستانو اکثريت هلته موجود دي په کاتولېکانو باندي مختلف ډول ظلمونه کېدل،په همدي ترتيب په هسپانيه کې هسپانوي نژادوچې دهسپاني اصلي اوسيدونکې دي، په عربو اويهودو باندي ظلم کاؤه.
دوهم : طبقاتي نظام:-په طول دتاريخ کې مونږ وينو چې په بعضي هېواد ونو کې اوهمدارنګه په بعضي مذهبي ټولنو کې دجامعي وګړي په دريو طبقو باندي ويشل شوي ؤ. چې نوموړي طبقي،روحانين، اشراف اوعوام ؤ.روحانين او اشراف دهر ډول حقوقو څخه برخمن ؤه اوهيڅ ډول کارونه يې نه کول امابرعکس عوام دهيڅ ډول حقوقو څخه برخمن نه ؤ اوټول سخت کارونه په عوامو باندي ؤ اوبله بې عدالتي داؤه چې يو شخص نشو کولاي ديو طبقي څخه بلي طبقي ته لاړشي.په (7) ميلادي پيړۍ کې په هند کې مختلف طبقات موجودؤه دهمدي ميلادې پيړۍ په يو روماني داستان کې ليکل شوي چې په هند کې يوه جلۍ ؤه.چې دهغي شغل فحاشي ؤه.
ښه حکومت داري يوه عيني اصطلاح ده او د يو ولسواکي نظام په داخل کې په يوه شفافه، اغيزمنه او ګټوره اداره باندې ټينګار کوي، نوموړې اصطلاح هغه وخت عيني او واقعي مصداق پيدا کوي، چې موږ د يو هدفمنده او پراختيا غوښتونکي ادارې ، چې د خلکو کيفي سطحې ارتقاء ته متعهده وي خاوندان واوسو، دا مسئله له دې سره اړيکه نيسي، چې اداره تر کومه بريده کولاي شي، چې د حکومت قدرت نامتمرکز کړي او سرچينې په مفديت بدل کړي
اشتراکگذاری: