د عباداتو فلسفه
1404/01/08

د عباداتو فلسفه

توضیحات

دا مونوګراف بشپړ شوی او پروپوزل هم لري. تاسو کولی شئ د واتساپ له لارې موږ ته پیغام واستوئ ترڅو یې ترلاسه کړئ.

واتساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوګراف تضمین شوی دی، هېڅ تغیر ته اړتیا نه لري، او لا دمخه دفاع او وړاندې شوی دی.

لومړی فصل:
اسلامی عبادت پيژندنه

فصل کې شامل موضوع ګانې:

۱- ولې عبادت پيژندنه لولو؟

۲- د اسلام مقدس دين کې دعبادت مفهوم.

     الف: عبادت په لغت کی.

     ب: عبادت په اصطلاح کی.

۳- د عبادت او عدم عبادت ترمنځ فرق.

۴- الله تعال ته دعبادت خاص کول.

ولی عبادت پيژندنه لولو؟

له ټولو مخکی دا پوښتنه مطرح کيږی چی مونږ ولې عبادت پیژندنه لولو؟ د عبادت پیژندنی لوستل یو سلسله اهداف لری چی مهمترین یی:

اول: د عباداتو په هکله د احکامو پیژندل:

پدی کتاب کې هڅه او کوښښ کیږی چی مونږ هغه رښتینی عبادتونه وپیژنو چی قرآن کریم او در سول الله ج سنتو بیان کړی دی. او له هغو کارونو څخه ځان وساتو چی ځینې خلک یی د عبادت په نوم، سره له ډیر اخلاص او محبت نه ادا کوی خو په قرآن کریم او سنتو کې کوم اصل نلری، ځکه چی:

الف: د حقیقی عباداتو په هکله احکام د اللهأ د رضایت لامل، او له ځانه جوړ شوی احکام د اللهأ د غضب لامل ګرځی.

ب: د حقیقی عباداتو په هکله احکام د انسان د شخصیت د رشد لامل ګرځی او انسان د نیکیو خوا ته وړی، او له ځانه جوړ شوی احکام د انسان د اجتماعی شخصیت د کمزورتیا لامل ګرځی، د انسان او ټولنې ترمنح فاصله پیدا کوی.

ج: د حقیقی عباداتو په هکله احکام ددې لامل ګرځی چی غیر مسلمانان د اسلام مقدس دین سره علاقه پیدا کړی هغوی مسلمانان شی، ولی له ځانه جوړ شوی احکام داسلام له مقدس دین څخه د نورو د نفرت لامل ګرځی ددې پر ځای چی هغه مسلمانان شی، پر اسلام باندې خپل انتقادونه زیاتوی او د اسلام په ضد خبرې کوی.

دویم: د اصلی عبادتونو پیژندنه له جعلی عبادتونو څخه:

د پیغمبرانو د لارویانو له ټولو لویه ستونزه پدی خبره کی ده چی د زمانی په تیریدلو، د پیغمبر له عصره لری کیدلو، د شیطانانو په لاس وهنو، له رواجونو او رسمونو سره د خلکو علاقمندی، د توحید او یو پالنې د دښمنانو برنامه ریزی اود پیغمبرانو د لارویانو بی خبری سره دین او ددین حقیقی احکام هیریږی او ددې په عوض کې هغه څه په دین کې داخلیږی چی له دین سره څه رابطه نلری. ولې ددین په نوم په هغه باندې عمل کیږی.

دلته د پیغمبرانو د لارویانو څه ستونزې د بیلګې په ډول ستاسی په خدمت کې ږدو:

الف: د موسی÷ د لارویانو ستونزه:

پدیکې د شک ځای نشته چی موسی÷ له خپل ورور سره د توحید عقیده خلکو ته تبلیغ کوله، هغه پخپله یو موحد او یو پالونکی پیغمبر و، او هغه خلک چی د هغه لارویان و، یو پالونکی مومنان ول، ولی د وخت په تیریدو د هغه لارویانو د موسی÷ لاره هیره کړه، او دبی لارۍ په لور یی مخ کړ، د دوی د بې لارۍ علت څه و؟

خپل ځانونه یی د الله تعالی محبوبان او زامن مقرر کړل او پدې بانه یی د نورو سپکاوی او توهین وکړ ﴿وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ وَٱلنَّصَٰرَىٰ نَحۡنُ أَبۡنَٰٓؤُاْ ٱللَّهِ وَأَحِبَّٰٓؤُهُۥ﴾([1]) [المائدة: 18] د الله تعالی په وړاندی بې ادبی، د هغو صفاتو په بیانولو سره چی د الله تعالی له شان او عظمت سره لایق نه و، لکه ﴿وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ يَدُ ٱللَّهِ مَغۡلُولَةٌۚ غُلَّتۡ أَيۡدِيهِمۡ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْۘ﴾([2]) [المائدة: 64]

﴿وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ عُزَيۡرٌ ٱبۡنُ ٱللَّهِ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَى ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ ٱللَّهِۖ ذَٰلِكَ قَوۡلُهُم بِأَفۡوَٰهِهِمۡۖ يُضَٰهِ‍ُٔونَ قَوۡلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبۡلُۚ﴾([3]) [التوبة: 31]

ب: دعیسی÷ د لارویانو د بې لارې علت:

د وخت په تیریدلو د شاوول طرطوسی (پولس) په نوم سره یو شخص را پیدا شو، دسیسه یی جوړه کړه او د تثلیث عقیده یی د خلکو په منځ کې رواج کړه، او دعوه یی وکړه چی پلار خدای، زوی او روح القدس وجود لری، دده په پیروۍ سره خلکو د توحید هغه عقیده هیره کړله چی عیسی÷ به خلکو ته تبلیغ کوله او د شرک عقیده یی اختیار کړله([4]).  

ج: د ابراهیم او اسماعیل إ د لارویانو دبی لارۍ علت:

حضرت ابراهیم÷ چی یو موحد او یو پالونکی پیغمبر و او ځوی یی اسماعیل÷ هم یو پالونکی پیغمبر و، هغوی د توحید عقیده خلکو ته تبلیغ کوله، خو پیروان یی داسې ول چی د وخت په تیریدو سره یی ابراهیمی توحیدی عقیده هیره کړه، شیطان د هغوی ترمنځ وسوسه واچوله او هغوی یی په فریب کارۍ سره له دې لارو بی لارې کړل:

۱- د عبادت په شکل کې تغیر راوړل:

قریشیانو د ابراهیمی عقیدی په اساس کعبه شریفه مقدسه ګڼله او د حاجیانو خدمت یی کولو هغوی خپل ځانونه با ایمانه اشخاص اود ابراهیم÷ پیروان ګڼل، خو شیطان هغوی ته د هغوی په عبادت کې چک چکې او اشپلاق داخل کړ، بناءْ کله چی هغوی غوښتل د کعبی په وړاندې لمونځ وکړی د خشوع، ارامتیا، تقوا او تواضع پر ځای به یی د خالق ذات په وړاندی په چک چکو او اشپلاقونو سره دغه عبادت ترسره کؤ. ﴿وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمۡ عِندَ ٱلۡبَيۡتِ إِلَّا مُكَآءٗ وَتَصۡدِيَةٗۚ فَذُوقُواْ ٱلۡعَذَابَ بِمَا كُنتُمۡ تَكۡفُرُونَ ٣٥﴾([5]) [الأنفال: 35] او هر کله چی عبادت له خپل اصلی شکل څخه ووځی او په عبادت کې چک چکې اشپلاق، سرنی، تبله، تنبور، رقص او غیره داخل شی، دغه عبادت ددین په خلاف کار باندې بدلیږی، او هغه لمونځ چی اللهأ توصیف کړی دی بالکل هیریږی. ځکه اللهأ فرمایی: ﴿قَدۡ أَفۡلَحَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ ١﴾ په تحقیق سره کامیاب شو مومنان ﴿ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي صَلَاتِهِمۡ خَٰشِعُونَ ٢﴾ هغه چې دوی پخپل لمانځه کې خشوع کوي ﴿وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَنِ ٱللَّغۡوِ مُعۡرِضُونَ ٣﴾ [المؤمنون: 1-3] او هغه چې دوی له بیهوده کارو ځان ساتی.

تاسی کولای شی د لغوې په هکله له قران پوهانو او حدیث پوهانو علماو څخه وپوښتی چی لغوه څه شی ده؟

بناء د ابراهیم÷ د عبادت او د ابوجهل د عبادت ترمنځ څه فرق و، د ابراهیم÷ په عبادت کې خشوع، تواضع، ستر، شرم، او حیا وجود درلود، خود ابوجهل عبادت کی اشپلاق چک چکې، بربنډتوب او بی‌حیایی وه.

وګوره چې د لاری فاصله له کوم ځایه تر کوم ځایه ده.

۲- په لباس کې تغیر راوړل:

شیطان هغوی بی لاری کړل، او دایی ورته تلقین کړه چی د دوی لباس سیی ندی، ځکه نو سړیان باید د کعبی په وړاندې بربنډ عبادت وکړی. او ښځینه هم باید له تنګو او نازکو لباسونو سره له کوره راووځی، شیطان هغو شیطان صفته نارینه او ښځینه و ته تلقین کوی چی کله زړه پاک وی نو د لباس اغوستل او نه اغوستل کوم اهمیت نلری، او پدی شیطانی دسیسی سره دوی خپل زړونه د اصحاب کرامو او صحابیاتو له زړونو څخه پورته ګڼی، ښځو به لکه: بی بی عایشی، بی بی فاطمی، بی بی زینب او نورو ټولو حجاب مراعات کؤ.

۳- په دینی رهبرې کې تغیر:

قریشیانو د وخت په تیریدو سره یو جاهل شخص چی ددینی رهبرۍ صلاحیت یی نه درلوده او د توحید له احکامو څخه بې خبره ؤ، په رهبرې سره ونیو، د رحیق المختوم صاحب لیکی: تر دې چی د دوی په منځ کی د عمرو بن لحی په نوم سره یو شخص پیدا شو چی د خزاعه رئیس ؤ، هغه چی نیک کارونه کول، او خلکو ته به یی مصارف او صدقی ورکولی، او په دینی امورو حریص و، نو خلکو دی په همدې لحاظ دوست ګڼلو.

پدی ګمان چې دی یو لوی عالم او د خدایأ ولي دی، هغه شام ته سفر وکړ او ویی ولیدل چې د بتانو عبادت کوي، هغه له خپل ځان سره د هبل بت راوړ، او د کعبی په منځ کې یي کیښود، او خلک یی شرک ته راوبلل او خلکو هم د هغه خبرې ومنلې، او بیا وروسته ټولو خلکو د مکی د خلکو د خبرو چي هغوي یي د حرم اهل او ساتونکی ګڼل پیروی وکړله([6]).

۴- د خالق ذات په صفاتو کې تغیر:

وروسته له دې چې شيطان په خپلو برنامو کې بریالی شو او هغوی ته یی قناعت ورکړ چي بتان دکعبی په اطرافو کې ځاي پځاي کړی، نو داسې یي ورته تلقین کړه چې دا بتان د خدای پاک د مقربو او نیکو شخصیتونو سمبولونه دي، تاسې له دې لامله چې تور مخي او شرمیدلي یاست نشي کولي چي له الله پاک سره راز او نیاز وکړی.

بناءً لومړی دوی ته راځی او دوي ته رکوع، سجده، قرباني او نذر کوی ترڅو دغه بتان تاسی د الله پاک دربارته نژدې کړي.

دریم: د عباداتو هدف پیژندنه:

دلته باید پوه شو چي د عباداتو هدف څه شی دي، ایا عبادت د انسان جوړونې او انسان ته د شرف وربښني لپاره دي، او یا دا چي عبادات یواځې هغو کلتورونو غوندې دي چي د یو رواج په ډول سره ادا کیږي.

څلورم: د عبادت د مستحق پیژندنه:

مومن انسان باید پوه شي چي عبادت د کوم ذات لپاره ښایی، او د خپلی معاهدې مطابق چي هره ورځ وایي ﴿إِيَّاكَ نَعۡبُدُ﴾ خاص ستا عبادت کوو- خپل ځان د مشرکانو له صف څخه خارج کړی، او د خپل ځان په هکله احکام فقط او فقط د اللهأ د ذات لپاره ترسره کړي. او هر عمل چې عبادت نومیږی هغه صرف د اللهأ د رضایت په خاطر ادا کړي.

 


1- او وویلې یهودو او نصاراو مونږ د الله ځامن او دوستان یو.

2- او وویلې یهودو د الله لاسونه تړلی دي، ودې تړل شي د دوی لاسونه او لعنت شوی دي پدې وینا.

3- او وویلی یهودو عزیر د الله ځوی دی، او وویلی نصار ا او مسیح د الله ځوی دی، دا د دوی خبرې دي په خولې سره مشابهه کوي د هغو کافرانو له خبو سره چې دوی نه مخکې و.

[4]-تاسی کولی شی د پولیس د دسیسو درد د تفصیل لپاره د همدی اثر د مولف د پنجاه دلیل رد مسیحیت لیکنې ته مراجعه وکړي.

[5]- او نه و لمونځ د دوی د بیت الله په وړاندې مګر چکچکې او اشپیلاق نو وڅکی عذاب په سبب ددې چې تاسې کفر کو.

[6]- الرحيق المختوم، صفي الرحمن مبارکفوري، ص: 33.

خلاصه تحقیق

کله چې داسلام رڼا عربی جزیرې ته راغله او خلک ترې برخمن شو نو هلته یو سلسله رواجونو او عنعنات موجود و، ځینې دغه عنعنات چې د جاهلیت، بت پرستۍ او اور پرستۍ څخه را پیدا شوی او ساسلام سره له یو مخی ټکړ و مسلمانانو کوشش وکړ هغه له منځه ویسي مثلا د عربو ترمنځ د لور ژوندي خوښول، د لورل لرلو شرم، مختلف جنسي روابط د ازادو انسانانو اخیستل او خرڅول او نور بدعادتونه موجود و چې مسلمانانو او خصوصو صحابه کرام د هغې دله منځه وړلو لپاره سختی قربانیانې ورکړې

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده