دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
لومړی فصل
په افغانستان کې د زراعت او مالدارۍ سکتور له پخوا راهیسې د اقتصاد یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د وچې مېوې کاروبار، په ځانګړي ډول په غزني ولایت کې، د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یوه حیاتي برخه ده. غزني ولایت د وچې مېوې، لکه زردالو، بادام، انځر او پستې په تولید کې ځانګړی نوم لري. دغه محصولات نه یوازې په کورني بازار کې د پام وړ ارزښت لري، بلکې د صادراتو له لارې نړیوالو بازارونو ته هم لاره مومي. په ځانګړي ډول، د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کلونو پورې، د وچې مېوې سوداګرۍ د سیمې په اقتصاد کې مهم رول لوبولی دی.په دې موده کې د وچې مېوې تولید او صادرات په غزني ولایت کې د عایداتو د زیاتوالي، د خلکو د ژوند سطحې د ښه کېدو، او د کارموندنې په زیاتوالي کې رغنده اغېز کړی دی. د سیمې بزګران او سوداګر د وچې مېوې له لارې خپل اقتصاد پیاوړی کوي، چې په دې توګه یې سیمهایز اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړې ده.دا مونوګراف به په ۱۳۹۹-۱۴۰۲ کلونو کې د غزني ولایت د وچې مېوې سوداګرۍ او د دې سوداګرۍ اقتصادي اغېزې په مفصل ډول تحلیل کړي. د مونوګراف هدف دا دی چې د وچې مېوې په تولید او صادراتو کې د موجودو فرصتونو، ننګونو، او د دې سکتور اقتصادي ګټو ارزونه وکړي.
په غزني ولایت کې د وچی میوی کاروبار د ۱۴۰۲ کلونو په موده کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو د دې کاروبار دقیقې اقتصادي اغیزې تر اوسه ندي ارزول شوې. د څېړنې مسئله دا ده چې څنګه د وچی میوی کاروبار په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، د روزګار فرصتونو رامنځته کولو، او د خلکو عایداتو باندې اغیزه لري. د دې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده چې د وچی میوی کاروبار او تولید په اړه دقیق معلومات راټول شي، د کاروبار ستونزې او فرصتونه تحلیل شي، او د دې کاروبار د ودې لپاره وړاندیزونه وړاندې شي.
دا څېړنه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کلونو پورې په غزني ولایت کې د وچې میوې کاروبار او د هغې په اقتصادي اغېزو تمرکز کوي. د دې څېړنې موخه د وچې میوې سوداګرۍ د پراختیا عوامل، اقتصادي اغېزې، او د دې سکتور مثبتې ګټې څرګندول دي. څېړنې څرګنده کړې چې د دې مودې په ترڅ کې د وچې مېوې سوداګرۍ د غزني په سیمهییز اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ راوستی دی. د کار او روزګار فرصتونه یې رامنځته کړي، د خلکو د عایداتو په زیاتوالي کې یې رغنده ونډه لوبولې، او د سیمې کرنیز سکتور یې پیاوړی کړی دی.
اشتراکگذاری: