د کاري ځواک د مدیریت کولو په وړاندې ستونزی او حل لاری
1404/12/18

د کاري ځواک د مدیریت کولو په وړاندې ستونزی او حل لاری

توضیحات

دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.

واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

قیمت: ۱۵۰۰ افغانی 

-------------------------------------------------------------------------------------------------

 ۱ .۱. سریزه

بشري منابع په خاصه توګه مهارت لرونکی بشري منابع دیو هیواد یا سازمان د پرمختګ لپاره یوه مهمه او ارزښتناکه شتمني ده. ټول سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري پرمختګونه دیو هېواد یا سازمان د کیفیت لرونکو بشري منابعو په شمیر پورې اړه لري. که یو هېواد په کافي اندازه فزیکي او مالي منابع ولري بدون د موثرې  بشري قوې له موجودیت څخه دنوموړي هېواد اقتصادي پرمختګ نشي مطمئن کېدلی.

بشري منابع دیو سازمان لویه شتمني ده چې بدون له دې څخه دیو سازمان روزمره فعالیتونه لکه عامه خدماتو مدیریت کول،ارتباطات،اوله مشتریان سره معاملاتو نشی ترسره کیدلی

په ورته ډول آرمسترانګ له نظره بشري منابع د یو سازمان د افرادو مجموعه ده کوم چی سازمان ورڅخه تشکیل شوی یا هغه افراد، پرسونل یا کاري قوه کوم چې په سازمان کی  د ورکړل شویو دندو ترسره کولو مسؤلیت دسازمان د اهدافو ترلاسه کولو لپاره په غاړه لري. نوځکه په یو هیواد یا سازمان کې د بشري منابعو مدیریت ته خاصه توجه وشي ځکه چی بشري منابع دیو هېواد یا سازمان پرمختګ باندی د پام وړ تاثیر اچوي.

د بشري منابعو مدیریت یوه پروسه ده چې په سازمان کې د خلکو دمدیریت کولو مسؤلیت لري او هدف  یي دا دی ترڅو سازمان دهمدغې بشري قوې له لارې کامیابۍ  ته ورسیږي او دسازمان مؤثریت او توانایي لوړه کړي.

د یو سازمان توانایي په دې معنی چې د خپلو موجوده منابعو په استعمال سره خپل اهداف تر لاسه کړي، د بشري منابعو مدیریت په سازمان کې یو( function)دی کوم چی په استخدام ،مدیریت او خلکو ته رهنمایي کولو باندې تمرکز کوي.

  ۱ .۲ . د څیړنې ستونزه

د بشري منابعو مدیریت یوه سازماني وظیفه ده کوم چی د افرادو سره مربوط موضوعاتو سره سروکارلري؛ لکه مکافات او مجازات، استخدام، کارکردګی مدیریت، د سازمان پرمختګ، دکارکوونکو تشویق، ګټې، ارتباطات او د کارکونکو له تریننګ سره. همدارنګه د Foot او  Hook  له نظره بشري منابعو مدیریت د مدیریت یو ډول دی کوم چی د بشري منابعو پلان، تنظیم، کنټرول تهیه او پرمختګ په غاړه لري ترڅو خپل ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.

نو پورتنیو مختلفو تعریفونو ته په کتو سره داسې ویلی شو چې دبشري منابعو مدیریت په سازمان کی یو عملکرد څخه عبارت دی چی دخلکو له مدیریت کولو سره سروکارلري.

د سازمانونو د بریا او نه او بریا په برخلیک ټاکنه کې  مدیریت تر ټولو اغېزمن عامل دی. مدیریت که د مارکېټنګ، عملیاتو ،شخړو ، تهیې، خرڅلاو، مالي، خطراتو او یا دېته ورته نورو هره برخه پورې تړاو ولري،  بشري ځواکونه یې په سر کې قرار لري او په حقیقت کې همدا بشري ځواکونه دي چې سازمانونه د سکون له وضعیت څخه وباسي او په خوځښت یې راولي؛ یعنی همدا بشري قوه ده چې د تولید د نورو عواملو (کار ، پانګې او طبیعت ) دې ترکیب چارې پرمخ وړي  د Peter Dracker په وینا چې ټولې سرچینې د انسان په لاس کې دي چې هغه ته وده او پرمختګ ورکړي. دنن ورځ د سیالی   دکولو په شرایطو کې بشري سرچینې د سازمانونو د سیالي اصلي او اساسي منبع ده. او ګڼ شمېر بریالي سازمانونه او ادارات د خپلو بشري سرچینو له رقابتي ښېګڼو څخه استفاده کوي او په مارکېټ کې بریالیتوب تر څنګ خپلوسیالانو ته هم ماتې ورکوي.

 دL.U.rwicks په وینا : سازمانونه په یوه اوږده موده کې د مالي پانګې، ټکنالوجی، مارکېټ، سیالانو او نورو لاملونو له کبله ماتې سره نه مخ کېږي، بلکې د خپلو کارکونکو (بشري ځواک) له لاسه د ماتې سره مخ کېږي.(۳۲:۱)

په ننۍ نړی کې د ټکنالوژۍ ګړندی پرمختګ، د څو ملیته شرکتونو وده، د سیالۍ سختوالی، سیاسي او اقتصادي تغیرات او  پېچلتیاوې او داسې نور مختلف عوامل د دې سبب شوي دي چې د بشري سرچینو مدیریت اهمیت نور هم زیات شي.د بشري سرچینو د ورځ تر بلې زیاتېدونکي اهمیت سازمانونه اړ کړي دي چې په دې برخه کې پانګونو ته مخه کړي او جدي پاملرنه ورته وکړي. تر څو له دې لارې ځان د سیالۍ د کاروان سر ته ورسوي او ګټې ترلاسه کړي. له دې ارزښت لرونکې شتمنۍ څخه د سازمانونو برخمنتیا د دې سبب کېږي چې دچارو د پرمخ بېولو لپاره منظم پلان جوړ، پلی او له هغه څخه کنټرول وشي او د نوو وګړو دجذب پروسه په اغېزمنه توګه مخته لاړ شي، د روزنې په لګښتونو کې کموالی راشي ، په سازمانونو کې د منفي پایلو لرونکو شخړو اندازه کمه شي او داسې نورې زیاتې ښېګڼې لري.د بشري سرچینو مدیریت نه یواځې دا چې انتفاعي سازمانونو ته مهم او حیاتي بحث دی ، بلکې غیر انتفاعي سازمانونه او دولتي ادارو ته هم یو مهم بحث دی. د بشري سرچینو ګټور کارکول او دهغوی اغېزمن مدیریت کول د یو سازمان د بري لامل کېږي.

 

  ۱ .۳ .د څیړنې اهمیت

لکه څرنګه چه موضوع د کاري قوې د مدیریت په وړاندې د خڼډونو پېژندل او دهغه د حل لارې دي. چې په نتیجه کی به یې د بشري قوې د مدیریت په وړاندی خڼډونه معلوم کړل شي چې دا به د اړوندو ادارو سره د نوموړو خڼډونو په وړاندې د تدابیرو په نیولو کی مرسته وکړي. همدارنګه اړوند ادارې به د پالیسی په جوړولو او تصمیم نیولو کی  ور څخه استفاده وکړي. 

همدارنګه هغه کسان چه غواړي د دې موضوع مربوط موضوعاتو کی څېړنه وکړي دهغه لپاره به یوه منبع وي او له دې څخه به د ماخذ په توګه استفاده وکړي.

  ۱ .۴ . د څیړنې موخې

  1. د کاري ځواک د مدیریت اصلي ستونزې پېژندل.
  2. د سازمانونو د بشري منابعو د مدیریت د اوسني حالت ارزونه.
  3. د کارکوونکو د هڅونې او روزنې د کچې معلومول.

۱ .۵ . د څیړنې پوښتنې

  1. د کاري ځواک د مدیریت پر وړاندې تر ټولو عامې ستونزې کومې دي؟
  2. د روزنې، هڅونې او معاش نظام د کارکوونکو په مؤثریت څومره اغېز لري؟
  3. څنګه کولای شو د کاري ځواک د مدیریت د ښه والي لپاره عملي او دوامداره حل لارې رامنځته کړو؟
خلاصه تحقیق

نوموړې څېړنه چې د کاري ځواک د مهارولو/ مدیریت کولوپه وړاندې ننګونې او د هغه حل لارې تر عنوان لاندې تر سره شوې ده. د څېړنې عمومي هدف د کاري قوې د مدیریت کولو په وړاندې د ننګونو)ستونزو( څېړل دي. دا یوه کمي چې د دوهمي ډاټا څخه استفاده پکې شوې ده، دوهمي ډاټا له مختلفو کتابونو، اړوند ډاکمنټونو، مقالو او انټرنېټي سایټونو څخه تر لاسه شوې ده.د څېړنې د موندنو په آساس په سازمانونو کی د بشري سرچینو د مدیریت پلان وجود لري مګر په پوره ډول د ټاکل شویو معیارونو په آساس او په خپل وخت نه دی عملي شوی

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده