این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است
---------------------------------------------
الحمد لله الذي انزل علی عبده الکتاب ولم يجعل له عوجا والصلواة والسلام علی رسوله محمد وآله وآصحابه اجمعين اما بعد.
په هغو هېوادونو او ټولنو کې تلپاتې سولې او د عدالت تامين ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، بايد عدالت مسايل او موضوعات، سوله او کړکيچونه د دولت او د هغو ادارو اوبنسټونو د کاري لومړيتوبونو په سر کې وي چې په دې لار کې فعاليت لري. افغانستان هغه هېواد دي، چې له بده مرغه د تاريخ ډېري پاڼې له تاوتريخوالي ډکې دي، چې منفي اړخونه يې زيات څرګند او ورانوونکې اغېزې يې له ځانه پر ځای پريښې دي.
رسمي محاکمه د قانون له حاکميت څخه پرته نه شو تصور کولی، ځکه دا قانون دی چې په رسمي محاکمه کې د عدلي او قضايي بنسټونو واکونه او مسؤوليتونه ځانګړي کوي او د هغوی د اجرااتو څرنګوالی انځوروي او يا په بل عبارت، دا قانون دی چې د کشفي بنسټونو ( پوليس، ملي امنيت ، پلټنې او د اداری فساد پر ضد د مبارزې) څېړنې او تعقيب ( ملکي او پوځي څارنوالۍ)،محکمو ( جزايي، مدني، فاميلي او سوداګريز) او مدافع وکيلانو د واکونو او مسووليتونو حدود او پولې ځانګړې کوي او هغوی يو د بل په چارو کې لاس وهنې څخه منع کوي، نو ځکه ما هم د ټولنې په پرمختګ کې د قانون د حاکميت رول تر سرليک لاندې موضوع غوره کړه، چې د هغې په اړه څو ټکي له لوستونکو سره شريک کړم.
د موضوع اهميت
دغه موضوع (د ټولنې په پرمختګ کې د قانون د حاکميت رول)په خپل جوړښت کې خپل اهميت په لاندې ډول روښانه کوي:
پخوانيو ليکنو ته منطقي کتنه
که څه هم د دې موضوع (د ټولنې په پرمختګ کې د قانون د حاکميت رول) په مورد کې زياتې ليکنې شتون نه لري، مګر ځينې کمې ليکنې شته چې په ځينو ليکل شوي اثارو کې تر د يو بحث يا مطلب په حيث يادونه شوي ده، ما وغوښتل چې په بشپړ ډول سره پدې موضوع د يو مونوګراف په شکل سره کار وکړم، هغه کتابونه چې د دې موضوع په تړاو پکې تر يوې اندازې پورې مواد شتون لري دلته ترېنه په لنډ ډول سره يادونه کووم عبارت دې له: حقوق جزا عمومي چې ليکوال يې حفيظ الله دانش دی... چې په پای د موضوع کې مشاهده کولای شئ، او د ضرورت په وخت کې له انټرنيټ څخه هم استفاده شوېده، خو ماوغوښتل چې دغه پاشلي معلومات د يو مونوګراف په شکل راټول او دغه موضوع ترې چمتوکړم.
د موضوع مسئاله
د دې موضوع په ليکلو کې د منابعو کمبود احساسيده، مګر ځينې منابعو شتون درلود چې په مختصره توګه يې موضوع ته اشاره کړي وه، چې ما ورته د لارښود استاد په مرسته وضاحت ورکړی او څېړلې مې ده، چې د مطالعې په صورت کې به يې ډيری خلک د ټولنې په پرمختګ کې د قانون حاکميت په رول باندې پوه او معلومات تر لاسه کړي چې ما دغه موضوع په بشپړه روښانه ډول سره څېړلی ده.
د موضوع د ليکلو کړنلاره
د دې موضوع د څېړنې لپاره د کتابخاني ميتود څخه استفاده شويده. اوپدي تحقيقي رساله کې دمعتبروسرچينوڅخه استفاده شوېده، چې د طبيعي چاپيريال اغېزې او اړوند جرايمو په اړه پکې معلومات ذکر شويدي، دا ليکنه د اخځليکونولرونکي ده، او د کومو ماخذونو او منابعو څخه چې استفاده شويده د اړتيا په صورت کې په لمن ليک کې ورته ځای ورکړل شوی دی، او بشپړ اخذليکونه د موضوع په پای کې راوړل شوي دي.
د دغه موضوع د ليکلو اهميت پدې کې دی، چې د قانون د حاکميت رول د ټولنې په پرمختګ کې روښانه شي، او وګړي پدي پوهه ترلاسه کړي چې قانون د ټولنو د پرمختګ لپاره څومره او په کومه اندازه اهميت لري، چې د موضوع په مطالعې سره پدې اړونده مطالبو باندې پوهه ترلاسه کوي. https://jlr.sdil.ac.ir/article_32624.html
اشتراکگذاری: