
دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.
واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۵۰۰ افغانی
-------------------------------------------------------------------------------------------------
سره له دې چې شیرخان بندر د افغانستان د شمال یوه ستراتیژیکه اقتصادي دروازه بلل کېږي او د هېواد د عوایدو د راټولولو، ترانزیټ او سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري، خو له ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د دې بندر د ګمرکي عوایدو اقتصادي اغېزې په اقتصادي ودې باندې په علمي او تحلیلي ډول ندي څېړل شوې. لا هم روښانه نه ده چې په دې کلونو کې د شیرخان بندر د عوایدو زیاتوالی یا کمښت د افغانستان په اقتصادي وده کې اغېز کړی دی.
د شیرخان بندر ګمرک د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی او مهم رول لري، ځکه چې د دې بندر له لارې د وارداتو او صادراتو عواید د دولت د عمومي بودیجې لویه برخه جوړوي. د ګمرکي عوایدو د بدلونونو او اقتصادي شاخصونو لکه GDP، کارموندنې، او پانګونې ترمنځ اړیکه څېړل حکومت ته د پالیسۍ جوړولو، تعرفې اصلاحاتو، او د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره مهم معلومات وړاندې کوي. سربېره پر دې، د ګمرکي عوایدو زیاتوالی د خلکو د عوایدو لوړوالي او د ټولنې اقتصادي سوکالۍ سبب ګرځي، چې د کورني او بهرني پانګوالو باور هم زیاتوي او پانګونه وهڅوي. دغه تحقیق همدارنګه د ګمرک د اداري ستونزو، ناقصې زیربنا، او سوداګریز محدودیتونو په اړه علمي تحلیل برابروي، چې د راتلونکو اصلاحاتو لپاره بنسټیزه لارښوونه وړاندې کوي. په ټولیزه توګه، دغه څېړنه د افغانستان په اقتصادي سیاستونو، پانګونې، او د سوداګرۍ په پراختیا کې د ګمرکي عوایدو اهمیت په روښانه او علمي ډول څرګندوي.
. Hoد شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو زیاتوالی د افغانستان په اقتصادي وده مثبت او د پام وړ اغېز لرې
H1.د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو زیاتوالی د افغانستان په اقتصادي وده منفی او د پام وړ اغېز لرې
Ho د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو کموالی د افغانستان په اقتصادي وده منفی او د پام وړ اغېز لرې
H1 د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو کموالی د افغانستان په اقتصادي وده مثبت او د پام وړ اغېز لرې
دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي
اشتراکگذاری:
