له ۱۳۹۸-۱۴۰۲ کلونو پورې د افغانستان په ملي عاید کې د ځمکني ترانسپورت د عوایدو بررسي
1404/01/09

له ۱۳۹۸-۱۴۰۲ کلونو پورې د افغانستان په ملي عاید کې د ځمکني ترانسپورت د عوایدو بررسي

توضیحات

دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.

واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.

---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

لومړی څپرکی

د څېړنې کلیات

۱.۱  پېژندنه (Introdaction)

د انسانانو او سوداګريزو توکو ترانسپورت او ترانزيت له هغو مهمو لاملونو څخه دي چې د تاريخ په اوږدو کې يې د بېلابېلو خلکو په ټولنيزه او اقتصادي وده کې رغنده رول لوبولی دی.

دا چې نړیوال بازار ته د توکو په لېږد سره د تولیدونکو او مصرفوونکو ترمنځ اتصال رامنځته کېږي، نو د لیږد رالېږدله اغېزناکو شبکو څخه استفاده له نړیوالې سوداګرۍ څخه د استفادې فرصتونه زیاتوي، له دې کبله ترانسپورت او ترانزيت د اقتصادي ودې او سیالۍ کلیدي عنصر بلل کېږي.

افغانستان د خپل ستراتيژيک او جيوپوليتيک جغرافيوي موقعيت له اړخه د سويلي او منځنۍ آسيا تر منځ د ارتباطي پل رول لوبوي نو که چېرې په دې برخه کې د يو منظم سیستم پر بنسټ پانګونه وشي، په کم وخت کې به مو هېواد د سيمه ييز اتصال په څلور لارې بدل شي او په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.

دا چې له څلورو لسيزو جګړو وروسته په افغانستان کې په لومړي ځل يو پياوړی او متمرکز اسلامي نظام حاکم شوی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنيت ټينګ دی، نو اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د ځان بسياينې لپاره د نورو هڅو ترڅنګ ترانسپورتي او ترانزيتي پرمختګ ته هم ډېر پام اړولی او په دې برخه کې يې له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره يو لړ هوکړه ليکونه هم لاسليک کړي، چې ځينې يې په عملي توګه د تطبيق په حال کې دي.

په نړيواله کچه د ترانزيت او ترانسپورت برخه کې له بېلابېلو شبکو څخه استفاده کېږي چې مهمې هغه يې له ځمکني، سمندري، هوايي او اورګاډي پټلۍ څخه عبارت دي، دا چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او په مستقيم ډول سمندر ته لاره نه لري نو زموږ هدف په دې موضوع کې یوازې ځمکنی ترانسپورت دی تر څو روښانه کړو چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په ملي عاید کې د ځمکني ترانسپورت ونډه څومره وه.

۱.۲  د څېړنې مسئله Research Problem

څرنګه چې زموږ د هېواد لارې له پیچومو او غرونو تېرېږي، ریل پټلی انکشاف ونکړ، سره له دې چې تیرو لسو کلو کې ورته پاملرنه وشوه، خواف ، اقینه، حیرتان او آن د چین هیواد سره یې د تړلو پلان و، خو ټول نیمګړی پاتې شول. دا دلیل د دې سبب شوی دی چې تر اوسه پورې د اموالو د انتقال لپاره يواځې د موټري ترانسپورټ څخه استفاده کیږی. د سرمایې کموالی او د مسلکي کاري قوې د نشتوالی له امله تر اوسه د ریل د ترانسپورت سیستم وجود نلري ځکه پداسې یو غرني هېواد کې د رېل د پټلۍ د غزولو لپاره ډېرې زیاتې سرمایې او فني او مسلکي کاري قوې ته ضرورت دی. بحري ترانسپورت نه لرو او هوایی کارګو ګرانه پرېوځي، نو يواځنی عمده وسیله موټري ترانسپورت دی چې په زیاته اندازه تری استفاده کیږی. په هیواد کې د تحمیلي جنګونو له امله لویې لارې ویجاړې دي. کومې لویې لارې چې په دې تیرو شلو کلنو کې جوړې شوې وې هغه بېرته د جنګ له امله تخریب شوې دي له بل پلوه د جنګونو او سرمایې د کموالي له وجې د مدرن ترانسپورتي وسایلو څخه استفاده نه کیږي چې  له دې درکه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د کموالي لامل کیږي . له دې ستونزو سره سره د افغانستان تجارت د ځمکني ترانسپورټ له لارې د مخکې تګ په حال کې دی او له دې درکه د افغانستان دولت یوه اندازه عواید راټولوي خودا روښانه نه ده چې په تېرو څلور کلونو کې د ځمکني ترانسپورت څخه لاسته راغلو عوایدو سهم په ملي عاید کې څومره دی د دې ستونزې د حل لپاره ما وغوښتل دغه موضوع تر څېړنې لاندې ونیسم د دې ستونزو د حل لپاره باید په افغانستان کې سړکونه په ښه معیار سره ورغول شي ریل پتلی رامنځته شي او د دې تر څنګه اداری فساد له منځه یوړل شي او د عوایدو راټولونه باید په الکترونیکي ډول تر سره شي تر دڅو د فساد کچه راټیټه شي.

خلاصه تحقیق

افغانستان په وچه کې ایسارLand-locked غرنی، دسختو پیچومو او لارو لرونکی او پرمختیایی هیواد دی، نو له دې کبله په افغانستان کې تر ډېره ځمکنی ترانسپورټ څخه استفاده کیږي چې عموماً د سړکونو له لارې ترسره کيږي، نو افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د ستراتيژۍ پر بنسټ دغه هېواد د زرهاوو کيلو مټرو په اوږدوالي سيمه يیز، ولايتي او محلي سړکونه لري چې کولی شي د هېواد له بېلابېلو سيمو سربېره منځنۍ آسيا له سويلي آسيا سره ونښلوي. نو له دې کبله د مسوولو ادارو په هڅو له دغې شبکې څخه په استفادې له ځمکني ترانسپورت څخه ی

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده