این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است
ضد شعري تخلیق په حواله عبدالرحیم مجذوب د نظم لیکونکے شاعر دې. مجذوب صیب په پښتو ادب کښې یو رومانوي، افاقي او جدید لیکوال ګنړلے شي. د پښتو معاصر منظوم ادب مخکښ شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب د پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکی و.عبدالرحیم مجذوب په پښتو ادب کې جدیده، افاقي او هر اړخیزه شاعري کړې ده.
مجذوب یوازې شاعر نه بلکې یو عالم انسان هم وو.عبدالرحيم مجذوب د خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی دی، لسم ټولګی يې د سرای نورنګ نه پاس کړی، دولسم يې د ډېره اسماعيل خان او څوارلسم يې د پېښور اسلاميه کالج او بيا يې د پېښور پوهنتون د لا کالج څخه د وکالت ډګري ترلاسه کړې وه.تازه د نامتو شاعر ښاغلي مجذوب د مړينې خبر خپور شو، چې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره د سيمې ګڼو شخصيتونو يې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده او د نوموړي کړنې يې ستايلي دي.
1 - د نور مظهورنه
د نور مظهورنه په پښتو ژبه لیکل شوی او غالباً د افغانستان له کلتور او ادب سره تړاو لري، دا کتاب کېدای شي داسې کیسه ولري چې د افغانستان تاریخ، کلتور او ټولنې ته اشاره کوي، ټولنیز، کلتوري او تاریخي مسایل رابرسیره کوي. افغان لوستونکو ته د خپل هیواد د تاریخ او کلتور د ښه درک کولو زمینه برابره کړې ده، دغه ټولګه په ۲۰۱۶ کال کې د مجذوب صاحب له خوا خپره شوې ده.
2 - زيړ ګلونه
زيړ ګلونه، لال او کوتي لال، دارالاوهام، د ميني تنده، د مجذوب کليات، د کلياتو دوېمه برخه او د کلياتو درېمه، د مروتو کسرونه، د نور مظهرونه (نظم ) د عبدالرحیم مجذوب چاپ کتابونه دي. ده پر دړې سربېره ګڼې مقالې او لنډې کیسې هم لیکلي دي. د مجذوب صېب "زېړ ګلونه" نظم د ده له خولې واورئ
ورځه ورځه په مخ دې ښه په مخ دې زيړ ګلونه
اوښکې دې سترګو کې غړېږي زۀ پوهېږمه ښۀ
خُلۀ دې خندا کښې وېرانېږي زۀ پوهېږمه ښۀ
جلۍ په تا چې څۀ تېرېږي زۀ پوهېږمه ښۀ
خو لاس مې نۀ رسېږي دا دي د قسمت کارونه
ورځه ورځه په مخ دې ښه په مخ دې زيړ ګلونه
په درنو سترګو کاتہ ګورې کاته مۀ ګوره بيا
په مخ روانه شا ته ګورې شا ته مۀ ګوره بيا
تۀ بې زبانه ما ته ګورې ما ته مۀ ګوره بيا
دا اثار په ۱۹۷۷ کال کې د عبدالرحیم مجذوب له خوا لیکل شوی چې زیاتره یې صوفي او عرفاني شعرونه لري. دا کتاب د ځینو ژباړونکو لخوا نړیوالو ژبو ته ژباړل شوی دی.
3 - لال او کوتي لال
دا اثار چې په ۱۹۷۵ کال کې د عبدالرحیم مجذوب له خوا لیکل شوی، چې زیاتره یې په فرهنګي مسلو باندې بحث کوي. دا کار خپل ځانګړي مینه وال لري، چې د چاپ شمیر یې څلور چنده ته رسیږي. د مجذوب صاحب اکثره شعرونه د ټولنې او د تمدن ترویج پورې اړه لري، چې په دې کتاب کې یې زیات بحث کړی دی. په دې اثرکې د شعر یوه بیلګه دا ده:
لېونتوب غوندې چپه راباندې راشي
خو هغه به پرې پوهېږي چې مئین وي
نورو خلقو ته به ټوقه د خندا شي
بارې څوک چې په زړه سوے لوغړن وي
لاسي پاڅم د میرې په طرف لاړ شم
پاس په خاورو لټوم د خپو خاپونه
کول په کول په هره لاره کښې ولاړ شم
خاپې خاورې سلامت پرېدي وختونه!
بیا د شګو په ټوپي نیم خوبولے
چیرته ناست یم ځان سره کوم سوچونه
وایم ګوندې په دې لاره باندې تللے
لالے بېرته راستنه کړي قدمونه
هغه ښکلے چې یادونه یې ژوندي دي
شب و روز زما په ذهن کښې اوسېږي
زما زړه ته ننوتي دي خوندي دي
مېږتون دے په سینه کښې مې ګرځېږي
په دې سوچ کښې بیا له خوبه ولویږم
نمر د غر له شا پرېوزي ماښام کېږي
د شعور دنیا اخته شي پرې پوهېږم
وایي لاړ چې دي بیا نه راستنه کېږي
4 – دارالاوهام
دا اثار په ۱۹۸۰کال کې د عبدالرحیم مجذوب له خوا لیکل شوی، مجذوب په خپله څلورمه ټولګه «دارالاهام» کې په نوي انداز شاعري کړې ده، په دې ټولګه کې یې روماني تصوف لیدل کېږي. ځینو لیکوالو د ده تصوفي شاعرۍ په اړه هم لیکل کړي، د ده په شعر کې د وحدت الوجود تصوف ویني او وايي چې تصوف یې هم روماني دی، چې «ما ته نه و پېژندلی، کارساز، یاران، باغ، ماشوم او… نظمونه یې ښې بېلګې دي. دا شاعري یې چې لولې، رښتیا هم انسان احساس کوي چې تصوفي شاعري هم ډېره ښکلې او له رومانیته ډکه ده، خو خپله مجذوب په یوه مرکه کې وايي چې: «زما په شعر کې رښتینی تصوف نشته، بلکې زباني یا د الفاظو تصوف په کې
دی، زه صوفي شاعر نه یم
ګل له کومه را ټوکېږي
کوم خوا لاړ شي او رژېږي
ورځې شپې ولې بدلېږي
د ګل تخم کې ګل چېرته دی څه چل دی
دا عقده لږه راته وا کړه
د دې غوټې چېرته ول دی
5 – اشاعت
په دې کتاب کې د نور العواسة الجلوبي په کتاب کې د نورو دیني مسایلو محتوا هم ژباړل شوې ده. دا اثر په ۱۹۹۰ کال کې د عبدالرحیم مجذوب له خوا لیکل شوی دی. دا تبلیغاتي کار هغه اړخونه لري چې ډیری یې د بهرنیو هیوادونو سره علاقه لرونکو خلکو تمرکز کوي.
6 - د مجذوب نوي چاپ شاعري
۱۹۹۹ له بده مرغه، د دې کتاب په اړه دقیق معلومات نشته
7 - د مینې تندی ( له انګرېزي منظومه ترجمه)
دا کار په ۱۹۵۸ - ۱۹۵۹ کال کې د مجذوب صاحب له خوا شوی و. چې محتوا یې رومانتيک او صوفیانه ده. دا کار د مجذوب صاحب یو له مشهورو اثارو څخه دی او ډېر مینه وال لري. د دې کتاب د ترلاسه کولو لپاره، دا باید آنلاین وپیرل شي، که نه دا په محلي کتاب پلورنځیو کې نشي ترلاسه کیدی.
8 - دوآتشه
دا اثر په ۱۹۵۹ کال کې د عبدالرحیم مجذوب له خوا لیکل شوی دی. دا ارزښتناک اثر ۲۲۰ مخونه لري، چې محتوا یې تر ډېره په دیني او فرهنګي ښوونیزو برخو کې ده، یعنې ویلای شو چې د دیني زده کړو په اړه یو کار دی. په غربي ادبیاتو کې د مدرنیتی پېر، د رمانتیک ادبي جنبش د راټوکېدو مهال دی چې نماینده شاعران یې کيټس، شیلې او براون دي.د پښتو ځینو ادبپوهانو او شاعرانو هم عبدالرحیم مجذوب په پښتو ادب کې د رومانتیک جنبش نماینده شاعر بللی او دی یې زموږ د پښتو معاصرې شاعرۍ کیټس نوملی دی.
که به موږ د دوی د شاعرۍ مجموعې، زېړ ګلونه، لعل وکُتی لعل، دارالاوهام، د مینې تنده، دو آتشه، د نورو منظومو ترجمو په شمول په دقیق ډول مطالعه کړو،
په ارواښاد مجذوب باندې محب وزير د (مجذوب د شاعرۍ تنقيدي مطالعه) کتاب ليکلی، احمد جان مروت پرې (درد او مجذوب) بل کتاب ليکلی، په کراچۍ کې پرې د (مجذوب نمبر) چاپ شوی، د مانسهرې پوهنتون نه پرې د شپاړسم ډګري او په باچا خان پوهنتون کې پرې (د مجذوب په شاعرۍ کې کردار نګارۍ) باندې اېم فل روان دی.
د پښتو ژبې نامتو سپین روبی شاعر عبدالرحیم مجذوب له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي په ځانګړي سبک کې نظمونه لیکلي، غزلیزه شاعري یې شته، خوندورې ژباړې یې پښتو ته کړي او خال خال افسانې یې هم د پښتو په پخوانیو مجلو کې لیکلې دي. هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو. د مشال راډیو خبریال عمر وزیر د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې له عبدالرحیم مجذوب سره یوه مرکه کړې وه چې دلته یې درته په بیا ځلې خپروو.
هغه ښکلې ښاپېرۍ پېغله پروینه
تور لیمه ، کاږه باڼه ، زلفې مُشکینه
د مریمې پاک ناموس د عیسيٰ ناوه
یشېدونکې د تقدیس له ډېره تاوه
ګلستان د کلیسا کې تنکۍ غوړګه
چې د دېر و د حرم ترې سوزي سترګه
هغه نرسه چې مراد ترې پوره کېږي
په دارو یې دردېدلی زړه روغېږي
د ځوانۍ د ماشوم والي پېوستون وه
هر سبا د ګل غوټۍ تازه چاودون وه
یو غاوره شان تندی تنکۍ رخسار وه
د ځوانۍ پنګه فطرت یې پیره دار وه
یوه جلوه وه یوه شعله د بجلۍ پړق وه
چې د ډېرو زړه ورو زړه یې شق وه
هغه لاس واړه واړه او سره نوکونه
په بهار کې د انارو یې ګلونه
هغه سترګې چې د مئیو دوه پیالې وې
اننګي چې به روانې ترې شغلې وې
خوشبویي به یې له زلفو نه خوره وه
چې زما په هر نفس باندې سوره وه
په دفتر کې تابنده د مار مرۍ وه
د زهره د سوارۍ سپینه قمرۍ وه
تورو زلفو کې یې ربړ براقي وه
که ولاړ حجر اسود سره حاجي وه
په صفا سپینو جامو کې به نغښتلې
لکه حوره ګرځېدله غلې غلې
ښکته سر به په خپل وارډ کې وه روانه
وېرېده به وږو سترګو د دونیا نه
بې وسي د قناعت په معنا پوی کړم
نه د چا منت راباندې نه احسان شته
ته خو روان شوې، په مجذوب دې خاورې واړولې
ستا انتظار به تر قيامته کړم اشنا په قبر
تم شه ګله اوښکې مې لا تم نۀ دي
لا خو مې کتلي درته سم نۀ دي
ښکلي چې ما وګوري، مسکا کوي
زه به لېونی یمه، دوی ګرم نۀ دي
غم د جدايي په زړه غلبېل کړمه
دا شانې سيخونه خو د زغم نۀ دي
پوی دي د مجذوب په زړګي پوی دي ښه
ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نۀ دي
استاد اسدالله غضنفر یې په اړه یو ځای کې لیکلي دي: غني خان که د پاچاخان زوی نه وای او ټکر یې شعرونه سندرې کړې نه وای؛ اوس به دی هم لکه عبدالرحیم مجذوب ډېرو نه پېژندلو.
وایي دواړه ګړدودیز شاعران دي.
اروښاد مجذوب صاحب هم خپله ځان ته تر حمزه بابا او قلندر مومند په غزل کې درېیم مقام ځان ته ورکړی دی.
وایي:
وایي قلندر چې غزل چرته ده؟
ښه وایي مجذوب ته غزل پاتې ده
شاعر او لیکوال عبدالرحیم مجذوب د ۸۷ کالو په عمر خیبر پښتونخوا کې وفات شو. نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و. ښاغلی مجذوب د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې زېږېدلی و، چې تر اوسه یې د شعر اته ټولګې چاپ شوې دي. د عبدالرحیم مجذوب د نثر یوه ټولګه هم چاپ شوې ده او د شعر لومړنۍ ټولګه یې ۱۹۵۹ کال کې چاپ شوې وه.
عبدالرحیم مجذوب د لکي مروت له سرای نورنګ او پېښور پوهنتونه زدکړې کړې وې او د قانون برخه کې یې له همدې پېښور پوهنتونه لوړې زدکړې سر ته رسولې وې.
عبدالرحیم مجذوب د خیبر پښتونخوا باچا خان پوهنتون د پخواني مرستیال مشر فضل رحیم مروت پلار و.
خدای بخښلي مجذوب صاحب په نوي او په زړه پورې انداز، خواږه شعرونه ویلي دي، چې پر پښتو او پښتنو یې لوی احسان کړی دی.
د نولسمې پېړۍ پیل د اروپا د ادبیاتو د نوي عصر ښه پيل دی. دغه دور ته د رومانتیک عصر نوم ورکول کېږي، چې د بورژوازي طبقې عصر بلل کېده. په دې دور کې تجمل او اشرافي ژوند، خپل اهیمت او نفوذ له لاسه ورکړ، د ادبي آثارو قلمرو پراختیا ومونده، له دې نه وروسته شاعران او لیکوال د ټولنې له بېلابېلو طبقو څخه وو. رومانتیک ادبیات په اروپايي هېوادونو کې په نولسمې پېړۍ کې، پر یو بل پسې ظهور وکړ. د غرب په تاریخ کې ښايي داسې بل مکتب د رومانټسېزم په څېر نفوذ او وده نه وي کړې. کله چې د رومانټسېزم یا رومانټیزم خبره کېږي، معمولاً د ټولو په تصور کې د عشق او عاشقۍ کیسې را تازه کېږي، ځکه د دې کلمې پیوند او خپلوي له رومان او رومانټیک سره ده. خو رومانټسېزم بیا له دې سره په متفاوته معنا یو نړۍوال ادبي مکتب دی، چې پراخ مفهوم په ځان کې را نغاړي. بلکې په دې مکتب کې ټول، افکار، عقاید، ټولنیزې او سیاسي نظریې او مذهبي غورځنګونه هم شامل دي، په دې خاطر رومانټسېزم یوازې یو ادبي غورځنګ نه، بلکې یو ټولنیز – سیاسي حرکت هم بلل کېږي، چې دا برخه یې یوې جامع او ژورې مطالعه ته اړتیا لري.
رومانټسېزم د یو فلسفي او هنري – ادبي مکتب په توګه د اتلسمې پېړۍ په وروستیو او نولسمې پېړۍ پیل کې په انګلستان کې رامنځ ته شو او بیا آلمان، د اروپا شمال او فرانسې ته خپور شو. په عامه توګه هغه دورو ته ویل کېږي چې په هنر او ژوند کې پر عاطفي او تخیلي کیفیت ټينګار شوی وي. د دې غورځنګ د اوج دوره د نولسمې پېړۍ لومړۍ نیمايي او انګلستان دی. ځانګړنې یې له طبیعي بکر منظرو سره مینه، د تېر غربت په اړه غم او حسرت، له آزادۍ سره شدید تمایل، روایتي مسایلو خلاف مزاحمت او داسې نورې دي.
په پښتو ادب، په ځانګړې توګه پښتو شاعرۍ کې چې کله د رومانټسېزم یا روماني شاعرۍ په اړه خبره کوو، نو د څو د ګوتو په شمار شاعرانو کې د عبدالرحیم مجذوب نوم اوڅار برېښي. د مجذوب نظمونه د رومانټسېزم ښې بېلګې دي. هغه، روماني فکر له انګریزي شاعرۍ او د هغې ژورې مطالعې نه په تاثر سره پښتو ته راوړی دی؛ د مجذوب روماني طرز او سبک د کیفیت او کمیت له پلوه خپل ځانګړی اغېز او رنګ لري، د هغه سیمهییزې سوچه لهجې که د نوموړي شاعرۍ ته د سپرلي په څېر تازهوالی او رنګونه ورکړي دي، خو ځینو شعرونه یې بیا نورو پښتنو ته مبهم کړي هم دي. په دې مقاله کې مې یې په روماني رنګینیو او ښکلاوو خبرې کړې دي.
رومانټېزم د لویدیځ ادب نه پښتو ته راغلې اصطلاح ده، چې په اصل کې دا یو باقاعده فکري تحریک دی، چې د کلاسېزم پر وړاندې د ۱۸مې پېړۍ په پای او د نولسمې پېړۍ په سر کې په اروپا کې رامنځ ته شو.(۱)
رومانویت د انګرېزۍ د Romanticism ترجمه ده، کوم چې د انګرېزۍ دRomance نه او پخپله Romance بیا د فرانسیسي ژبې د Romanzنه ماخوذ دی، چې لغوي معنی یې د خلقو خبري ده او د رومانس لغوي معنی د حکایت، داستان او افسانه په ټکیو کولی شي.(۲) خو په اصطلاح کې، رومانټسېزم له لغوي معنا څخه بېخي په جلا معنا او مفهوم کارول کېږي. د یو مکتب یا غورځنګ په بڼه را مخ ته شوی چې ډېر خصوصیات په ځان کې رانغاړي.
د عمید فرهنګ یې داسې را پېژني: یو ادبي او هنري مکتب دی چې د اتلسمې پېړۍ په دویمې نمايي او نولسمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې په اروپا کې رواج و او د فردپالنې یا انفرادیت او آزادۍ په اصولو تکیه کولو سره د انسان د دروني احساساتو، شخصي عواطفو او د عادي وګړو ژوند د څرګندولو غوښتونکی و.(۳)
رومانټسېزم د اتلسمې پېړۍ د وروستیو او نولسمې پېړۍ د لومړیو وختونو غورځنګ دی، چې په ادب فلسفه، هنر، مذهب او سیاست کې د پخوانیو شکلونو پر ضد یو عکس العمل بلل کېږي. د رومانټسېزم لهپاره یو مشخص او د ډاډ وړ تعریف نه شو موندلی، خو ځينو پوهانو او ادیبانو یې ځانګړنې وړاندې کړې دي.(۴)
انګلیسي نقاد والټر پاټر رومانټسېزم د ښکلا او حیرانتیا مجموعه وبلله. د یوه امریکايي پوه په عقیده د رومانټسېزم جوهر الهام دی، چې مبدا یې په رمز او حیرت کې ده. د رومانټسېزم عمومي ځانګړنې په دې ډول ښودلی شو:
حساسیت، له پخوانیو وختونو سره علاقه، ملي ماضي، محلي رنګونه، خاص ته په عام ترجیح ورکول، خیالي ارزوګانې، مافوق الطبیعت، شپه، مرګ، تباهي، هدیره، شیطان، د کلیوالي ژوند ستاینه، د نااشنا شیانو خوښول، بې کنټروله تخیلات، د حیواناتو له ژوند سره همدردي، په افسانه کې هیجاني روحیات، رومانټیک قهرمان یا ژوند څخه ستړی وي یا د ټولنې په مقابل کې متمرد وي. هیجاناتو ته پر عقل او خیال ته پر حقیقت ترجېح ورکوي.(۴) فکري آزادي، بغاوت، مقصدیت او انفرادیت.
یعنې رومانټسېزم د فلسفې په څېر هیڅ اصول، قوانین او حدود نه مني، بلکې د بشپړې شخصي – فکري آزادۍ په پایله کې هر ډول بغاوت، د فکر او خیال اظهار، مبالغه او عواطف بیانولی شي.
د رومانټسېزم او روماني شعر په اړه نور بحث څخه مخکې اړینه ده چې د عبدالرحیم مجذوب پېژندنې په اړه لنډ ولیکم چې:
عبدالرحیم مجذوب د عبدالکریم خان زوی، د ۱۹۳۵م. د جنورۍ په څوارلسمه د خیبر پښتونخوا د سویل په لرې پرته سیمه د لکي مروت په نار صاحب ادمیدادخېلو کې زېږېدلی دی. مجذوب له مولانا عالم لنګرخېل نه قرآن، فقهه، د سعدي مشهور کتابونه «ګلستان او بوستان»، د نورالدین عبدالحمان جامي «یوسف او زلیخا» او د نظامي ګنجوي «سکندرنامه» لوستي دي، لومړنۍ زدهکړې یې په نورنګ دولتي ښوونځي او لوړې زدهکړې یې د قانون په څانګه کې د پېښور په اسلامیه کالج کې کړې دي.(۵) مجذوب یو څه موده د وکالت دنده کړې ده.
د پښتو معاصر ادب، د رومانټيک غورځنګ دغه نماینده شاعر د ۲۰۲۱م. د اکتوبر پر ۲۳مه له نړۍ سترګې پټې کړې.
مجذوب د شلمې پېړۍ په سرخېلانو کې جوت نوم دی، د پښتو نظم د یوه ځانګړي سبک روماني شاعر دی او همدارنګه ښه لیکوال او ژباړن دی، چې یوه جلا لار، فکر او شعري نړۍ لري. هغه په پښتو نظم کې د فکر او فن له پلوه نوې رنګ رنګ تجربې وړاندې کړې دي، پښتو شعر ته یې نوې ژبه، نوي موضوعات او نوی نړۍوال تحریک را وړی دی او موږ ته یې ځان یو رومانسټ او موډرنسټ شاعر را پېژندلی دی.
د مجذوب په اړه ایوب صابر لیکلي: «مجذوب د پښتو په اوچتو شاعرانو، محققینو، مقاله نګارانو او ادیبانو کې شمارلی شي. خاص طور سره پښتو نظم او افسانه د جدید ترینو اقدارو په سانچه کښې په اچولو کښې د هغه ژور لاس دی او چه هر کله د پښتو د ساهو نظمګو شاعرانو ذکر کېږي، نو هغه څوک نظر انداز کولی نشي
ډاکټر نسیم اقبال په خپله مقاله «د مجذوب انفرادیت» کې د یو بل لیکوال له قوله، چې نوم یې نه دی یاد کړی، لیکي: «مجذوب یو فطرتي او روماني شاعر دی او په نظم کښې خصوصي رنګ او انفرادیت لري. د ده کلام ډېر سلیس، روان، فصیح، بلیغ او له ده سره د پښتو د نازکو او شایسته الفاظو بېاندازې ذخیره ده، د ده انداز بیان ډېر خوندور او مؤثر دی.
شېر زمان طایزی وايي: «مجذوب صاحب هغو یو څو سرزوره مخکښانو کښې شمېرلی شي چې په پښتو کښې یې د انګرېزۍ په رنګ نظم ته رواج ورکړی دی او د پښتو لرغونې روایتي بڼه یې نوې کړې. د ده دا نوښت ډېر لږ وخت کښې مقبول شوی دی. دی هیئتي نوښت نه علاوه مجذوب ډېره درنه، ارزښتناکه او رنګینه نظریاتي او توهماتي پانګه هم پښتو ته را اړولې ده. هغې سره نوي الفاظ، اصطلاحات، تلمیحات او محاورې هم د پښتو په زمکه وټوکېدې».(۷)
رحمت الله درد مجذوب ته «قادرالکلام» شاعر خطاب کړی هغه وايي، د مجذوب په شاعرۍ کې چې کوم مکمل ابلاغ او اظهار دی هغه ما د قلندر مومند نه سیوا ډېر کم پښتو شاعرانو کې لیدلی دی.
هغه د مجذوب شاعرۍ په اړه زیاتوي چې: «تشبېه او استعاره د شاعرۍ ګاڼه ده خو د مجذوب فنکارانه کمال دا دی چې یو خو یې نوې نوې تشبېهګانې او استعارې استعمال کړې دي او بل د شاعرۍ حسن یې دوچند کړی دی او بل خوا یې له دې دواړو د ابلاغ او د مکمل اظهار کار اخیستی دی. پورنیما د مجذوب ماشومه ورېره، د ځنکدن په حال له تندې او درده بیقراره پرته ده. مجذوب د دې حالت ترجماني کول غواړي، د تشبېه کمال وګورئ»: (۷)
د کب غوندې به لکې سترګې ځای کې تلېدله
څاڅکي شـان اوبـــو ته بـــه عاجزه کړېدله(۷)
یو بل نظم «مس پروین» د هسپتال نرس او د حسن و شباب مجسمه ده، مجذوب یې د تقدس او شباب دواړو نه متاثر دی. دلته د استعارې سحر کاري وګورئ:
د مریمې پاک ناموس د عیسی ناوه
ایشیدونکې د تقدیس له ډېره تاوه (۷)
محب وزیر وايي: «مجذوب د طرزِ ادا او اسلوب په لحاظ خو رومانویت خپل کړی دی، ولې په فکري لحاظ هغه یو مترقي پسند شاعر دی، د هغه رومانونیت ترقي پسندۍ ته او ترقي پسندي یې رومانویت ته ورننوتې ده، نو د ده په شاعرۍ کې د هغه رومانوي رجحان او ترقي پسند فکر پخپله کې سره بېلول که ممکن نه دی، نو اسان هم نه دی.»(۲) د بېلګې په ډول: کله چې د «مس پروین» نظم لولو، نو د محب وزیر پورتنۍ خبره به مو ټیک ذهن ته را وګرځي.
زه د پورته پوهانو او لیکوالو نظرونو سره موافق یم، مجذوب په پښتو نظم کې یو پېژندل شوی نوم دی، هغه پښتو شعر ته نوی روح، نوې ژبه، نوي موضوعات او نوي نړۍوال تحریکونه راوړل. مجذوب د خپل فکر جوهر، تجربې او پنځونې په نظم او غزل کې وړاندې کړې دي، خو د نظم تله یې پر غزل درنه ده. د مجذوب نظمونه د کمیت او کیفت له پلوه ډېر اوچت او جدید انداز لري، چې د ډېر خوږوالي او نوښت له کماله یې ځينې نظمونه انګلیسي ژبې ته په نظم کې ژباړل شوي دي، چې د نوموړي د ښې شاعرۍ ښه ثبوت کېدای شي.زما د معلوماتو له مخې، تر دا دمه د جذوب څلور شعري ټولکې؛ (زېړ ګلونه، لعل او کُتي لعل، د مینې تنده او دارلاوهام) خپرې شوې دي، چې یادې ټولګې او د هغه نوره ناچاپه شاعري یو ځای په «د مجذوب کلیات» کې راټوله او په ۱۹۹۹م. کال چاپ شوی دی. دا چې دا کلیات د مجذوب په حیات کې چاپ شوی، نو نوې شاعري یې په ۲۰۰۸م. کال کې «د مجذوب کلیات – دویمه برخه» په ۱۲۴ مخونو کې چاپ شوې ده او له دې وروسته نوو شعرونو او نظمونو لیکلو او خپرولو په اړه یې معلومات نه لرم. په یادو اثارو کې «د مینې تنده» د شیکسپیر د مشهور نظم «وینس ايډوینس» پښتو منظومه ژباړه ده، چې د مثنوي په قالب کې په ۸۶۸ بیتونو کې ژباړل شوی دی. مجذوب له شاعرۍ ورهاخوا علمي- څېړنېزې مقالې او لنډې کیسې هم لیکلې دي.
استاد زلمي هېوادمل په خپله مقاله کې د مجذوب د دوو نورو آثارو «د نور مظهرونه او دو آتشه» یادونه هم کړې او وايي چې په «دو آتشه» کې د قصهیي نظمونو منظومې پښتو ترجمې راغلي او همدارنګه مجذوب په لومړي ځل د «مروتوکسرونو» د متن سمون او تحشیه په ډېر زیار ترسره کړل او پر ۱۹۵۹م. دا مجموعه چاپ شوه او د پښتو ادبي څېړونکي لومړۍ پلا د کسرونو له نامه خبر شول.
مجذوب په پښتو معاصر ادب کې یو منفرد او د ځانګړي سبک لرونکی رومانسټ شاعر دی، اکثر لیکوال هغه د روماني شاعر په نوم یادوي، ځکه چې د هغه شاعري د رومانیت په خوږو را ټوله ده او د ده په شاعرۍ کې د سحر غوندې اغېز دی. که تاسې د مجذوب دا نظمونه ولولئ: «مس پروین، پورنیما، زېړ حسن، کوه مري، زما زړه انیا وه، د برګ بنین څښتن او شیخ بدین» په دې نظمونو کې د روایاتو نه د بغاوت جذبه ده، په واقعاتو کې د تخیل رنګیني او ابهام دی، د پېړو راهیسې راغلي قیود نه آزاد سوچ، نوې نکته نګاه او فلسفیانه تجزیه ده؛ د لهجې پُر اسراریت دی او په تېره د شاعر د رسا ذهن جدت او د هغه د ژور شخصیت انفرادي چاپ دی.(۸)
مجذوب رومانوي اثر د انګرېزي شاعرۍ نه اخیستی دی، بلکې په شعوري ډول یې دا هڅه کړې ده چې د شلمې پېړۍ پښتو شاعري د نولسمې پېړۍ د انګرېزي شاعرۍ له سویې سره برابره کړي او په انګرېزي شاعرۍ کې هم هغه د شیلي، کیټس، بائرن او ورډزورتهـ نه زیات متاثره دی.
مجذوب د پښتو معاصر ادب د رومانټسېزم مکتب په سرلارو او هنرمندو شاعرانو کې یو مخکښ شاعر دی، د ده شعري کیفیت او سبک له نورو جلا رخ او رنګ لري. د ده په ځينو شعرونو کې مو د رومانټسېزم په ځانګړنو خبرې وکړې. دا چې شاعري یې لکه د نورو شاعرانو په اوس وخت کې یا ډېره رسنیزه او بحث شوې نه ده او یا د لیکوالو او څېړونکو ور پام شوی نه دی؛ ښايي یو لامل یې دا وي چې د مجذوب د شاعرۍ په مختلفو اړخونه باندې هومره بحث نه دی شوی، چې باید شوي وای، خو بیا هم د لرې پښتونخوا ځینو محدودو لیکوالو پرې لیک او بحث کړی
اشتراکگذاری: