دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
لمړی فصل
کوپراتيف او د کوپراتيف اصول.
الف: د کوپراتيف پيژندنه :
د کوپراتيف ( cooperative ) کليمه يو ه انګليسی کلمه ده ، چی د (cooperation ) څخه اخستل شويده، چی لغوی معنی يي مرسته تعاون او همکاری ده . او په پراخ مفهوم سره د ګډو اقتصادی او ټولنيزو موضو دلاس ته راوړلو په منظور د ګډو هلو ځلو او مشترک کوشش او تلاش معنی ورکوی . [1]
د کوپراتيف په اړه يو لړ تعريفو نه وړاندی شوی ، چی ټول يي په لږ توپير سره يو بل ته ورته والی لری او په لاندی ډول دی.
۱: هغه سرته ( مرسته ) او تعاون کوم چی د کوپراتيف د غړو له پاره او د يوی ټولنی د غړو د ستونزو د رفع کولو لپاره رامنځته کيږی کوپراتيف څخه عبارت دی.
۲: کوپراتيف د هغه داوطلبانه سازمان څخه عبارت دی ، چی د کوپراتيف د غړو د اقتصادی، ټولنيزو او کلتوری ستونزو د حل او د دوی د ګډو اميدونو او غوښتنو لپاره تاسییس او په د يموکراتيک ډول سره اداره کيږی.
۳: کوپراتيف يو داسی ټولنه ده، چی د ګډو علايقو خاوندان دټاکلو مقصدونو لپاره ، چی د يوی ښی او موضوع اقتصادی وضعی راوستل دی. ديمو کراتيکی اداری پراساس د پانګی په پوره کولو کي ورته ونډه اخيستی له لاری او د ګټی او تاوان په منلو سره هغه جوړوی.
لکه څرنګه چی د پورتنی تعريفونو څخه څرګنديږی ، وروستی ( دريم ) تعريف پراخ او کامل مفهوم کوپراتيف ارايه کوی . همدا راز په دی تعريف کی يو ډول خصوصيات هم تر سترګو کيږی . چی په دی سره د کوبراتيف مفهوم په پوره ډول سره واضح کيږی . چی دا خصوصيات عبارت دی له :
لمړی: داچی کوپراتيف د داسی کسانو لخوا جوړيږی ، چی په خپلو هدفونو او مقصد ونو کي سره يو وی او يو ډول اړتيا وی لری ( پانګه او نور مادی امکانات يي محدود وی )
دوهم : د کوپراتيف مقصد يوازی د ګټی لاس ته راوړل نه بلکی غړوته د ټولنيز او اخلاقی مرستو دسول هم جوړوی.
دريم : کوپراتيف کی د استثمار مسله نشته او د ديمو کراتيک نورمونو په وسيله اداره کيږی.
ب: د کوپراتيف اصول:
د کوپراتيف اصول يا اساسات عبارت د هغه لارښونو څخه دی چی د هغی په مرسته د کوپراتيف مادی او معنوی ارزښتونه څرګنديږی . د کوپراتيف اصول او پرانسيپونه له ډيرو ازميښتونو او تجربو څخه وتلی دی او اوس تغير شکل موندلی . چی د ټولو لپاره د منلو وړدی.
دلته د کوپراتيف اصول او پرانسيپونو ته لنډه کتنه کوو او هغه پړاوونه په ګوته کوؤ چی بيا تر ننی وخت پوری را رسيدلی دی.
د کوپراتيفو نو د ښه او سالم رشد او انکشاف لپاره او هم ددی کوپراتيفونو ترمنځ د همکارۍ لپاره په محلی ، ملی او بين المللی سطحه د کوپراتيفونو بين المللی اتحادی جوړی شوی او د کوپراتيفونو د انکشاف لپاره ځينی پر نسيپونو وضع کړل، چی راپر نسيپوته په لمړنی او د ثانوی پرينسيپونو په نامه مشخص شول.
» لمړی اصول او پرانسيپونه چی د انګستان دروجديل د سيمی اوسيدونکو لخوا په کال ۱۸۴۴م کی منځ ته راغلی او پل شوی دی . هغه عبارت دی له ( د ازاد او عمومی عړيتوب اصل د عدالت او مساوات اصل، د دموکراسی اصل ، د يووالی اصل، اقتصادی اصل، د تبليغاتو او ازادۍ اصل ) دغه اصول وروسته په لاندی ډول ترتيب او بشپړ شول.
۱: ازاد او په خپله څوښه غړيتوب لاس ته راوړل
۲: ديمو کراتيکه اداره
۳: د ونړو د پانګی په اساس د ګټی ويش
۴: د غړو د معاملو په تناسب د ګټی ويش
دغه پرنسيونوته لومړنی پرنسيپونه هم ويل کيږی . ولی وروسته ځينی نور دويمګړی پرنسيپونه د کوپراتيف جوړونکو بوهانو لخوا پر پور تنيو اصولو باندی زياتيږی . او د ثانوی پرنسيپونو نوم ورته ورکول کيږی . چی هغه عبارت دی له .
۱: په مذهبی او سياسی چارو کی بی طرفی
۲: د کوپراتيف د غړو ښوونه او روزنه
۳: په تعزه توګه د راکړی او ورکړی معاملو سرته رسونه
همدارنګه په کال ۱۸۴۸م کی المانی عالم رايفايزن و کرنيز کر يدتی کوپراتيف لپاره يو شمير اصول رامنځته کړل ، چی د کرديت او صرفه جوی کوپراتيف د ټولنو اصول په نامه ياديږي. او په لاندی ډول دی.
۱: په کوپراتيف کی د هغو بزګرو غړيتوب لاس ته راوړل، چی هغوی په يو کلی کی مشيته ؤ. او په خپلو کی يي اعتبار درلود.
۲: غړو دنده او مکلفيت درلود چی پور ( قرضه ) د هغو مقصدونو پوره کولو لپاره مصرف کړی. چی د هغه په نامه اخستل شوی وی.
۳: د غړو مسوليت حدودنه درلود.
۴: هغو غړو چی په کوپراتيف کی اداری او حسابی چاری سرته رسولی معاش يی نه اخيسته .
۵: مازاد او ټولی پيسی احتياطی پانګی او مقصوصی حسی زيرمی لپاره ليږدول کيږی . په روسيه کی د سوسيالستی انقلاب د بری ته رسيدلو سره دغه اصول او پرانسيپونه په کال ۱۹۲۱ م کی لاندی شکل غوره کړ.
۱: په خپله خوښه غړيتوب لاس ته راوړل .
۲: ديمو کراتيکه اداره
۳: د کوپراتيف جوړلو په پروسی باندی د دولت رهبری او دی پروسی سره د دولت هر اړخيزه مرستی کيدل .
۴: د بزګرو مادی هڅونه ، ترڅو هغوی کوپراتيف ته د شامليدو لپاره چمتو يي.
۵: د کوپراتيف د جوړولو پروسه په تدريج سره پر مخ بيول پدی معنی چی د کوپراتيف جوړونه بايد له ساده شکل څخه پيل او هغه په پر مختللی شکل ته ورسول شی.
وروسته په کال ۱۹۶۶م کی د کوپراتيف د نړيوالی اتحادی له خوا يو کميسون موظف شو ، تر څو د کوپراتيف اصول او پراسيپونه وروسته له ازميښت او تجربی څخه ( ريښه په بيل بيل هيوادونو کی چی د کوپراتيف اصول او پرانسيونه تطبيق شوی وؤ او مطلوبه نتيجه يي ورکړی ده.)
تثبيت کړی ددی کميسون د کار په نتيجه کی دغه لاندی اصول او پرانسيبونه ومنل شول.
۱: ازاد او په خپله خوښه غړيتوب لاس ته راوړل
۲: ديمو کراتيکه اداره
۳: د غړو دمعاملاتو په تناسب د ګټی ويش
۴:کوپراتيفی ښوونه او روزنه
۵: کوپراتيفی اتحاديي جوړول
دغه اصول نژدی هغه ټول اصول او پرنسيپونو ته چی د انکشاف د روچديل د سيمی د کوپراتيف د مخکښانو لخوا رامنځ ته شوی ؤ. ولی په دی زياتوالی سره ، چی کوپراتيف اوس له هغه ابتدايي حالت څخه هم په کمی لحاظ او هم په کيفی لحاظ وتلی دی او د انساني ټولنی د اوسنی پرمختګونو په اساس او هغه نړيوال پراخوالی چی کوپراتيفونو اوس پيداکړيدی. په پام کی لرلو سره ځينی اصول د بشپړ تيا په مقصد ورزيات شوی . اوس نژدی په ټولو هيوادونو کی له همدغه پورتنی اصولو او پرنسيپونو څخه د کوپراتيف په جوړونه کی کار اخيستل کيږی.
په هغه جريده کی ، چی په افغانستا ن کی د ( ۱۳۸۰ او ۱۳۸۵ه ) کلونو په منځ کی د انتقالی او جمهوری حکومت جوړيدو سره خپور شويده په هغی کی د کوپراتيف اصول او پرنسيپونه داسی ذکر شوی.
د هری ټولنی پر مختګ او وروسته پاتی والی د هغو اقتصادی او ټولنيزو ته بيرونو پوری اړه لری، چی د غړو لخوا يي طرحه او پلی کيږی . په دی معنی چی د يو هيواد اوسيدونکی خپل توليدی عوامل ( ځمکه، کار او پانګه ) څرنګه په کار واچوی او پکار اچولو لپاره يي کومی لاری غوره کوی، درغونی لپاره کومو سکتوروته لومړيتوب ورکوی او د کومو نوو لارو او طريقو څخه کار اخلی تر ځو په چټکی او په کم مصرف سره خپل مقصد ته ورسيږی . پدی برخه کښی د بيلابيلو هيوادونو لخوا بيلا بيل تدبيرونه غوره او پلی شويدی، معنی دا چه ځينی هيو
اشتراکگذاری: