این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است
---------------------------------------------
لومړی څپرکی
تیر ته په کتو ښکاره ده چې کوچني کاروبارونه د پرمختیایي هیوادونو اقتصاد او کاري فرصتونو د پیداکولو په برخه کې ډیر مهمه ونډه لري. بدبختانه چې زمونږ ګران هیواد افغانستان هم د نړۍ د نورو وده هیوادونو په څیر د امکاناتو د کمبود له کبله د لویو لویو فابریکو او کاروبارونو د پیل وړتیا نه لري، ځکه خو زمونږ د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د وړو کاروبارونو پیل او شتون ډیر زیات مهم دی. د وړو کاروبارونو له جملې څخه د وړی اوبدلو، معدن او زرګري صنعت زمونږ د هیواد اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو کاروبارونو په پرتله زیات د اهمیت وړ بلل کیږي. څیړنو ښودلې ده چې د پرمخیایي هیوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره کوچني کاروبارونه له لویو کاروبارونو څخه څکه زیات د اهمیت وړ دي چې پانګوال یې کم امکانات لري او ځکه خو دوی نشی کولای چې لوی کاروبارونه پیل کړي.داچې نن سبا زمونږ په هیواد کې د بیکاري کچه لوړه شویده او دولت هم دومره امکانات په لاس کې نه لري چې ټول بیکاره وګړي په کارونو وګماري، ځکه حو اړینه ده چې حکومت باید پانګوالو ته په وړو کاروبارونو کې د پانګونې اړین سهولتونه برابر کړي تر څو له دغه لارې کاري فرصتونه برابر شي. داچې زمونږ د هیواد معدنیات او د وړۍ اوبدلو صنعت نړیوال شهرت لري، ځکه خو لازمه ده چې د مسولو ارګانونو له لارې په یادو صنعتونو کې د پانګونې لپاره اړین سهولتونه پانګوالو ته برابر شي.
2.
3.
دا څیړنه د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو او د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره مهمه ده . تیر ته په کتو ښکاره ده چې کوچني کاروبارونه د پرمختیایي هیوادونو اقتصاد او کاري فرصتونو د پیداکولو په برخه کې ډیر مهمه ونډه لري. بدبختانه چې زمونږ ګران هیواد افغانستان هم د نړۍ د نورو پرمخیایي هیوادونو په څیر د امکاناتو د کمبود له کبله د لویو لویو فابریکو او کاروبارونو د پیل وړتیا نه لري، ځکه خو زمونږ د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د وړو کاروبارونو پیل او شتون ډیر زیات مهم دی. د وړو کاروبارونو له جملې څخه د وړی اوبدلو، معدن او زرګري صنعت زمونږ د هیواد اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو کاروبارونو په پرتله زیات د اهمیت وړ بلل کیږي.
۱.۴ د څېړنې پوښتنې
1.
2.
3.
دودیال ( ۱۳۹۹ کال ) کې د صنعتی اقتصاد تر عنوان لاندی یو درسی کتاب لیکلی چی د لوړو زده کړو وزارت دمرستو په چوکاټ کې د کې چاپ شوی دی . په دغه کتاب کی د افغانستان محلی کوچنی کاروبارونه لکه غالۍ اوبدل، کلالی، ترکاڼي، لمڅی او ټغر اوبدل، خامک ګنډل. کاشی جوړول، زرګری، منبتکاري او دمزری صنایع معرفی شوی چی د استخدام او اقتصادی ارزښت اهمیت یی ښودلی دی. د دغو محلی صنایعو او لاسی تولیداتو بازارونه یی معرفی کړی دی او د هغو د ښه شهرت او مارکیت امکانات یی ښودلی دی. د پرمختللی اوتجارتي نړۍ اوسنی فکر دادی چې ، واړه کاروبارونه همداسې واړه نه پاتې کیږي د سترو کمپنیو لومړنی پل له همداسې وړو او له کمې پانګونې څخه اخیستل شوی دی. د نړۍ سترې کمپنۍ چې اوس په نړۍ باندې راج چلوي یو وخت کې همداسې کوچنیو سرمایې ، کارمندانو او کم ځای څخه راپیل شوي دي چې اوس د نړۍ په هر ګوډ کې خپل تولیدات او خدمات خلکو ته رسوي،ځکه خو ورته د ایجاد لپاره آسانه قواعدو ، خام مواد، ځای او په کم سود قرضه ورکوي او کوچني کاروبارونه پنځوي
Investopedia چې له 1999 یمو کلونو راهیسې په نړۍ کې د مالي او تجارتي مسایلو په اړه څیړنه کوي. د دوی د تعریف پر اساس واړه او متوسط کاروبارونه هغه کاروبارونه دي چې خپله سرمایه ، عاید ، د کارمندانو تعداد او کار ځای د یو ټاکل شوي مقدار تر حده وساتي، له دې څخه ښکاری چې کوچنی کاروبارونه لا هم په اقتصاد کی اوچت ارزښت لری او باید پاملرنه ورته وشی .
۱.۶ د څېړنې میتود
په دې څیړنه کې د کتابتون طریقه کارول کیږي، چې په کې کتابونه، مقالې او انټرنیټ شامل دي
افغانستان غوندې په پرمختیایي هېوادونو کې د وړو کاروبارونو ایجاد بیخي زیات مهم او د پلي کیدو وړ دی، ځکه د داسې هېوادونو وګړي د سترو کمپنیو د جوړلو وس نه لري، په افغانستان کې د وړو کاروبارونو د ایجاد اړتیا له دې څخه هم جوتیږي چې، ډیر افغانان بېکاره ګرځي او کلونه کلونه د دندې پلټنه کوي خو خپله ددې فکر نه کوي چې یو عادي کار وبار را پیل کړي
اشتراکگذاری: