
این مونوگراف بهصورت کامل تهیه گردیده و شامل پروپوزل تحقیق نیز میباشد. علاقهمندان میتوانند جهت دریافت آن از طریق ارسال پیام در واتساپ با ما در تماس شون
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۰۰۰ افغانی
---------------------------------------------
شکر (Diabetes Mellitus) یوه مزمنه ناروغي ده چې د وینې د ګلوکوز کچه لوړه ساتي او د اوږدې مودې لپاره د بدن پر مختلفو سیسټمونو ناوړه اغېزه کوي (Tesfaye et al., 2019) یو له جدي عوارضو څخه محیطي عصبي اختلاطات (Diabetic peripheral neuropathies) دي، چې د ناروغانو عصبي سیستم زیانمنوي او د بېحسۍ، درد، عضلي کمزورتیا، د پوستکي د زخمونو، او حتی د معلولیت لامل کېدای شي (Bril & Perkins, 2019).
په افغانستان کې د شکر په ناروغانو کې د محیطي عصبي اختلاطاتو د خپرېدو کچه، عام ډولونه، او د هغوی د شدت په اړه لږې څېړنې ترسره شوې دي. د دې موضوع د لا روښانتیا لپاره اړینه ده چې د شکر ناروغانو پخواني روغتیایي ریکارډونه وڅېړل شي او د دې اختلاطاتو عوامل، پایلې، او د ژوند پر کیفیت اغېزې تحلیل شي.
د شکرې ناروغي (Diabetes Mellitus) یوه له معمولو مزمنو ناروغیو څخه ده چې د نړۍ په کچه د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي. دا ناروغي د وینې د شکرې د کچې د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره مختلفې ستونزی زېږوي. له دې ستونزوو څخه یوه مهمه او معموله ستونزه دیابیتیک نیوروپاتي (Diabetic peripheral neuropathy) ده، چې د عصبي سیستم ته د دوامداره لوړ ګلوکوز د زیان رسولو له امله منځ ته راځي (Brown et al., 2021).
دیابیتیک نیوروپاتي یو جدي کلینیکي حالت دی چې د ناروغانو د ژوند کیفیت ته زیان رسوي. دا حالت د درد، بې حسي، سوځېدنې احساس، او نورو عصبي نښو په بڼه څرګندېږي، چې کولی شي د ناروغ ورځنی فعالیت محدود کړي او د معلولیت لامل شي (Vinik et al., 2021; Zillox et al., 2020). په شدیدو مواردو کې، دا ستونزه د زخمونو، انفکشن، او حتی د اندامونو د قطع کېدو لامل هم ګرځي (Callaghan et al., 2020).
په افغانستان کې، د شکرې ناروغي په زیاتېدونکې توګه یوه معموله ستونزه ده، خو د هغې اړوند ستونزی، په ځانګړي ډول دیابیتیک نیوروپاتي، لږ څیړل شوې دي. د علی آباد تدریسي روغتون ته ډېری هغه ناروغان مراجعه کوي چې د شکرې ناروغي لري، خو د دوی د نیوروپاتي د پیښو کره شمېره معلومه نه ده. د دې ناروغی Prevalence معلومول نه یوازې د عامې روغتیا له نظره مهم دي، بلکې دا کولی شي د مخنیوي، تشخیص، او درملنې لپاره مؤثرې تګلارې رامنځته کړي. په دې څېړنه کې به د علی آباد تدریسي روغتون ته د شکرې ناروغۍ له امله مراجعه کوونکو ناروغانو کې د دیابیتیک نیوروپاتي د عاموالي کچه وڅېړل شي. دا مطالعه به مرسته وکړي چې روغتیا پالان، متخصصین، او د عامې روغتیا پالیسۍ جوړوونکي د دې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. همدارنګه، دا به د شکرې ناروغانو ته پوهاوی ورکړي ترڅو د نیوروپاتي د خطر عواملو ته متوجه شي او د دې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د دې څېړنې موخه دا ده چې د شکر ناروغانو کې د محیطي عصبي اختلاطاتو عام ډولونه، عوامل، او پایلې وڅېړي، ترڅو د دې ستونزې د مخنیوي او درملنې لپاره مؤثرې حللارې وموندل شي.
شکر یوه مزمنه ناروغي ده چې د نړۍ په کچه میلیونونه انسانان اغیزمنوي، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېوادونو کې د دې ناروغۍ د اختلاطاتو (Complications) مخنیوی یوه ستره ننګونه ده. محیطي عصبي اختلاطات (Diabetic peripheral neuropathy) د شکر یوه له جدي او معموله ستونزوو څخه ده، چې کولی شي د ناروغانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د دې څېړنې اهمیت په لاندې ډول ده:
روغتیایي اهمیت:
دا څېړنه به د شکر ناروغانو کې د محیطي عصبي اختلاطاتو عام ډولونه، شدت، او د خپرېدو کچه وښيي، چې دا به د روغتیایي کارکوونکو سره مرسته وکړي چې د ناروغانو د درملنې لپاره غوره تګلارې غوره کړي.
د دې اختلاطاتو د عواملو ارزونه به د مخنیوي او کنټرول لپاره نوي علمي معلومات چمتو کړي.
اقتصادي اهمیت:
د شکر له امله رامنځته کېدونکي محیطي عصبي اختلاطات د ناروغانو د درملنې لګښت لوړوي. که دا اختلاطات ژر وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي، دا به د ناروغانو او روغتیایي سیستم اقتصادي بار کم کړي.
اجتماعي اهمیت:
محیطي عصبي اختلاطات د ناروغانو د خوځښت، کار کولو، او د ورځني ژوند کیفیت خرابوي، چې دا د ټولنې پر اقتصاد او کورنیو باندې هم منفي اغېزه لري.
د دې څېړنې پایلې به د ناروغانو او عامو خلکو لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي، ترڅو د شکر د خطرونو په اړه معلومات ولري.
تحقیقاتي اهمیت:
دا څېړنه به د روغتیایي کارکوونکو، محصلینو، او څېړونکو لپاره د راتلونکو څېړنو لپاره یوه مهمه مرجع وي.
د دې څېړنې موندنې به د شکر د اختلاطاتو د مدیریت لپاره نوي علمي معلومات وړاندې کړي، چې په راتلونکي کې د نورو تحقیقاتو لپاره اساسي بنسټ کېښودل شي.
په ټوله کې به دا څېړنه د شکر په ناروغانو کې د محیطي عصبي اختلاطاتو د پېژندنې، مخنیوي او درملنې لپاره علمي او عملي لارښوونې چمتو کړي، چې دا به د ناروغانو، ډاکټرانو، او د ټولنې لپاره ګټوره وي.
د دې څېړنې څخه زموږ اصلي موخه دا ده چې د شکر په ناروغانو کې د محیطي محیطي عصبي اختلاطاتو مختلف ډولونه تحلیل کړو، همدارنګه د دې اختلاطاتو پراختیا، اغېزې، او خطرونه د شکرد ناروغانو لپاره ومومو. همدارنګه د دی څیړني په موخو کې:
شامل دی.
دا څېړنه هڅه کوي چې د شکر په ناروغانو کې د محیطي عصبي اختلاطاتو د شتون، ډولونو، شدت، او اغېزو په اړه مهمې پوښتنې مطرح کړي. د څېړنې اساسي پوښتنې په لاندې ډول دي:
د دې څېړنې په واسطه د راټولو شویو معلوماتو له مخې، ۲۳.۱۲٪ ناروغانو د لومړي ډول شکر ناروغي درلوده او ۷۶.۸۸٪ یې د دوهم ډول شکر ناروغي درلوده، چې ډیری یې نارینه وو، او ټول ناروغان د ۳۰ کلونو څخه ډیر عمر درلود، چې اوسط عمر یې ۵۲.۷ کاله و، د شکر ناروغۍ اوسط موده یې ۱۰.۵ کاله وه. په ۴۸.۳۹٪ ناروغانو کې Diabetic peripheral neuropathy لیدل شوی، چې له دې جملې څخه ۳۴.۹۵٪ یې نښې نښانې درلودې (سوځېدل، بې حسي، درد). د ناروغانو په درملنه کې، ۲۹.۵۷٪ د انسولین سره درملنه شوې
اشتراکگذاری:
