
دا مونوګراف د څېړنې پروپوزل هم لري. د فرمایش لپاره مهرباني وکړئ د واټساپ له لارې موږ ته پیغام راولېږئ
واټساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
بیه: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------------------
داچې د تحصیلي دورې په موده کې مو ډیر اثار ولوستل او ډیر څه موترې زده کړل. نو له هغې جملې څخه ځینې هغه ادبي لیکونه دي چې په پښتو ادبیاتو کې لیکل شوي دي او ډېر مهم ارزښت او اهمیت لري، نو دې ټکي او خپلې لیواتیا ته په کتو مې هوډ وکړ تر څو د ادبي لیکونو پر پیداښت ارزښت او پایښت باندې څیړنه وکړم او یایې په اړه څه معلومات ولیکم. لکه څرنګه چې پایلیک ځانته خپل چوکاټ لري او ډیر لوی شهکار دي، نو زما د موضوع اړوند مواد لږ ډیر وو، او پایلیک مې دا اجازه را نه کړه چې ټول مواد پکې را واخلــم، نو دا تکل مې وکړ چې له اړوندو معلوماتو څخه یو څــه غورچاڼ کړم او خپل پایلیک پرې بشپړ کړم. همدا رنګه د ادبي لیکونو تر پيژندنې لومړي د لیک او عام لیکونو په اړه چې ادبي لیکونه هــم په واقعیت کې د دغو لیکونو یو ډول دی، لږ خبري پرې کړي دي . د پالیک موضوع مې هــم د همدې ادبي لیکونو په اړه ( پښتو ادبیاتو کې د ادبي لیکونو پیدایښت او پايښت ) ده په دې پالیک کې لومړي د ادبي لیکونو پیژندنه رڼا اچولې ده، دا چې ادبي لیکونه د نورو نثري ژانرونو په څیر ګوټلې او د ټولو لخوا منلې پیژندنه نه لري، چې ادبي څیړونکــو یې د پیژندنې لپاره لیکنې فورم او ځانکړنو ته په کتنې او پاملرنې یو لړ څر ګندونې کړي. لکه د زرینې څانګې لیکوال او اروښاد پروفیسور سید تقویــم الحق کاکا خیل او داسي نورو لیکوالو یې په اړه څرګندونې او ځپل نظریات وړاندې کړې دي.خود پایلي په توګه ویلا شو: ادبي لیکونه هغه لیکونه دي چې په ځانګړې هنري او ادبي بڼه لیک کیږي او د هنري نثر د يو ځانکړي ادبي ژانر په توګه منل شوي او ګڼل شوي دي . د ادبي لیکونو پیدايښت چې لیک څه وخت رامنځته شو، په دي اړه مې څرګندونې کړي دي، او په پښتو ادبیاتو کې ادبي لیکونه څــه وخت او چا رامنځته کړل. د ابي لیکونو په ارزښت، ډولونو، د عادي او ادبي لیکونو تر منځ تو پیر، لیکني چو کاټ، همدارنګه څو نومیالي ادبي لیک لیکونو پيژندنه، غوره چاپ شوي ټولګې او د ابي لیکونو بیلګې هـــم را اخستي دي. په پای کې د پایلیک قدر منو لوستږنکو ته د دې څیړنې د لوستلو توفیق غواړم او هیله مې داده چې د ادبي لیکونو په ډګر کې یو څــه زیات شوي وي، داهــم تاسې او دا هــم پایلیک.
۱.ادبي لیکونه څه شي دي؟
۲.د ادبي لیکونو ارزښت او اهمیت څه شي ده؟
۳. په پښتو ادبیاتو کې ادبي لیکونه څه وخت را منځ ته شول؟
۴. د ادبي او عادي لیکونو ترمځ توپیر په څه کې ده؟
۵. ایا په پښتو ادبیاتوکې تر اوسه د ادبي لیکونو غوره چاپ شوي ټولګې سته او که نه شته؟
لیکونه ډير زیات دي خو دلته پرادبي لیکونو باندې بحث کو، ادبي لیکونه هغه لیکونه دي چې په ځانګړې هنري او ادبي بڼه لیکل کيږي او د هنــري نثــر د یو ځانګړي ادبي ژانر په توګه منل شوي او ګڼل شوي دي.په دي لیکونو کې یو لړ مهــم انتقادي، سیاســي، فلســفي او ادبي مسایل لیکل کیږي، خو ژبه یې هنري، ادبي او د تحلیــل رنګ پرې غالب وي له استعارو، کنایو، تشبیهاتو او نورو ادبي صنعتونو څخه پکې کار اخستل شوي وي
اشتراکگذاری:
